تاند: د اریانا افغان ترک لېسې یو زده کوونکي زکریا شینواري د امریکا په دوه معتبرو پوهنتونو کې د نابغه ماشومانو په نړیوال المپیاد کې یو د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او یو د ژېړو (برونزو) مډالونه وګټل.
زکریا شینواری، چې د نړۍ د ۷۹ هېوادونو او د امریکا د ۴۳ ایالتونو د ۱۴۰۰ زده کوونکو ترمنځ په سیالیو کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی، تاند ته د ټلیفون په لیکه وویل، دغه سیالۍ یې د نیویارک په اوسویګو او هارورډ پوهنتونو کې کړې دي.
زکریا زیاته کړه، لومړۍ سیالي یې د اوسویګو پوهنتون کې وه او ده ورته د اوبو د کیفیت معلومولو سینسر نندارې ته وړاندې کړ: (( په دې سیالۍ کې راته حکمانو وویل، دا ډېر ښه ماشین دی خو په بېوزله هېوادونو کې به یې څوک وانه خیستلی شي او زیات قیمتي دی.))
زکریا زیاته کړه، وروستۍ څلور سیالي یې په هارورډ پوهنتون کې د ګلوبل راونډ نابغه زده کوونکو په نړیوال المپیاد کې وې چې هلته یې یو د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه: (( دې سیالیو کې د انټلیکچول چلنجز یعني د استعدادونو ننګونه کېدله، ما دغو سیالیو کې د افغانستان لپاره داسې څه وړاندې کړل چې د دغو مډالونو مستحق وګرځېدم.))
نوموړی وايي، دې سیالیو ته یې انلاین اپلای کړی و او ګڼې تجربې یې هېواد ته راوړې.
زکریا شینواري په ۲۰۱۷ کال کې له بلغاریا څخه د ریاضي برخه کې د سپینو زرو او په هند کې یې په ۲۰۱۸ کال د ۱۳ هېوادونو د زده کوونکو ترمنځ د سیالیو د سرو زرو مډال ګټلی و.