تامندوا
Tamandua
تامندوا په دواړو ځمکه او ونو کې ژوند کوونکی ده. دوه ډولونه لري او په کچه کې یو بل ته ورته دي. د بدن اوږدوالی ېې تر ۱۲۰ سانتي متره پورې رسیږي. لکۍ ېې تقریبا بې وېښتو ده او په ونه کې د ختلو لپاره ېې کاروي. قهوې ته ورته زېړ او تور لري. له غټ مېږي خور څخه ېې اوربوز او وېښتنه لنډ وي.
 
د برازیل په توپي ژبه (Tupí language) کې ېې د نوم معنی د میږي نیونکی ده. هغه میږیان نخوري چې خوله لګوي او یا خوله لګول ېې ژوبلول کوي. د میږیانو ډولونه پیژني چې د ځینې له خوړلو ېې ډډه کوي. په ۱۸۵ جیربه ځمکه کې یو تامندوا ژوند کوي. د مکسیکو له ختیځ نیولې تر شمال لوېدیځې امریکا پورې پیدا کیږي.
ډلبندي
غټ میږي خور او تامندوا د میرمیکوفاګیدای کورنۍ (family Myrmecophagidae) جوړوي دکورنۍ د نوم مانا یې په لاتیني ژبه کې (مېږی خوړل) ده. ورېښمین مېږی خور په خپله کورنۍ سیکلوپېدیدای (family Cyclopedidae) کې ډلبندي شوی. دواړه کورنۍ د مېږي خورو وېرمیلینګوا فرعي ډله (suborder Vermilingua) جوړوي. وېرمیلینګوا په لاتیني کې د چونجي ژبې لرونکي ته وایي او د ټولو مېږي خورو ژبې نرۍ اوږدې چونجي ته ورته دي. ټول مېږي خواره او سلوت (sloth) د زېنارتران ( Xenarthra) په پیلوسا ډله (order Pilosa) کې ډلبندي شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *