ژباړه: حمیدالله حمیدي

یوه څېړنه ښيي چې هره ورځ د مېوې خوړل، د مغزي سکتې خطر څلوېښت سلنه کموي.
د انګلستان اکسفورډ پوهنتون د اووه کلونو په موده کې په یوه څېړنه کې ثابته کړه چې هره ورځ په لږه اندازه مېوه خوړل د دماغي سکتې په کمېدو کې مثبته تمامېږي.
په دې څېړنه کې نږدې پنځه زره چينايانو برخه اخيستې وه. ياده څېړنه دغه راز ښيي، هغه کسان چې هره ورځ د اړتیا په اندازه مېوه خوري، دوی ډېر لږ د زړه، د وينې رګونو او د دماغي سکتې پر ناروغیو اخته کېږي.
د مېوو خوړل نه یوازې دا چې په وینه کې د ګلوکوزو اندازه کنټرولوي، بلکې د هغه درملو د جانبي اغېزو مخه هم نیسي چې د شکرې ناروغۍ د درملنې لپاره کارول کېږي.
څېړونکي وايي، هغه څوک چې د ډوډۍ خوړو پر مهال مېوه خوري، د زړه او د ويني رګونو ناروغي يې اووه ويشت سلنه د دماغي سکتې ناروغي يې څلوېښت سلنه کمېږي، همدارنګه د وينې فشار یې هم ټيټ وي.
دغو پايلو ته په کتو سره، ډاکټران سپارښتنه کوي چې هره ورځ لږ تر لږه ۱۵۰ ګرامه تازه مېوه باید وخوړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *