تاند: یو تازه راپور ښيي چې له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۷ پورې افغانستان ته راستانه شوي کډول په بداقتصادي وضعیت او بې روزګارۍ کې وخت تېروي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او نړیوال بانک تازه راپور کې چې د کډوالو د ژوند د فرصتونو او سرپناه د ارزونې په تړاو جوړ شوی راغلي، هغه کډوال چې افغانستان ته راستانه شوي، ترې پاکستان کې د مېشتو کډوالو اقتصادي وضعیت ښه دی.
راپور کې راغلي، دا مهال یو پر درې برخه راستانه شوي کډوال کابل او ننګرهار کې دېره دي.
راپور زیاتوي، هغه کډوال چې له راستنېدو سمدستي وروسته خپلو سیمو ته تللي دي، له ټولنیزو روابطو نه په استفاده یې کار پیدا کړی دی، خو په کلیو کې د کار د فرصتونو کموالی بیاهم ددوی ژوند ته لویه ستونزه ده.
په دې تړاو د نړیوال بانک رئیس هنري کرالي وايي، د کډوالو شته ستونزو ته د رسېدنې لپاره باید جدي اقدامات وشي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازې کارولین وان بورین وايي، ۲۰۱۹ کال په زوره له افغانستانه د وګړو د کډوالۍ ۴۰مه کلیزه ده او سره له دې چې بیرته د دوی راستنېدو ته کار شوی دی، خو اړتیا ده ډېر پرمختګونه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني څه موده وړاندې پاکستان ته د سفر په ترڅ کې کډوالو سره ژمنه کړې وه چې هېواد کې به د دی د ژوند د ښه کولو لپاره لازم فرصتونه برابر کړي.