ژباړه محمد اکبر حقمل
شاید د بشر د تاریخ ستر کشف یا موندنه ستاسو د ذهن پیاوړتیا د ژوند د ټولو برخو د ټاکلو او برابرولو لپاره وي. په خپل چاپیریال کې کومې منصوعي جوړنې او رغونې، چې وینئ دا ټول له رغونې څخه مخکې، د ستا په شان انسان لومړی په خپل ذهن کې یواځې یو آسانه او ساده فکر درلودلی دی. ستاسو په ژوند کې ټول څیزونه اول له یوه فکر، یوې هیلې او یا مو په ذهن کې له یوه خوب څخه پیلېږي. ستاسو فکرونه جوړوونکي دي. ستاسو اندونه ستاسو په ژوند او هر هغه څه، چې تاسو ته پېښېږي هغه ته جوړښت او شکل ورکوي. د ټولو دینونو، فلسفو، ارواپوهنې او بریالیتوب ګډ ټکی دادی، چې انسان د وخت په تېرېدو سره ټولو هغو څیزونو ته بدلون مومي د کومو په اړه، چې زیاتره وخت فکر کوي. ستاسو بهرنۍ هنداره د کورنۍ نړۍ د هرې ښودنې هنداره ده او دا هنداره، چې هر څه ویني هغه تاسو ته ښئي. هر هغه څه کوم، چې ستاسو له ذهن سره زیات وخت تېر کړي په پای کې همغه څه ستاسو ژوند ته لاره پیدا کوي. زرګونه بریالي کسان په دې مورد(هغه څه، چې زیاتره وخت یې ذهن پرې بوخت وو) پوښتنو په ځواب کې وایي: ډېری وخت مو خپل ذهنونه په خپلو غوښتنو او په دې، چې څه ډول خپلو غوښتنو او هیلو ته ورسېږو بوخت کړي دي. کوم کسان، چې نابریالي او زړونه یې مړه دي، ډېری وخت یې یواځې په ویرېدلو او د هغه څه په اړه خبرو کولو تېر کړی، چې د زړه له غوښتنو څخه یې نه دي. هغوی تل د ستونزو، د ځان د تېروتنو او د هغه کس په اړه کوم، چې ټولې تېرونې دده پر غاړه اچوي خبرې کوي. اما بریالي کسان خپل فکرونه او خپلې خبرې یواځې د خپلو موخو په اړه کوي. ژوند پرته له ټاکلو موخو په لوګي کې موټرواني کول دي. په داسې حال کې که ستاسو موټر هرڅومره انرژي لرونکی وي، د موټر ماډل مو هم نوی وي او واټ یا سړک هم ښه صاف وي بیا هم تاسو نه شئ کولای چې خپل تګ مو ګړندی کړئ او تاسو به ډېر په احتیاط موټرواني وکړئ. کله، چې تاسو خپلې موخې ونیسئ نو دا لوګی به مو له مخې والوزي ترڅو تاسو ته د لیدلو یوه روښانه انرژي درکړي او خپلې وړتیاوې په کار واچوئ. ټاکلې او روښانه موخې ستاسو ژوند ته ګړندیتوب ورکوي او له تاسو سره مرسته کوي ترڅو په ګړندیتوب سره خپلو شمو غوښتنو ته د رسېدو لپاره لاره وګرځئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *