تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: ولسمشر غني د دویم ځل ولسمشر انتخابېدو د لوړې له مراسمو ته په وینا کې یو وار بیا ژمنه وکړه چې د هیواد د هیڅ ګوټ خلک به له دولته دباندې ځان حساب نه کړي.
ولسمشر زیاته کړه، سبا به د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو یو فرمان صادر کړي چې په مقابل کې به یې طالبان د پام وړ اورکم پیلوي.
ولسمشر ټینګار وکړ چې د زور، واک غوښتلو، معاملو او ملوک الطوایفۍ وخت پای ته رسېدلی دی او د جمهوریت د پایښت لپاره به هر ډول قرباني وکړي.
ولسمشر وايي، لوړه یې کړې چې جمهوریت به ساتي او ټول لوري به په راتلونکو دوه اوونیو کې په خپله کابینه کې راټول کړي: (( ټولې وعدې مې چې په کمپاین کې کړې وې، تطبیقوم، افغانستان پیاوړي دولت ته اړتیا لري او زما له همکارانو سره به همدغسې یو پياوړی نظام په میراث پریږدم.))
ښاغلي غني زیاته کړه د څلویښت کلنې جګړې پایته رسول یې مسوولیت دی او یوه باعزته سوله به په ټول هیواد حاکمېږي: (( د افغانستان ښځو ته ډاډ ورکوم چې د دوی حقونه به ساتم، نور به افغانان له خپلې خاورې بې وطنه پرېنږدم، افغانستان به بیا راڅخه بې ګلانو او خالي باغ نه شي، بې وطني به نوره تکرار نه شي.))
محمد اشرف غني له لویدیځ سره د افغانستان د اړیکو په ژورتیا ټینګار وکړ او د خلیلزاد د سولې د پروګرام ملاتړ یې وکړ: (( زموږ د سولې په پروګرام کې به هیڅ کتله تجرید نه شي، د بندیانو په اړه به سبا یو فرمان صادر کړم.))
ولسمشر زیاته کړه، طالب بندیان به خوشې کړي، خو په تاوتریخوالي کې به د پام وړ کموالی راشي او تر سبا ورځې پورې به د سولې مذاکراتي پلاوی وټاکي چې ټول لوري به په کې برخه ولري.
د مراسمو ټول بهیر په لاندې ودیدیو کې لیدلی او اورېدلی شئ: