د اګست اوومه هغه غمناکه ورځ ده چې افغانانو ته یې یو ځل بیا د نویمې لسیزې یاد ور په زړه کړ. د جمعې په مبارکه شپه او ورځ افغانستان یو ځل بیا دښمنانو د بربریت ښکار شو او تر ۵۰۰ زیات ملکي وګړي یې ټپیان او ۴۲ بې ګناه یې په شهادت ورسېدل. له ځاني تاوان سره دا هم د یادولو وړ ده چې د افغان سوداګرو شتمنۍ یې هم له خاورو سره خاورې کړې. دا ورځ یو عبرت دی چې افغانان باید وپوهیږي چې د سولې په لور سفر لا تر اوسه له اغزو ډک دی.
له کلونو راپدېخوا موږ همدا وایو چې نه یواځې افغانستان بلکه په ټوله نړۍ کې د کفر او اسلام تر منځ جهاد نشته بلکه د ګټو او مادیاتو د ترلاسه کولو لپاره جګړه ده چې ډېر ساده مسلمانان پکې ځانونه د نورو د ګټو لپاره قرباني کوي دوی چې د جهاد چيغې وهي ټول د پردیو په لاس لوبیږي، د پردیو ګټې تضمینوي، پردي یې اداره کوي، پردي یې مسلح كوي، پردي یې ستروي، او بیا یې پردي له منځه وړي تر څو نوې تولید راته میدان ته کړي. پدغه جګړو کې هغوی چې د کفارو دښمني کوي له منځه ځي او ګټه یې بیا هغه سوداګر ترلاسه کوي چې نه اسلام پېژني او نه مسلمان.
د افغانستان ولس او حکومت باید څه وکړي؟
عجیبه خو دا ده چې د افغانستان ولس تر اوسه د خپل دښمن د اصلیت له درکولو سره بیا هم له هغه سره خواخوږي لري. د افغانستان دښمن اسلام نه پېژني، د اسلام لپاره کار نکوي، د افغانستان سره خواخوږی ندی، د افغانستان د مشرۍ اهلیت نلري، د افغانستان خیر نه غواړي او نه هم هغه ته د افغان ګټې مهمی دی. که داسې نه وای نو د ګاونډیانو د ګټو او د جوړېدا لپاره به یې افغانستان نه ورانوه. که داسې نه وای نو د افغانستان کدرونه به یې نه تباه کول. که داسې نه وای نو د دښمن په غیږ کې به نه مړېده.
د شاه شهید او پولیسو اکاډمۍ په څېر پېښې دا ثابتوي چې دښمن ته اسلام نه بلکه خپلې او د نورو دښمنانو ګټې مهمې دي، هغه یواځې د افغانستان او د دې نظام له منځه وړل غواړي. هغه دا غواړي چې خلک نور پر نظام باور ونلري. هغه دا غواړي چې خلک بېرته د دښمنانو لمن ته وروغورځي. هغه د دښمن پیاوړي کول غواړي.
د حکومت مسولیت هم کم ندی. د سولې لپاره هلې ځلې باید جریان ومومي. سوله د افغانستان لپاره حیاتي ده. سوله د دښمن ناکامي ده. خو دا هم مهمه ده چې دښمن د حکومت د کمزوري کولو هېڅ موقع له لاسه نه ورکوي، او وسلوال به په هر وخت کې کاروي. نو ځکه اړینه ده چې هر هغه څوک چې د نظام د کمزوري کولو کوښښ کوي باید د دښمن په توګه ولیدل شي او د دښمن په توګه معامله کړل شي. افغانستان او ولس یې د جګړې حالت کې قرار لري نو باید د جګړې په ډول عاجل او کوټلي ګامونه پورته کړل شي.
دا یواځې حکومت ویلای شي چې د جګړې په حالت کې څنګه دومره بې غوره کیدای شي چې د پنځه سوه ټپیانو څخه وروسته هم دوی په عادي توګه ټول پولیس د اکاډمۍ مخ ته راټولوي او بیا یې تالاشي اخلي؟ په کابل کې د دومرې سترې پېښې وروسته خو باید ملي امنیت او پولیس وپوهیږي چې حالات ترینګلي دي او د نورو پېښو د مخ نیوي لپاره عاجل ګامونه پورته کړي. داسې غونډې چې ډېره اړتیا ورته نه لیدل کیږي لغو شي. د دولتي افرادو تګ راتګ محدود کړل شي، د پولیس، امنیت کارکونکو حتی ترافیک پولیسو راغونډېدلو باندی بندیز ولګول شي. نو دا بیا څومره حماقت دی چې د کابل حالات ترینګلي دي او دلته د پولیسو اکاډمي داسې پر مخ ځي لکه هېڅ چې نه وي شوي؟ ولې افغان حکومت پدې نه پوهیږي چې دوی د جګړې په حالت کې دي او باید د ماشومانو په توګه چلند ونکړي؟
دا عجیبه ده چې له دې پېښو وروسته هم مونږ وینو چې رینجر موټر یو ځای بل ځای خالي ولاړ دي. د امنیت کارکونکي له دفترونو پیاده روان دي. لسګونه خلک د روغتونونو په مخ کې راغونډ دي، د سرک په سر د جمعې لمونځ کیږي او د امنیت لپاره نه هم پولیس شته او نه د نورو ارګانونو کارکونکي. که دا پېښې نه وي شوي هم باید ولسمشر دا فرمان صادر کړي چې رینجر موټر د رسمي کارونو پرته هر ډول کارول له دندې ګوښه کېدل او د بند سزا لري. د دې مسایلو د کنترول لپاره باید جلا دفتر رامنځ ته شي او ترافیکو ته باید دنده ورکړل شي چې په هره څلور لاري کې یې چې ولیدل موټر کې عام وګړي ناست دي نو د موټر شمېره دې دغه دفتر ته واستوي. د اردو پولیس که څه هم دا دنده لري خو په دغه دنده کې پاتې ناکامه شوي دي. د امنیت کارکونکي باید په رسمي لباس کې هېڅکله هم د خلکو په منځ کې د عامو وګړو په توګه نه ګرځي او باید پوه وي چې دښمن لري نو احتیاط اړین دي.
حکومت باید امنیت، پولیس، اردو او نورو ارګانونو مشران او پرېکړه کونکي سره یو ځای پدې وپوهوي چې دوی د افغانستان د بقا جګړه پر مخ بیایي. دښمن جدي دی، دښمن د افغانستان تباه کول غواړي نو له دوی څخه د افغانستان غوښتنه دا ده چې باید جدي واوسي او داسې فعالیت ونکړي چې هر یو یې داسې پر مخ ځی لکه دوی چې هېڅ تړاو نه سره لري. دا څنګه کیږي چې د سمیټو په بوجیو کې بارود د امنیت له خوا نیول کیږي خو د حکومت نور ارګانونه بیا له دغه موضوع څخه هغه ډول ګټه نه پورته کوي چې لازمه ده.
د اندېښنې وړ خبره دا هم ده چې بريښي حکومت د فیسبوکي اوازو او پیغامونو په ځواب کې کار کوي. د پېښو څخه وروسته حکومت په ډېر رسمي او عادي توګه خپل نظر وړاندی کوي او بیا کله چې فیسبوک ټول حقایق مسخ کړي او ورپسې ترې جنجال جوړ شي نو حکومت په ځوابي توګه خپل نظر وړاندې کړي. په فیسبوک، ټوېټر، یو ټیوب او نورو شبکو باندې چې هر څوک د دښمن پلوي کوي او یا هم د هغوی لپاره تبلیغات کوي نو باید ونیول شي او د افغانستان د دښمن په توګه ورسره چلند وکړل شي. ځکه موږ مخکې درته وویل چې موږ د جګړې په حالت کې یو او جګړه کې حلواوې نه ویشل کیږي. دښمن زموږ بوډاګان، ښځې او ماشومان راوزني او مونږ بیا دوی وینو چې په افغانستان کې راته ناست دي خو د افغانستان ورانول غواړي. نور له افغانستان سره دا جفا بس ده.
د مخابراتو شبکې باید مجبورې کړل شي چې بې مالکه سم کارتونه د یوې میاشتې په اوږدو کې بند کړي او باید له ټاکلو ځایونو پرته نور هر ځای کې سیم کارت خرڅولو باندې دغه شبکې د سلهاو زره ډالرو جریمې سره مخ کړل شي. د سیم کارتونو د تصدیق لپاره باید د بایو ميټرک سیستم څخه ګټه واخیستل شي تر څو معلومات وشي څوک له دغه سیم کارتونو څخه ګټه اخلي او د ناسم کارولو په صورت کې ورسره قانوني چلند وکړل شي.
یوه موضوع چې د افغانستان حکومت پکې پاتې شوی دی هغه د رسنیو کارول دي. د اګست د اوومې غمیزه هم پدې بریالۍ نه شوه چې د رسنیو په کړنلاره کې بدلون راولي. حکومت باید دا ومني چې د رسنیو په کنترول او د ډېرو سترو فرصتونو په کارولو کې ناکام شوی دی. د پاکستان په یو مکتب کې شوې واقعه په ډېره بریاله توګه وکارول شوه او د یو نوي سیاست بنسټ وګرځول شو. خو په افغانستان کې دومره ستره فاجعه همداسې پاتې شوه. د غمیزې له ښکار شوو خلکو سره خبرې و نه شوې، د کورنیو سره خبرې و نه شوې، د سوداګرو سره خبرې و نه شوې، د تاوان په هکله معلومات ورنکړل شو او نه هم دا کوښښ وکړل شو چې د غمیزې له تاوان څخه د عام افغان د ذهنیت بدلون د وسیلې په توګه ګټه پورته کړل شي. دا فاجعه باید تر لسو ورځو پورې د رسنیو موضوع وه، او رسنیو د همدې موضوع په مختلفو اړخونو بحث کړای وای خو دلته خو قیصه سرچپه ده. دوه ورځې لا قضا شوې نوې چې د واقعې په هکله د فکرونو د اړولو یو توپان راوالوت او خلکو ته د داسې ښودلو هڅې پېل شوې چې دا واقعه یوه ډرامه ده او پدغه ډول د دښمن سر ورته ومینځل شو.
دا واقعه یواځینې مثال ندی، هره ورځ دښمن په لسګونه تلفات ورکوي او لسګونه دښمنان ټپیان کیږي خو دولتي او خصوصي رسنۍ د نظام د پياوړي کولو پر ځای داسې خبرو کې بوخت وي چې هېڅ ګټه یې نه لیدل کیږي. د دغه مړو او ټپیانو عکسونه، ویډیوګانې، تلفات، کارول شوې وسله، اړول شوې تاوان باید د ورځې په لسګونه ځل خلکو ته وښودل شي. که دښمن بهرنی دی باید وغږول شي او مړی یې وښودل شي چې دا بهرنی دلته د افغانستان د خیر لپاره نه بلکه د تباهۍ لپاره راغلی دی که نه د جنت لیار یواځې د افغانستان څخه نه ده.
د دښمن د تبلیغاتو مخه نیول هم د حکومتي او غیر حکومتي رسنیو دنده ده. دښمن د اردو، پولیسو او امنیت په هکله داسې تبلیغات کوي چې دوی د شرقي او جنوبي سیمو د سني خلکو پر ضد له شیعه کارکوونکو څخه کار اخلي. یا دا چې دا ټول شیعه دي او د سنیانو پر ضد یې شیعه جګړه پیل کړی ده. د اردو لپاره تبلیغات د هرې رسنۍ، هر افغان، هر وړکتون، مکتب او پوهنتون دنده ده او باید د افغانستان دولت دا نتیجه په هر قیمت تر لاسه کړي.