څو اونۍ وړاندې راسره په کوڅه کې مخامخ شو. درې واړه اولادونه یې لکه بې وسلې باډي ګارډان، مخکې او وروسته ترې روان وو. ورته ویل مې: دې ورځو کې نه ښکارې؟

هغه، د پرې شوې پښې زور پر فلزي لکړه راوست، را مات شو او بیا یې ویل:

پیښور ته تللی وم. تور زیړی مې دی.

– نو ډاکټران څه وايي؟

له ټنډې یې خوله پاکه کړه: ډاکټران وايي دوا خوره. تازه میوه هم ډيره خوره. خو ډاکټران څه خبر دي چې یو معیوب څنګه میوه خوړلی شي؟

تیره ورځ، څو کسان راټول وو. پوښتنه مې وکړه، هغه معیوب د تازه میوې په ارمان ساه ورکړې وه او خپل واړه باډي ګارډان یې یوازې پرې ایښي وو.

 جلال اباد

د چنګاښ ۴مه، ۱۳۹۴

One thought on “تازه میوه/ محمد نعمان دوست”
  1. د نعمان دوست صيب ټولې ليکنې په زړه پورې اود سترو انساني ا هد افو لپاره وي ، په پورته ادبي ليکنه کې چې کوم درد پروت دئ د هغې دوا په اسلامي اصولو کې د غريبانو لاسنیوئ په نښه شویدئ ، چې دهمدي مقصد او غريبانو د حال څخه خبریدلو لپاره روزه فرض شویده ـ راشئ له ځانه پوښتنه وکړو چې سرسایه، خيرات ، زکات ، د فطر صدقه مو ورکړیده که نه ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *