راپور: اکرام الله اکرام
ختیځ ادبي بهیر دا اونۍ د زلمي شاعر شاه نواز باقر کوربه و
د روان ۱۳۹۴ لمریز کال د حمل په اته ویشتمه نیټه، سهار نږدې لس بجې لسګونه فرهنګیانو د ختیځ ادبي بهیر په ۱۴۵ اونیزه ناسته کې چې د ننګرهار میدیو تیک په انګړ کې ترسره شوه برخه واخیسته.
د غونډې مشر زلمی شاعر شاه نواز باقر، میلمه د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې محصل شبیر احمد سباوون او د کوربه په توګه ورسره شاعر او لیکوال محمد داود عرب زي ملتیا کوله.
د ویاندۍ چارې د حضرت یوسف یوسفزي پرغاړه وې او دریځ ته د تلاوت لپاره دیدار ساپی وبلل شو، له تلاوت وروسته اکرام الله اکرام ته بلنه ورکړل شوه تر څو د تېرې اونې د ناستې ګزارش ګډون والو ته وړاندې کړي، په ګزارش کې د تېرې اونۍ د ادبي درس په اړه چې د استاد محمد ابراهیم همکار له خوا د وزن پوهنې په اړه وړاندې شوی وو بشپړې خبرې شوې وې، له ګزارش لوستو وروسته ګډون والو ته په ګزارش د خبرو کولو موقع ورکړل شوه.
د خبرو نوبت باز محمد عابد ونیو او وې ویل :(( له نني ګزارشه مې هغه څه زده کړل چې له استاد همکار څخه مې دلته مخامخ نه و زده کړې،اکرام د استاد همکار پاشلې خبرې په ډیر ښه اندازه سره رایو ځای کړې وې او موږ او تاسې ته راواورولې))
ښاغلي عابد خبره پسې وغځوله او وې ویل چې که ګزارشګر دغه ډول شل نور ګزارشونه ولیکي او کتابي بڼه ورکړي نو ښه بازار به ولري.
عابد وړاندیز وکړ که په راتلونکو ګزارشونو کې دناستې د ټولو ګډون والو نومونه ولیکل شي ښه خبره ده خو عماد الدین دوران د ښاغلي عابد لدغه نظر سره مخالفت وښود او وې ویل :(( زما نظر پدې برخه کې دادی چې باید د هغه خلکو نومونه په ګزارش کې ولیکل چې لږ ترلږه شعر يې ویلی وي او یا هم د نقد په برخه کې يې خپل نظر څرګند کړی وي))
خو انجینر ستانه میر زهیر بیا د باز محمد عابد دا نظر تاييد کړی او وې ویل ؛ هغه خلک چې په غونډه کې برخه اخلي پدې خاطر يې باید نومونه په ګزارش کې ځای کړای شي چې لدغه ځایه ښه تاثر یوسې .
ستانه میر زهیر دا هم وویل چې د یو خبریال په توګه له اکرامه د همدومره ښه ګزارش تمه کېدای شي ډېر تشویقول يې ښه نه دي.
د ننګرهار پوهنتون استاد شیرحسن کمالزي هم د ګزارش ستاینه وکړه خو وې ویل یو شمېر کلمات يې باید په کره پښتو لیکل شوی وای .
نقیب احمد اتل بیا په ګزارش د خبرو کولو پیل له نیوکو وکړ او وې ویل: د یوه ادبي ګزارش لپاره د یو هنري نوم راوړل مهمه مسله ده چې اکرام دا کار نه وو کړی .
ښاغلي اتل خپلو نیوکو ته دوام ورکړ او زیاته يې کړه :(( د ګزارش د لوستلو طریقه درسته نه وه چې له امله يې له اکرامه ځینې کلیمې نیمګړې تلفظ شول، ددې ترڅنګ اکرام ګزارشګر پاتې شوې باید پدې برخه لا کار وکړي ترڅو نور هم تکړه شي))
په ګزارش له خبرو کولو وروسته د ناستې دوهمه برخه چې د محمد انور دانشیار په غزل کره کتنې ته ځانګړې شوې وه پیل شوه .
دریځوال دانشیار ته د غزل ویلو بلنه ورکړه د غزل له اورولو وروسته چې مطلع يې پدې ډول وه:
ستا د ظلم او ستم خبرې ډېرې
مړه پرېږده اوس د غم خبرې ډېرې .
نږدې ټولو ګډون والو خپلې ګوتې جېګې کړې، خو دریځوال عماد دوران ته وخت ورکړ، دوران د غزل مطلع ګونګه وبلله او وې ویل چې موږ نه پوهېږو د شاعر موخه څه ده، شاه نواز باقر بیا د دواړو نیم بیتیو د نه تړون خبره وکړه او ویل چې داوړه مصرۍ بېلې بېلې ماناوې لري،خو زرعلي ګلزار بیا د دویمې نیم بیتې ترمیم وړاندې کړ.
مړې مه کوه د غم خبرې ډېرې .
خو باز عابد د غم په حالات کې د مړې کلیمه راوړل مناسب ونه بلل، ستانه میر زهیر او ایمل مړوند بیا د وړاندیز په ډول د دومره تېز نقد سره مخالفت وښود او وې ویل چې د شاعر د زړه ماتېدو پرځای باید له حوصلې کار واخلو .
دلته موږ باندې حالات همداسې شوي
اوس به تل کوو د نم خبرې ډېرې .
د غزل لومړی بیت وو چې د نقد پیل پرې نقیب اتل وکړ:(( د نم کلیمه چې دلته هیڅ مانا نه ورکوي د قافیې د کمښت لپاره راوړل شوې ده، په بیت کې احساس شته خو تخیل پکې نشته ))
ظمیر احمدي هم ورته نظر درلود خو وې ویل چې له شاعر سره د الفاظو پرېمانه کمې موجود دی ځکه ترې غزل بې خونده شوی دی، احمدي زیاته کړه :(( له شاعر سره الفاظ نشته، نو ځکه يې په شعر کې روایتي خبرې راخیستي دي زما وړاندیز ورته دادی چې باید د الفاظو د زېرمه کولو لپاره پراخه مطالعه وکړي))
حامد غورځنګ قافیه محاوروۍ یاده کړه او وې ویل چې شعر تر اخره ورته ستونزه لري .
دلته هر کله په ویر کې خلک ناست وي
د لته هر کله د بم خبرې ډېرې .
د غزل دوهم بیت و چې ټولو ګډون والو تاييد کړ خو استاد کمالزي په دویم نیم بیتی داسې ورغاوه .
دلته تل کیږي د بم خبرې ډېرې
لدې وروسته ټولو د دریم بیت د اورولو غوښتنه يې وکړه .
کله زه او کله ته رانه خفه يې
داسې نه کیږي صنم خبرې ډېرې .
که څه هم دوران د ردیف او قافیې ترمنځ د تړاو د نه درلودلو خبره وکړه خو لومړی نیم بیتی يې داسې وړاندیزکړ .
ستا په هر ځلې راتلو مې زړه پرېوځې
خو محمد داود عرب زي بیا د دوران د وړاندیز شوې نیم بیتې سره دوییم نیم بیتی پدې ډول وړاندې کړ.
ستا راتلو سره وې هم خبرې ډېرې .
د غزل مقطع پدې ډول وه .
دانشیار به ورته څومره نصحیت کړي
په یارۍ کې وي د چم خبرې ډېرې .
دا بیت ټولو خوښ کړ او څه پرې ونه ویل شول، خو اکرام الله اکرام د وړاندیز په ډول یادونه وکړه چې باید غزل له کره کتنې وړاندې نورو ملګرو ته د لېکنې لپاره ورکړل شي چې له یوې خوا به د ملګرو د نثر لیکلو هنر پیاوړې او له بله پلوه به يې د تنقید قوه پیاوړې شي، ستانه میر زهیر هم د اکرام د خبرې ملا وتړله خو عرب زي کره کتنې ته د وړاندې کېدونکي شعر یا نثر له مخکې د شرېکولو خبره وکړه او وې ویل :(( هغه شعر یا نثر چې راتلونکې اونۍ کره کتنې ته وړاندې کیږي باید یوه اونۍ وړاندې ملګرو ته تقسیم شي ترڅو د ښې کره کتنې لپاره يې ټول په فرصت په کورونو کې وګوري او خامې يې ترې راوباسي ))
داود عرب زي د خپلې دې خبرې ګټه د وخت سپما یاده کړه، چې د ټولو له لوري تاييد شوه .
وروسته دانشیار ته بلنه ورکړل شوه تر څو د غونډې پدې برخه خپل تاثرات وړاندې کړي، هغه وویل چې دا غزل يې ډېر پخوا لیکلای و چې بیا يې لږ ترلږه د دویم وارې لوستلو تکلیف هم نه و کړي خو په ټوله يې له ګډون والو مننه وکړه چې د شعر خامۍ يې ورته په ګوته کړې .
د غونډې وروستۍ برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې د پورته یادو شویو ترڅنګ پکې بخت جمال کریمي، راحت ګل سوکال، جاوید حیدري، خمیني سجاد، عرفان الله بیدار، میرحسن خاټول، فرید الله ملاتړ، سلیمان ځاځي، جاوید نوري، عبدالله هوډ، ضیالدین همت مل، انیس حلیم ، جمال جمال، دیدارساپی نورو شعرونه ولوستل.
د غونډې د ارزونې لپاره شاه نواز باقر ته بلنه ورکړل ، ښاغلي باقر خوښي څرګنده کړه چې ختیځ ادبي بهیر له تېرو دریو کلونو راپدېخوا خپلې اونیزي غونډې په مسلسل ډول پرمخ وي او نوي ادپال روزي .
باقر وویل له ختیځ ادبي بهیره چې ما کومه طمع درلوده ترسره شوه، نقد، ازاد بحث او مشاعره هغه څه دي چې د ادیبانو زهنونه پیاوړي کوي او دا ټول دلته موجود دي چې د هیله مندۍ خبره ده .
د راتلونکې غونډې لپاره ستانه میر زهیر ژمنه وکړه چې د ډرامه لیکلو د هنر په اړه به ګډون والو مالومات وړاندې کړي.
دا ناسته د ماسپښين په دولسم بجې او دیرش دقیقې پای ته ورسېده .
#ختیځ_ادبي_بهیر