لیکواله: هیلۍ اسد
ځوابونه به حتماً مختلف وي، ځینې به وایي ملت، ځینې به وایي حکومت، ځینې شاید ووایي؛ دواړه!
خو شخصاً زه په دې نظر یمه چې یوازې ملت دی چې هم تاریخ جوړوي، هم تاریخ لیکي او هم تاریخ شاته پرېږدي.
همدا ملت دی چې یو ښه حکومت جوړوي، همدا ملت دی چې یو ښه ژوند جوړوي، ژوند کوي او بالاخره همدا ژوند د تاریخ یوه پاڼه جوړوي، چې دا بیا راتلونکي نسل ته پاتې کېږي.
خو پوښتنه داده چې ملت څه ته وایي؟
کوم ملت تاریخ جوړوي؟
کوم ملت تاریخ لیکي؟
ملت:
د تاریخ په اوږدو کې د ملت لپاره بېلابېل تعریفونه شوي، چې په اوس کې تر ډېره خلک په دې تعریف سلا شوي، چې ملت هغه خلک دي چې په یوه ګډ چاپېریال او ګډه جغرافیه کې د ګډ تاریخ ، ګډ کلتور او مشترکې ګټې او لاسته راوړنې ولري.
کوم ملت تاریخ جوړوي؟
وایي، تاریخ د انسان له ژوند سره سم رامنځته شوی، د هر ملت له ژوند او مخته تګ سره سم تاریخ هم ورسره مزل کوي، خو یوه خبره شته چې تاریخونه سره وېشلي دي.
یو هغه تاریخ چې د وخت په تېرېدو پرې یوازې انسان حساب کولای شي. خو ځینې تاریخونه هغه دي چې په خپل ملت غوښتي وي، کار یې ورته کړی وې او بالاخره هغه د راتلونکي نسل لپاره د ښه میراث او سبق په توکه پرېږدي.
اوس دا پوښتنه چې آیا موږ چې د پنځه زره کلن تاریخ دعوه کوو دا په خپله موږ غوښتي وو؟ یا په خپله پاتي شوي چې زموږ لپاره سبق یا ماته وي؟!
کوم ملت تاریخ لیکي؟
ژوندی ملت، وطنپرست ملت، ریښتینی ملت، تمدن خوښوونکی ملت او هغه ملت چې د سبا لپاره هم ژوند کوي.
وایي، تر ټولو بد، کمزوری، لوېدلی، درواغجن، فاسد او غلام ملت هغه دی، چې سترګې پټونکی او بېځایه مغروره وي.
آیا زموږ په پنځه زره کلن تاریخ کې موږ څه لیکلي؟! یا بل چا یوازې زموږ غېږو ته اچولي او په موږ یې تاوان کړي؟
زموږ تاریخ لیکونکي چېرې دي؟
حتماً کله چې یو نسل تاریخ لیکي بل نسل زده کوونکی پاتې کیږې، زده کړه کوي او بالاخره د خپل استاد او مکان غلطۍ باسي، خو آیا زموږ تاریخ کې د بدلون په نوم څه شته؟ آیا موږ د تاریخ زده کوونکي لرو؟ که (هو) نو چېرته دي؟
که (نه) نو ولې موږ ملت نه یوو؟
که هو وایئ، نو موږ ولې بدلون نه دی کړی، زموږ تاریخ ولې همداسې ډېرېږې، خو پرمختللی کېږي نه؟
دوه خبرې دي؛ وایي دوه ډوله ملتونه وي. یو؛ ریښتینی او ژوندی ملت او دویم؛ درواغجن او خاموش ملت.
ژوندی ملت ژوند کوي، تاریخ جوړوي او تاریخ لیکي، خو مړ او خاموش ملت یوازې وخت تېروي. راتلونکي نسل ته دوکه ورکوي، د کار قوه ترې اخلې، بېځایه د ژوند هیله ورکوي، جنګ ور زده کوي او بالاخره هماغه تاریخ ته وخت تېروي، چې په خپله د وخت په تېرېدو پاتې شوی وې …
د ملت خاموشي په څه معنا؟
د انتظار خادم د کتاب سیاسي اندونه او حکایتونه په یوه برخه کې مې ده د روسي سیاستوال خروشچف په اړه لوستل وایي، کله چې ستالین په ۱۹۵۳ کال کې ومړ او خروشچف د کمونېست ګوند مشر شو، په لومړۍ وینا کې یې د ستالین د ظلم، ښکېلاک، بربریت، سوړ جنګ د پیل او سر زورۍ په اړه د خپل ګوند غړو ته خبرې کولې.
وایي، کله چې ده د ستالین په باره کې بد رد ویل، نو د مجلس له منځه کوم نامعلوم شخص په یوه کاغذ کې خروشچف ته یو یادښت ولیکه: ښاغلی خروشچف! کله چې ستالین له روسیې او روسي ولس سره دا ډول جفاګانې کولې ته یې هم نږدې ملګری وې، ولې دې نه منع کاوه؟ تا یې ولې ملتیا کوله؟ هغه وخت ولې چوپ وې؟ خروشچف د کاغذ په لوستلو تور او شین شو.
په لوړ غږ یې وویل: دا لیک چا لیکلی؟ هیچا هم ځواب ورنه کړ، خروشچف له څو شېبو چوپتیا وروسته په لوړ غږ وخندل، ویې ویل: کله چې ستالین د بربریت په څپو کې ډوب و، نو ما او زما په شمول نورو غړو هم کټ مټ د نوموړي د کړنو خلاف همداسې جبون مخالفت کاوه لکه نن چې ستاسې لمنځه کوم غړی دا بې نومه یادښت لیکلی. موږ هم عجیب او غریب یادښتونه لیکل، لیکن د ځان د مصئونیت، د حیثیت د خوندیتوب او د موقف ساتلو لپاره به مو کله هم له ستالین سره مخامخ ټکر نه کاوه. ځکه خو نن د هېواد په کچه د خپلو غفلتونو قېمت اداء کوو.
ژوندی ملت بدلون غوښتونکی وي، خو مړ او خاموش ملت تمدن او بدلون په تیږو ولي.
فخر افغان پاچا خان وایي، انقلاب د سېلاب په څېر وي، کله چې راشي، ويده خلک وړي او ويښ ترې ګټه پورته کوي.
که د نړۍ د ملتونو تاريخونه مطالعه کړو؛ نو جوتېږي چې هېڅ حکومت د ملت د پرمختګ باعث شوی نه دی، بلکې کله چې د ملت شعور ويښ شوی دی، هغوی د خپل پرمختګ مسير خپله ټاکلی، کار يې کړی، مبارزه يې کړې او ځانونه يې د ترقۍ او پرمختګ هسکو پوړيو ته رسولي دي.
زموږ او ستاسو په ګران هېواد افغانستان کې هم څو ځله انقلابونه راغلل، حکومتونه بدل شول، مګر موږ يې بدل نه کړو، زمونږ ژوند يې ښه نه کړو او د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې شو، نو له دې معلومیږي چې موږ یو خاموش او مړ ملت یوو.
خاموشي ملت څه ورکوي؟
کله چې په ۱۹۱۹ کال شاه امان الله واک ته ورسېد له افغان ملت سره یې ژمنه وکړه، چې دافغانستان دولت به لکه د نړۍ د نورو قدرتونو په څېر په دننه او د باندې خپلواک وي، د افغانستان خلک به د قانون تابع وي، بېګار او جبري کارونه به بند وي، د پام وړ اصلاحات به رامنځته او هېواد به په نړۍ کې خپل ځانګړى ځاى ومومي.
زه به په سلا مشوره د هېواد چارې اجراء کوم، تاسو به هم د خپل دين او هېواد په چارو کې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ، زه تاسو او ټول اهل اسلام ته خير او سوکالي غواړم.
د بریتانوي هند وایسرا ته لیک لیږلو سره سم انګریزانو د امان الله د لرې کولو کوشش وکړ.
په ۱۹۲۸ کې د شینوارو له بغاوت سره سم په شمالي کې هم خلکو د حبیب الله په نوم هغه د انسانیت او تمدن د ښمن راپورته کړ.
کله چې شاه امان الله ویل اى زما ګرانو عزيزانو؛
په يقين سره بايد ووايم چې زه کورنۍ جګړه د قومونو او قبايلو ترمنځ نه غواړم چې زما د تخت نيولو لپاره وينې توې کړي. لازمه ده چې ستاسو له مخه لاړ شم.
دا ملت چېرې و؟
کله چې په ۱۳۷۵ د تلې اوومه د کابل په ډک ښار کې له سهاره تر ماښامه ډاکتر نجیب په دار ځړېده، دا ملت چېرته و؟
کله چې په ۱۳۹۸د اسد په دویمه د امریکا ولسمشر د لوی افغانستان د محوه کېدو خبره کوي او بیا موږ وایو، چې موږ پنځه زره کلن تاریخ لرو، نو آیا دا د تاریخ دفاع ده؟
اخري خبره باید ژوندی ملت شوو، باید تاریخ په خپله ولیکو او باید نور مخته لاړو شوو، تاریخ او راتلونکي نسل ته باید درواغ ونه وایو!!!
د باعزته افغانستان په هیله!