ژباړه محمداکبر حقمل د هاروارد پوهنتون استاد او د څوګونو نظریو بنسټګر(هاوارد ګاردنر) په وینا تاسو لږ تر لږه په لسو زمینو یا وختونو کې په هغه کچه هوښ او استعداد درلودلای شئ، چې له هغو څخه په هر یوه کې درڅخه نابغه جوړېدلای شي. له بده مرغه په تحصیلي دورو کې مو د سنجش په اړه یواځې له دوو استعدادونو څخه ګټه اخیستل کېږي، چې هغه شفاهي علوم او ریاضیات دي اما هر څوک کولای شي ترڅو په بېلا بېلو برخو کې په یوه مهال یا وړاندې وروسته ډول ډول علوم ترلاسه کړي لکه: د ورزشي، حرفه يي، موسیقي، سوداګریز او همدارنګه نور بېلابېل علوم ترلاسه کړي او په کې نابغه شي. په همغه ډول لکه څه رنګه، چې د مدرسې د تابلو پر مخ لیکل شوي، چې «خدای ج هېڅ شی بېهوده یا بې مطلبه نه دي پیدا کړي» هر څوک په ځانګړو برخو کې د پرمختګ او بریا وړتیاوې لري. تاسو همدا اوس په خپلو ځانونو کې یوې نابغې ته د استعداد بدلون وړتیا په یوه یا څو ډول ډول زمینو یا چانسونو کې لرئ او کولای شئ خپل استعداد مو په یوه لویه نابغه بدل کړئ اما ستاسو مسئولیت یواځې دادی، چې تاسو دا فرصتونه یا زمینې او استعدادونه په هڅو سره ومومئ. تاسو همدا اوس د خپلې دندې په شتون کې کولای شئ، چې ټول خپل هغه باورنه، چې تاسو د محدودیت په کړیو کې بندوي او پرمختګ ته مو نه پرېږدي له خپل ځان څخه لرې کړئ او داسې باورونه خپل کړئ ترڅو تاسو دا ډاډ ولرئ، چې د یوه پوره، غوره او فوق العاده انسان استعدادونه او وړتیاوې لرئ. هر کله، چې دا کار وکړئ او په پوره باور سره د خپلې راتلونکې جوړولو غوره پلان جوړ کړئ او کار ورته پیل کړئ نو له تاسو څخه به حتمي یو نابغه او بریالی انسان جوړېږي. تاسو د بریا او غوره توب لپاره پیدا یاست. تاسو داسې استعدادونه او وړتیاوې لرئ، چې تر اوسه هېڅ ندي سپړل شوې او همداسې بشپړې پاتې دي. تاسو همدا اوس دومره وړتیا لرئ، چې ترې په ګټې اخیستې سره کولای شئ د کار کولو په وخت کې خپله هره موخه مو، چې د خپل ځان لپاره ټاکلې ده ورته ورسېږئ او ځان مو بریا ته ورسوئ. ستاسو بریا ته رسوونکی یواځې ستاسو باور او عمل دی. باور مو جوړ کړئ او کار وکړئ ترڅو بریالي شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *