د ژور نالېزم او ادب يو لنډ توپير داسې دی چې په ژورنالېزم کې ريښتيا او حقيقت آساس دی خو! په ادبياتو کې کولی شې خيالي ،تخيلي ،رومانټکي …او غير جسمي شيان هم انځور کړې .
ژورنالېز ديوې پېښې په باب هغه معلومات لوستونکو ،ليدونکو او يا اورېدونکو ته ورکوي کوم چې پېښ شوی وي ژورنالېست دا حق نلري چې ديوې واقعې غلت او بدل انځور وړاندې کړي ، د يوه ښه ژونالېست يو ځانګړنه همدا ده چې بې طرفه او ريښتنی وي . ادب بياداسې ندي هغه پدا سې پېښو هم د ليکلو اجازه ورکوي چې کال يا څو کاله وړاندې تېرشوي وي او يايې د پېښدو امکان موجود وي ، ادب او ليکوال دا د ځان حق بولي چې د يوې پېښې يوازې په هغه برخه ليکل وکړي چې تر ټولو مهمه ،جالبه او احساس پارونکې وي، يا لږ تر لږ داسې نقطه وي چې دلوستونکو د سليقې او ذوق له غوښتنو سره همغږي ولري ،مګر ژورنالېزم دا ځانګړنه هم نلري .
ادب او ژورنالېزم که څه هم دواړه د يوې ټولنې د سمون ،پرمختګ ، پياوړتيا او آبادۍ لپاره هڅه کوي خو ! په خپل منځ کې بلا ډېر توپيرنه هم لري ، دلته زه له ژور نالېزم او ژورنالېستا لږ ګيلې لرم ستاسې مخې ته يې ږدم او تاسې پرې فيصله وکړی .
په افغانستان کې چې کله آساسي قانون جوړ شو ولس ته د بيان د آزادۍ حق ورکړ شو د دې قانون څلور دېرشمه ماده دبيان د آزادۍ په اړه ده (( هر افغان حق لري چې خپل افکار د بيان ،ليک او انځور په واسطه په دې قانون کې د راغلو قوانينو په پام کې نيولوسره ښکاره کړي …)) . لدې ټولو سره سره اوس دلته ژورنالېژم خيالي دی ،غير حقيقي دی، سانسور دی ،د بې طرفۍ او عدل معيار پکې نشته ، ولسي ندی خو فرمايشي دی . تور ته سپين او سپين ته تور وايي ، تر کيفيت يې کميت مهم دی ، د مادياتو لپاره معنويات وژني ، د دولت او ملت تر منځ داړيکو شکونکی دی ، د غير مسلکي کسانو په لاس کې دی …. که يې را لنډه کړو نننی ژورنالېزم د داسې خلکو په لاس کې لوېدلی چې هغو ته تر ملي ګټو شخصي ګټي مهمې دي ، که يو ژورنالېست ريښتنی هم وي محيط او زمانه داسې ده چې مجبوره کيږ ي د نور وړانديزونه ومني او هغه څه وليکي کوم چې د لوړ پوړو خوښه وي . که اوسنۍ رسنۍ درې ډوله شخصي، دولتي او ملي وبولو هره يوه په خپلوار له ستونزو او تعصوبونو ډکه ده . شخصي رسنيو يو لوی فرهنګي يرغل شروع کړی څوک له ايرانه اکمالېږي او څوک له نور و هېوادونو چې د هغوی په اشاره دلته په افغان ولس هر ډوله هجوم وروړي . يو ځای کې مې وليدل چې په افغانستان کې په هرو دېيو رسنيو کې دوې له ايرانه سپوټ کيږي او د ايران پالېسي پالي ، يوه بېلګه يې دا کېدای شي چې څه موده وړاندې يوې تلويزيوني شبکې اعلان کړی وو چې داسې ژور نالېستان يې پکار دي چې په ايرانۍ فارسي نطاقي و کړای شي .
بل يې دولتي دي په دولت کې لکه هر څوک چې پوهيږي بې شمېره تشې او خاليګاوې موجودې دي ،څوک چې خاين نه وي هغه کولی هم نشي چې په يوه دولتي اداره کې دنده مخ ته يوسي ، که له هغه چا سره چې هغه د يوې ادارې مشروي همغږي ونلرې نوبيا ددې تمه مه لره چې ته په دنده کې د يوه اوږده مهال لپاره پاتې شې که يې رسنۍ دي او که يې نور ، له کار څخه پکې بېکاري ډېره ده .
بل ملي رسنۍ دي چې د دولت او ملت ترمنځ بايد دوي يوالی ، باور، همغږي او سالمې اړيکې رامنځ ته کړي او هغه کارونه وکړي چې ملت يې اړتيا لري ، خو دلته هم خبره دژبې ،قوم او سمت ده، ښه پکې د هغه چا ده چې واک واله يې د دوی سړی وي . پدې رسنيو تر هر څه د کمپاين معامله ګرمه ده او هغه هم پداسې ډول چې ته به وايي بلکل حق وايي خو کله يې چې آساسې اهدافو ته وګورې هک پک شې لاره چار در باندې ورکه کړي . که د داډول رمزونو د پيدا کولو هڅه وکړې بيا لکه د (رد پاي فرعون ) ليکوال رزاق مامون غوندې بر خليک په تمه اوسه . زه وايم چې دا وطن آبادۍ ، مينې، پوهې ،ريښتينولۍ ،سولې و امنيت او يوالي ته سخته اړتيا لري ،که موږ د وطن دوستۍ حس ولرو دا حس فعال وي مړ نه وي نو اړيو چې خپله دنده په صادقانه توګه مخ ته يوسو ، زموږ د پوهنتون يوه استاد به ويل چې دا وطن ترپوهې ډېره اړتيا مينې ته لري .
ده ښه ويل موږ همدا اوس ډېر پوهان لرو چې لوړې زدکړې ماسټرۍ او دکتوراوې لري خو وطن دوسته ندي نو پر ځای ددې چې جوړ يې کړي ورانوي يې . هندوان چې د دريځ پرمخ ګړيږي ړومبۍ شروع په (جی هند) کوي د خپل هندوستان سره دومره مينه لري چې افغانان يې نوييمې سلنې ته هم نه ور رسيږي . لدې ټول ګړ بړ نه موخه داده چې څو ورځې وړاندې مې په يوه لاريون يو خبر وليکه که څه هم ماډېر هغه شعارونه ياد نکړل چې لار يون کوونکو ويل خو يوازې له يوه لنډ نه مې يې يادونه وکړه . خبر خو په ملي رسنۍ کې خپور هم نشو خو ورسته يوه دوسوه انتقادونه را باندې داوشول چې تاولې رښتياليکلي لاريون کوونکي به هر څه وايي ، نو ته يې ولې ليکې ، ته بايد هغه څه وليکې کوم چې د ملي رسنۍ پالېسي ده ، ماورته وويل چې که ملي وي خو د ملت خبرې مې ليکلې او که بياڅه ستونزه پکې وينې هم ترې خلاص يې ځکه خبر ماليکلی او ماويلی هم دی ، زه نه غواړم د ريښتيا پر ځای د روغو ته ترجع ورکړم . ۱۳۹۲ د غبرګولي ۳۰