د یو شمېر لیکوالو په نوښت د ماشومانو او کورنیو لپاره تاند د پل په نوم ځانګړې ویبپاڼه خپره کړه.
په دې (http://pal.taand.com) ویبپاڼه کې د ماشومانو لپاره کیسې، شعرونه، د کورنیو لپاره د ماشوم د روزنې په اړه لیکنې او نور مطالب خپرېږي. ګوندي پل ویبپاڼه د ماشوم د روزنې په برخه کې له کورنیو سره مرسته وکړي.
تاند هیله لري چې لیکوال به هم د ماشومانو لپاره ځانګړې لیکنې او دغه راز د ماشوم د روزنې اړوند موضوعات په خپله دې ویبپاڼه کې خپاره کړي.
دا یو ډېر ښه او پر ځای ابتکاري عمل دی، چي خپله ماشومانو، والدینو او استادانو ته فرصت ورکوي چي څنګه او په کوم شکل د ماشوم پالنه وکي او څه ډول مصروفتیونه که ذهني دي او یا فزیکي دي ورته مهیا کړي.