دا نارې سورې ډېرې وې چې ګوندې افغانان اوس د ولسواکۍ عملي پړاو ته ننوتل ؛خو لکه چې د عمل دا پړاو زیاتي له عمله وغورځېږي او آن د خلکو د کرکې تر حده ورسي، ځکه پر همدې شعارونو چې دا ځل به هر څه د قانون له مخې کېږي هغوی چې د رایې په ارزښت نه پوهېدل دې پړاو ته مو را سیخ کړل ؛خو بالآخره اوس د هغوی لپاره بې ځوابه یو!؟
د لومړي پړاو ټاکنې که څه هم د ډېرو قصبانو ترمنځ د غوا حلاله روانه ؛خو بیا هم په ښه شان غوا حلاله شوه، هغوی غوښنه برخه ېوړه چې د قصبابۍ چړې یې لا له وړاندې ښه تېرې کړې وې ؛خو داسې هم و، چې سره د حلالې پوهېدنې یې هم نا انصافي ونکړه او پر خپلې رسېدلې برخې یې قناعت کاوه. وېش ته په تمه ول ؛خو پوهېدل نه چې د دې غوا وېش هاغسې نه و، چې تمه یې لرله، دلته کیسه له انصافه وتلې وه.
په لومړي پړاو ټاکنو کې که څه هم ولس د ولسواکۍ د ېوه مهم اصل د پاللو لپاره یا د اسلامي اصولو له مخې د خپل مشر د ټاکلو لپاره له خپلو هغو تور سرو سره چې یا د ګور وي یا د کور د هغه ځای پر لورې لاړل چرته چې ویل کېده د ولس برخلیک ټاکل کېږي ؛خو د برخلیک دا ټاکل کېدل هېڅ افغان ته د سر او ګوتې د پرې کېدو له ګواښه خالي مساله نه وه.
د لومړي پړاو ټاکنو پایلې پرته له جنجاله او ناندریو ټولو غاړو ومنلې ؛خو بیا هم که ناندرۍ وې هم دومره نه وې چې د ملت رایې دې وکنځل شي او هغوی چې د ننګرهار په بټی کوټ، د هلمند په مارجې او د خوست په نا امنو ولسوالیو کې د سر په تلي کې کېښودو سره هم رایې وکارولې سپک ورته ونه کتل شول ؛خو دا ځل سم دم انسانان د پسونو په کتار کې وشمېرل شول، چې بالآخره اولس د پسونو له خطابه د ولسواکۍ پر مدعیانو پر دې نارو سور یې داسې بې باوره شول چې اوس ورته د ټاکنو تېره پروسه ېوازې له شرپسندۍ بل څه نه ښکاري، ځکه هغوی دا هر څه د خپل برخلیک لپاره کول نه د ملنډو.
منم چې د ولسمشرۍ ېوه ډله د ملت رایې پېژني ؛خو چوپتیا یې بیا دومره شکونه زېږوي چې اولس فکر کوي لکه چې رایې رښتیا هم د پسونو په څېر وې، هېڅ یې پوښتنه نشته، پسونه ؛خو بیا هم رمباړې وهي ؛خو د اولس سپېڅلې رایې چې ژبه ورو کارولي لا هم بې ژبې دي.
که رایې د پسونو وي ؛نو بیل ګیله نشته ؛خو چې ژوندیو انسانو کارولي، هغوی چې اوس ډیموکرایتک ارزښتونه پېژني، هغه چې د بېلابیلو مدني بنسټونو له لارې یې اولس ته دغه ارزښتونه ورپېژندل چرته دي چې د پایمل شوي ارزښت پوښتنه وکړي!!
که د ډیموکراسۍ مدعیان غواړي چې د شېنوارو په باندر کې جانی ماما د دوي پر دغه ارزښت باور پېدا کړي، هغه باور چې پخوا یې کاوه اوس یې ورته د بسوګۍ د واده نوم اېښی، بیا پېدا شي ؛نو پورته دې شي، هغه د پسونو شوقیانو ته دې وروښایي چې ټاکنې څه ؟
د ولسمشرۍ څوکۍ ځنې نوماندان په لومړي پړاو کې ګرمېدل چې خواران د پوهې له لوږې سره مخ دي ؛خو څه خبر و چې د ډاکټرۍ سره سره هم دا ځنې داسې دي لکه لوږي لویان چې هر څه تر کتو مخکې خوري، پاکه او ناپاک نه ګوري مګر وردانګي.
زموږ د ولسمشرۍ څوکۍ ېو مدعي داسې څه وایي، چې ممکن زمونږ د کلي تازه ګل هم پرې شرف ولري، هر څه له خېټې راوباسي، د سړو ماغزو څخه د کار اخېستنې په جوهر لکه چې لا خبر نه دی.
د ولس سپېڅلې ارادې ته سپک کتل، غره ته د ختو ګواښونه، د ولسواکۍ د مدعي لخوا وسله واکۍ ته د د ارزښتونو په پروسه کې د ماتې له کبله د ځوانانو هڅوونه د ولسمشرۍ د شان ېوه برخه ده که حماقت ؟
ېوه افغان ته په کوم بهرني هېواد کې دوه میاشتې وړاندې کوم بهرني ویلي ول، چې ستاسې د افغانانو ټاکنې څنګه شوې ؟
ځوان کیسه کوله چې ورته مې وویل، چې له خېره په ېوه اونۍ کې یې پایلې مالومېږي، تر دې خبرې دوه اونۍ وروسته یې ترې پوښتلي و، چې څوک ولسمشر شو ؟
بې چاره بیا سره ځوړند کړی، ورته یې ویلي و، چې ولا دویم پړاو ته لاړې او په ېوې نیمې میاشتې کې به ټاکنې کېږي او هم به یې پایلې مالومېږي.
تر ېوې نیمې میاشتې وروسته یې ترې پوښتنه کړې ؛خو افغان ځوان لا هم بې ځوابه و، بهرني ورته کړې وه : ( ستاسې د افغانانو ژوند پوره د اندېښنې وړ دی، افسوس پرې )
اصلآ موږ هغه بنسټونو هم وځپلو چې د قانونیت پر بنسټ یې خپلو نارو ته هوا ورکړې وه ؛خو له بده بخته چې زموږ ټاکنیز بنسټونه هم د ېوې ځانګړې ډلې له کبله تر فشار لاندې ده، زه یې نه ګرموم ځکه دا به منو چې موږ اوس د جهادیانو په نامه د ټوپکسالارانو له ولکې لا نه یو وتي.
هغه کمېسیونونه چې ورته مو قانوني بنسټونه ویل، نن د همغوي لخوا ناقانونه دي چې د قانونیت چغې یې داسې په خولې خېژي لکه دې هېواد کې یې لکه چې له دوی پرته بل څوک پېژني هم نه.
هغه بله ورځ راته زموږ د کلي ساده باده تازه ګل کاکا ویل، آلکه څنګه شو دا انتباخات ( انتخابات )، کله به اوس دا سړی باچا کېږي ؟
هغه چې بار بار یې له ما دا پوښتنه کړې وه، دا ځل د پایلو ترځنډېدو وروسته ترې همداسې سرټیټ تېر شو او ورته مې ورو وویل، ته پرېږده تازه ګل کاکا، مړه مونږ په څه یو او ته په څه یې؟!
تازه ګل کاکا ته بې ځوابه ېم، هغه ما هم هڅوولی و، چې باید رایه وکاروي ؛خو د هغه د رایې پایله څه شوه، همدا چې رایه یې د پسه ده او که پسه پسې ونه شمېرل شي ؛نو جانی کډه کوي او کلي ته اور اچوي.
زموږ د کلي مشران د مازیګر تر لمانځه وروسته ازادۍ راډیو ته غوږ وي، د ټاکنو خبرې وي چې نتایج به داسې وي او هاغسې ؛خو اوس تازه ګل کاکا د کلي د مشرانو په مخ کې ګستاخي کوي او د خبریال په هرو خبرو ملنډې وهي، بې چاره څه پوهېږي ملامتیا د چا ده؟
کله نا کله پکې دا هم لا ووایي، چې دا وړۍ نه شړۍ کېږي، هسې مو خپل ځانونه ستړي کړل.
د تازه ګل کاکا دې خبرو ته د کلي ېو نیم مشر هم سر خوځوي، بعضې ؛خو یې ډاډ ورکړي چې له خېر هر څه به وشي، مګر لږ صبر په کار دی ؛خو د تازه ګل کاکا او د کلي د نورو مشرانو په دې تشو ډاډګېرنو زیاتي باور ختم شوی، ېوازې کله ناکله پر خپلو رایو افسوس وکړي او نصوارو چونډۍ خولې ته کړي.
تر هغې چې زما د کلي د تازه ګل د رایې ارزښت ته په درنه ونه کتل، شي ستاسې په دې ارزښتونو نور هغه ځوانان هم د باور د ورکېدو په حال کې دي چې شعوري یې بولو، دې هېواد کې د ارزښتونو غوا لنګه ده ؛خو قدر یې خدایزه چې چرته ورک دی.
دا دی اوس دویم پړاو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان هم پرته له کوم قانوني عذر څخه وځنډید چې د اولس بې باوري او زړه تنګي ورسره لا ډېره شوه، که د ټاکنو کمېسیون دې لړۍ ته همداسې دوام ورکړي او همدا تاریخونه ورکوي ؛نو لرې نه ده چې ټول کلیوال به له تازه ګل کاکا سره ېو ځای شي او به د همدوي دلاسه په راتلونکي کې د دوی پر دې ولسواکۍ او ارزښتونو همداسې ملنډې وهي.
راځئ خپل ارزښتونو ته خپله ارزښت ورکړئ، قانون د قانون په څېر مخې ته ېوسۍ، که نه کېږي هم ملت ته یې په ډاګه کړئ، بیا به مسوولیت ستاسې له اوږ لرې وي.
تازه ګل او کلیوال دومره بې جوشه او بې پوښتنې نه دي چې خپل حق به ونه غواړي، هغوی تا ته سرتګې په لار دي، که توره له تاسو ونشوه ؛نو بیا خپل ارزښت خپله ورمالوم کړي.