تاند- له هغې نظرپوښتنې سره سم، چې پایلې یې د (یو ایس ټوډې پیو ریسرچ سنټر) له خوا د پنجشنبې په ورځ خپرې شوې، په سلو کې ۵۲ امریکایان وايي چې امریکا په عراق کې خپلو هدفونو ته په رسېدو کې ناکامه شوې ده. په سلو کې ۳۷ نورو ویلي چې امریکا بریالۍ شوې ده.
تقریباً ورته شمېر کسانو د افغانستان په اړه هم ورته نظر څرګند کړی دی.
دا نظرپوښتنه چې د جنورۍ د پنځلسمې او نولسمې ترمنځ له ۱۵۰۴ بالغانو څخه شوې تر مخکینیو نظرپوښتنو د امریکا د جګړو په اړه د دغه هیواد د خلکو بدبیني زیاته ښيي.
د ۲۰۱۱ میلادي کال د نوومبر په میاشت کې په سلو کې ۵۶ پوښتل شویو کسانو ویلي وو چې امریکا د عراق په جګړه کې خپل هدفونه ترلاسه کړي دي. د ۲۰۱۱ کال د جون په نظرپوښتنه کې اکثرو پوښتل شویو امریکایانو اټکل کړی وو چې امریکا به د افغانستان په جګړه کې خپل هدفونه لاس ته راوړي.
له وروستۍ نظرپوښتنې داسي ښکاري چې د افغانستان له جګړې د امریکایانو ملاتړ مخ په کمېدو دی ځکه چې اکثره فکر کوي چې دا جګړه ناکامه ده.
افغانان ۱۰۰ په ۱۰۰ کی په دی باوردی چه امریکا په افغانستان کی ناکامه ده اوبالاخره امریکا به هم دافغانستان په جګړه کی دروسانو به سرنوشت باندی ګرفتاره شی
امریکا ناکا مه ده
امریکا د افغانستان په جګړه کي ناکامه نه ده بلکي ددوي پالیسي کړه وړه داسي ښکاري چي دوي ناکامه دي په افغانستان کي جنګونه،بریدونه،شخړي په خپله د امریا د پالیسي برخه ده تر څو خپلو اهدافو ته ورسیږي که خلک د امریکا ناکامي په دي کي ګوري چي امنیت یی رانه وست او القاعده او طالبان یی د ختمیدو په ځای نور هم زیات شو خو دا د امریکا خپل پروګرام ده چي د طالبانو زیاتوالی او غښتل والي غواړي تر څو بریدونو ته دوام ورکړي او امریکا په افغانستان کي د اوږدي مودي پاتي کیدو زمینه برابره کړي البته که امریکا وغواړي نو په ضرب د یوي میاشتي کي په عراق او افغانستان کي امنیت راوستي شي خو امریکا به خپل اهداف له لاسه ورکړي دغه بریدونه ټول امریکا په خپلو کرایی شغالانو کوي
زه هم د انجينير صاحب نظر تائيدوم