نجلۍ یې لاسونه نیولي و. هلک یې سترګو ته کتل په اننګي پرته پیڅکه یې ورپورته کړه. د غوږ تر شا یې ورواړوله. خوله یې چپ غوږ ته ورنژدې کړه. ورو یې وویل:

  • درسره مینه لرم

نجلۍ درڅې ته وکتل. سترګې یې د لمر زرینو وړانګو ته وځلیدې. ټیټې یې کړې. نرۍ موسکا یې وکړه. اننګي یې سره شول. د زړه درزا یې ډیریده. پّ رپیدلو شونډو یې وویل:

  • کاش نه وای دا مینه به مې تباه کړي واده لري م خو یې پردیو ته ورکوو هم نه.

د کدانې دروازه په ګړز خلاصه شوه. پلار یې په لور چیغه کړه:

  • هې هې دغې ورځې ته مې زیږولې وې

نجلۍ وترهیده. هلک د تیښتې لار لټوله. پلار یې لور تر لتو لاندې کړه. پړمخې پریوته. په خوله کې یې وچ واښه ننوتل. هلک په همدې ګډوډۍ کې وتلی و.

تیاره وه. د نجلۍ په تشو درد و. د کوټې په کونج کې غځیدلې وه. په بړستن کې یې ځان نغښتی و. مورې یې سرته کیناستله. تور چای یې ورته راوړی و. په نجلۍ یې غږ وکړ. راپورته شوه. د مور غیږ کې یې ځان وغورځاوه. په چیغو یې وژړل. مور یې غریو نیولې وویل:

  • پلار دې د اوړکي شمیره غواړي

******

په سترګو کې یې مینه ډیره وه. نن یې ډاډه د کوټې ورته ته کتل. کوچنۍ هینداره کې یې مخ لید. ښایسته ورښکاره شو. د اننګو سرخي یې ډیره وه. د شونډو سور رنګ یې تازه و. خو سترګو کې یې بیا سلایي تیره کړه. ساه یې واخیسته. د لونګو ځونډی یې پوزې ته نژدې کړ له بوی یې خوند واخیست.

سړی راننوت. لاسي څراغ یې مړ کړ. نجلۍ راټوله شوه. څنګ ته یې ورکیناست. نجلۍ په لړزیدلي غږ وویل:

  • ناوخته دې کړ
  • له هغې بلې مې ځان خلاص کړ

نجلۍ غلې وه. هلک برګ برګ ورته کتل:

  • موبایل دې چیرې؟

نجلۍ لاس د کمیس غاړه کې ننویست. موبایل یې راوایست. لاسونه یې تریدل. هلک ته یې ونیو. هلک سیم کارت ترې ویوست. موبایل یې جیب ته کړ.

نجلۍ ورته وویل:

  • ولې دې مات کړ؟
  • ډمې زړه دې دی بیا راډیوګاو ته زنګ ووهې یا کوم انډیوال وساتې هیسې راباندې تاوان شوې ستا غوندې نجونه څوک څه په بلا وهي. خدای خبر له ما پرته له نورو څومرو سره جوړه وې

هلک تخت کې وغځیده. نجلۍ څراغ مړ کړ. شونډې یې رپیدې. چوپتیا شوه. خو د باران غږ ورو ورو اوریدل کیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *