ژباړه محمداکبر حقمل
تاسو د هغو حیرانوونکو ذهني پیاوړتیاوو خاوندان یاست له کومو څخه، چې په بشپړه ګټه اخیستنه کې پاتې راځئ یعنې له ټولو څخه یې ګټه اخیستل د وړتیا وتلې خبره ده. کله، چې د همدې ذهني پیاوړتیاوو لپاره غوره او سرنوشت ټاکونکې موخې جوړې کړئ نو بیا د لږ کارونو په ترسره کولو سره کولای شئ هغو ته ځان ورسوئ. د موخو جوړول تاسو ته دا امکانات برابروي ترڅو تاسو په چټکتیا سره له هر چا وړاندې له خپل فکري ځواک څخه ګټه واخلئ او خپلو موخو، بریالیتوبونو او پرمختګونو ته ځان ورسېږئ. ستاسو ځیرک ذهن «مرکزي دفتر» ستاسو ژوند دی. تاسو باید د هرې ورځې خپل کار او کړنې په پام کې ونیسئ یعنې داسې یې په پام کې ونیسئ، چې د یوې ورځې کار مو د بلې ورځې له کار سره پرتله کړئ او پرتلې ته په کتو سره یې په اړه نوې پرېکړې وکړئ یعنې که چېرې مو کار کم وي باید ډېر یې کړئ او که چېرې مو د کار پایله ډېره بریالۍ نه وي باید په هغه ډول یې ترسره کړئ، چې د بریا څانګه مو درنده شي او که چېرې مو کار نورمال وي او د کار پایله مو هم مثبته او غوره وي، نو باید په همدې ډول باندې ورته غزونه ورکړئ او یا یې تر دې لا هم ښه یا غوره ترسره کړئ. ستاسو ذهن ډېر ځیرک دی او خورا پیاوړتاوې لري. تاسو له خپل ذهن څخه په ګټه اخیستو سره کولای شئ خپلې راتلونکې روښانه کړئ او خپلو ډېرو لوړو او لویو موخو ته ځان ورسوئ. ځکه ویل کېږي، چې د ټولو ۹۰ سلنه ذهن همداسې بشپړ او ناسپړلی پاتې کېږي ټولو بریاليو کسانو له خپلو ذهنونو څخه له ۱۰ سلنه ګټې اخیستنې څخه ډېره ګټه نه ده اخیستې. زموږ او ستاسو ټول پیاوړي ذهنونه همداسې ناسپړلی پاتې کېږي. هر چا، چې له خپل ذهن څخه ډېره ګټه واخیسته همغه به پیاوړی او بریالی وي. هغه کسان کوم، چې غواړي خپلو تر ټولو لوړو موخو ته ځان ورسوي اړ دي، چې له خپلو پیاوړو ذهنونو څخه بشپړه ګټه واخلي.