تاند- یوه تازه نظرپوښتنه ښيي چې افغانان د خپل راتلونکي په باب زیات بې اطمینانه شوي او پر خپل حکومت یې باور لږ شوی دی.
په دې نظرپوښتنه کې، چې پایلې یې نن /چهارشنبه/ خپرې شوې، همداراز ویل شوي چې د امنیت، اداري فساد او د بې روزګارۍ د زیاتېدو په شان مسایلو په وړاندې د افغانانو بدبیني نوره هم زیاته شوې ده.
د ایشافونډېشن د سان فرانسیسکو په دې کالنۍ نظرپوښتنه کې له ټولو پوښتل شویو کسانو څخه په سلو کې ۶۵ اعشاریه ۹ ویلي چې د هیواد حالات یې خراب لوري ته روان دي، تېر کال په سلو کې ۵۷ اعشاریه ۵ ورته نظر څرګند کړی و.
یوازې په سلو کې ۲۹ اعشاریه ۳ پوښتل شویو افغانانو ویلي چې د هیواد چارې یې سم لور ته روانې دي. په ۲۰۱۵ م کال دا ډول باور ۳۶ اعشاریه ۷ پوښتل شویو ښودلی و.
نظرپوښتنه ښيي چې په ۲۰۱۶ م کال کې افغانان د اقتصادي وضعیت په اړه هم نهیلي شوي دي.
ایشیا فونډېشن په دې نظرپوښتنه کې له ۱۲ زره ۶۵۸ تنو نارینه او ښځینه افغانانو سره د اګست د ۳۱ او د اکتوبر د لومړۍ ترمنځ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې مرکې کړي دي.
د دې نظرپوښتنې پایلې نن په کابل کې اعلان شوې.