ډېر وخت مې څو کرښې وليکلې، ډېر څه به مې ذهن ته راغلل، بیا به راسره فکر پيدا شو چې څنګه به يې تر تاند پورې ورسوم؟
کله، کله به مې سيد شا سقيم ته يو څه واستول هغه به تاند کې راته خپاره کړل.
له ډېر وخت وروسته مې د تاند ايمېل ادرس پيدا کړ او خپلې ليکنې به مې ورته استولې.
وخت ناوخته به يوه ليکنه خپره شوه، خو ډېرې به خپرې نه شوې، کله نا کله به مې ليکنه چې څنګه ولېږله هماغه مهال به خپره شوه.
ماته فکر پيدا شو، چې زما په مخکينۍ ليکنه کې د خپرولو لپاره څه نه و، نو له همدې امله مې هڅه کوله، چې د ځينو نورو ليکوالو ليکنې وګورم او له هغوی نه څه زده کړم.
ما د تاند ډېرې ليکنې په ډېر غور سره کتلې، په تېره بيا د غضنفر صيب، اجمل پسرلي صيب او ځينو نورو ليکوالو تحقيقي ليکنې.
له تاند سره مې لېوالتيا لا زياته شوه، ځکه ګټور موضوعات خپروي، تر څو زما په څېر ډېر لوستونکي ترې يو څه زده کړي.
تاند زما په ژوند کې يو نوی ښوونځی دی، ځکه ډېر څه م، چې د خپلو لوړو زدکړو پرمهال نه وو لوستي، په تاند کې د غضنفر صيب او ځينو نورو ليکوالو په ليکنو کې ولوستل.
تقریبا له نن څخه شپږ کاله وړاندې مې غضنفر صيب! ته زنګ وواهه، که د ناور مجلې لپاره يوه ليکنه راکړي، نو ښاغلي غضنفر په ډېره مهربانه لهجه راته وويل له تاند نه يې درواخلئ، هغه تاسو ته نوي دي، رښتيا هم موږ ته د غضنفر صيب ډېرې ليکنې نوې دي.
له هماغه مهاله په تاند کې تر ډېره د ادب په برخه کې ليکنې لولم او ډېری وخت يې د خپل ماخذ په توګه راوړم. تاند ويب سايټ ځکه ماته يو ښوونځي و چې زه يې تر ډېره د خپلو ليکنو خاميو ته متوجې کولم، هغه ليکنه چې ما به يې د خپرولو ډېر چانس ليد، نه خپرېدله کله چې اوس هغه ليکنې لولم، نو په خپله ليکنه او خاميو يې پوهېږم.
هر وخت هڅه کوم چې يو څه وليکم او تاند ته يې ولېږم، خو تاند ډېری مهال د مطالبو له پلوه غني ويب سايټ دی، خپله ټوله مينه ورسره لرم.
تر ډېره بیا د لر او بر د کلتوري فعاليتونو د خپراوې ښه مرجع ده، د هرې سيمې فرهنګي خوځښتونه او فرهنګي خبرونه پکې لولو.
تاند زما د مطالعې په برخه کې ځانګړی بدلون راووست، همدارنګه له ډېرو داسې ليکوالانو او قلموالو سره مې وپېژندل، چې ليکنې یې په سیمه او هيواد کې انقلاب راوستلی شي.
د تاند ټول همکاران دې تاند اوسی، الله دې دوی ته نور هم د خپلو خلکو د ويښولو او په ټولنه کې د پرتو بدمرغيو د له منځه وړلو وس ورکړي.
مننه له تا او مننه تاند څخه ژوند ژوند