ذبیح الله شینواری –
په ژوند کې تر ټولو لومړی د ځان پیژندل انسان ته خورا مهم دي؛ ځکه که ځان ونه پیژنې نو خپل خالق هم نه شي پیژندلی او د ښو او بدو تر منځ تفکیک هم نه شۍ کولی.
کله چې یو انسان په پوره معنا خپل ځان وپیژنې او هغه مسولیتونه چې دی یې د الله (ج) خپلې ټولنې او هیواد پر وړاندې لري په سمه توګه تر سره کړي، هیڅ وخت به په ژوند کې له ناکامۍ سره مخ نه شي.
انسان په دنیا کې اشرف المخلوقات پیدا شوی، خالق تعالی ورته عقل او شعور ورکړی؛ نو له همدې وجې لومړیتوب باید د خالق تعالي اوامرو پر ځای کولو ته ورکړي څو ترې راضي واوسي.
بله مهمه مسله چې یو انسان د پرمختګ تر پوړیو رسولی شي، هغه تصمیم او اراده ده.
د افغانستان پخواني جمهور رییس سردار محمد داوود خان له ویناوو څخه ده چې ویلي دي:
“تصمیم د بري لومړی شرط دی.”
که چیرې یو کس په ورځني ژوند کې تصمیم او اراده ونه لرې، او د خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره زیار ونه وباسي، هغه ارمانونه چې دی یې په ژوند کې تر لاسه کول غواړي ورته نه شي رسیدلی.
انسان باید ټولنیز واوسي، د ټولنې له ټولو وګړو سره ښې اړیکې ولري او له داسې خلکو سره ناسته ولاړه وکړي چې بد عمله نه وي.
د ملګرو په ټاکنه کې باید زیات غور وشي؛ ځکه که له بدو کسانو سره مو ملګرتیا وپاله نو ټول ژوند به مو له کړاوونو ډک وي.
په ننۍ عصري زمانه کې له شته اسانتیاوو سره باید یو انسان تر ډیره کوښښ وکړي؛ څو نوښتونه رامنځته کړي او د دې چارې تر سره کولو په موخه باید پراخه مطالعه، انټرنیټ کارونه او بیلابیلې نورې لارې تعقیب کړي.
کله چې په ټوله معنا یوه شخص خپل ځان وپیژانده او ورسپارل شوي مسولیتونه په سمه توګه تر سره کړي، په دې توانیږي چې ټولنې ته یې هم خیر ورسیږي.
هغه ډول کسان چې په ژوند کې یې هڅه کړې او ځان یې یوه موقف ته رسولی، د ټولنې وګړي هم پرې ویاړي او ګټو یې هم خلکو ته رسیږي.
د مثال په توګه: که یو شخص زده کړې حاصلوي او طب یا بل مسلک وایي، نه یوازې دا چې کورنۍ یې هوسا وي بلکې ټولنې ته یې هم زیاته فایده رسیږي.
برعکس که یو ځوان نشه یې یا بل بدکاره انسان لویږي، نه یوازې دا چې خپل ژوند له تباهۍ سره مخ کوي بلکې پر کورنۍ او ټولنې هم بار وي.
د ټولنې پر وړاندې هر وګړي ته پکار ده چې ځان مسوول وګڼي او د پرمختګ لپاره یې هر اړخیزې هڅې وکړي.
په دریم قدم کې له هیواد سره مینه او د پرمختګ لپاره یې هڅې ډیرې مهمې دي.
په هغه هیواد کې چې مونږ خاپوړې کړي، کوچنې په کې رالوی شوي یو، خوراک او څښاک مو ترې کړې، پاکه هوا مو یې تنفس کړې، زده کړې مو په کې تر لاسه کړي، د یوه ریښتیني بچي په اساس یې باید حقوق پر ځای کړو.
زمونږ ګران هیواد افغانستان چې شاوخوا پنځه زره کلن تاریځ لری، د ویاړلي تاریخ درلودونکی دی.
د پنځه زره کلونو په اوږدو کې افغانستان د سیمې او نړۍ هیوادونو تر منځ د جګړې د ډګر په توګه پاتې شوی.
د نړۍ ستر طاقتونو تل د خپلو شومو اغراضو تر لاسه کولو په موخه زمونږ په هیواد کې جګړه توده ساتلې ده.
عوامل یې د افغانانو بي سوادي، بي اتفاقي او خپلو ملي ګټو ته نه ژمنیتا ښودل شوي.
جاپان په ۱۹۱۹ م کال له افغانستان سره په یوه ورځ خپلواکي تر لاسه کړي؛ خو هغوي د ملي احساس له مخې د خپل هیواد د جوړونې لپاره په ټینګ هوډ کار وکړ چې په پایله کې یې نن جاپان د نړۍ په پر مختللو هیوادونو کې راځي.
د افغانانو تر منځ د یووالي نه شتون له امله مو په هیواد کې لا هم جګړه روانه ده، بې ګناه افغانان په بیلابیلو نومونو وژل کیږي، پوهنیز بهیر ټکنی دی، چې له همدې امله لا هم د نړۍ له پرمختګ څخه شاته پاتې یو.
که چیرې اوس هم خپل ځان وپیژنو، د ټوپک فرهنګ پر ځای د قلم فرهنګ مروج کړو، انفرادي ګټې پر ملي هغو غوره ونه ګڼو او د هیواد پالنې حس په ځانونو کې راژوندی لا هم ناوخته نه دی.
د ګران هیواد افغانستان د هوساینې او پرمختګ لپاره باید کار وکړو او پردیو ته دا اجازه ورنه کړو چې په هیواد کې ورانۍ رامنځته کړي.