نوشين روان په ښکار وتلی و، چې ښکار يې وکړ، نو ور په ياد شول چې مالګه نه لري. نو يو کس يې کلي ته په مالګه پسې ولېږه او ورته يې ويل:

ګوره له هر چا دې چې مالګه وغوښته، قيمت او پيسې يې ورکړه، ځکه چې کلي وران نه شي.

ورته يې وويل: د مالګې د قيمت په نه ادا کولو کلی ورانېږي؟

نوشين روان ورته وويل: په دنيا کې ظلم لومړی همدومره لږ و، هر يوه چې لږ ظلم کړی، بل پسې راغلی يو څه يې پسي زيات کړي. او که نوشين روان د مالګې قيمت ادا نه کړي، بل کس به د پوره کاروان قيمت ادا نه کړي.

پاچا که لږ ظلم وکړي، وزير يې لس چنده کوي. که وزير يې لس برابره وکړي، نو رييس يې سل ځله ډېر کوي. او همداسې په ترتيب د ظلم سلسله غځېږي او ډېرېږي.

د وطن ګوټ کوټ ته مې سفرونه وکړل، ځينې د ټاکنو د منډو پر مهال او ځينې وروسته له هغه چې د ډاکتر محمد اشرف غني بريا يقيني شوه. څومره مې چې لرو پروتو کليو ته سفرونه کول، او له خلکو سره مې ليده کاته کول، نو دا مې له ورايه حس کوله چې له خلکو سره ډېرې هيلې دي، دا هيلې د يوه روښانه سبا هيلې وې، د اباد افغانستان، سمسور او سوکاله وطن. خو اوس چې ګورم دغه هيلې ورو ورو رژېږي، او ځای يې د تيارو د راتلو ويره نيسی.

ممکن ځينې استدلال وکړي چې د خلکو هيلې له اندازې زياتې وې او دي، ښايي دومره هيلې او توقعات و نه لري. افغانستان د جګړې په حالت کې دی يا د جګړې څخه د راتلو په حالت کې دی.

دغه استدلال دا تېره يوه نيمه لسيزه هم شوی دی چې په ځای نه دی. د نړۍ بل هر وطن او هېواد چې د جګړې څخه راوتلی، نو له ورته حالت سره نه دی مخ کړای شوی. تېره يوه نيمه لسيزه مو وطن د بحران په لوري بيولی شوی دی، نه د ثبات او ټيکاو په لوري. دا ټيکاو که د اقتصادي دی، که امني يا انکشافي.

له خلکو سره د يوه نمونه حکومت د داسې يوه نمونه حکومت هيلې وې چې د نوشين روان پورته يادو کړو وړو څرک په کې وګوري. د همدغو هيلو لپاره ډېرو ستړياوې وګاللې چې په وطن کې د قانون حاکميت رامنځته شي، د عدل و نياو له مخې چارې پر مخ بوتلل شي، هيله دا وه چې هغو ته به ځای نه وي چې په فساد کې ککړ دي،

درې ورځې کم درې مياشتې تېرې شوې، د کابينې درک نه لګي. د دوو واليانو له تقرر پرته- نور سرپرست اشخاص د واليانو په حيث ورځنۍ چارې ترسره کوي. سرپرست والي او سرپرست وزير چې دغه حال ګوري، نو وايي چې حساب کتاب نه شته. څه چې غواړې هغسې کوه. رييس هم په همدې ډول، مامور خو وايي چې پورته داسې حال دی، نو زما په سر کې څه ډز شوی چې په دفتر کې حاضري ورکړم او کار وکړم.

هدف په ټاکنيز منشور کې مشخص شوی، که د سمارت ټول اصول د هدف په ترلاسه کولو کې مراعات نه شي، هدف نه شي ترلاسه کېدی. وخت داسې نه دی چې ملي وحدت حکومت دعوا لرونکي ته دمه وکړي، چې په حکومت جوړولو امنا او توافق وکړي. بلکې وخت ځي، مخکې ځي، او موږ پاتې کېږو، وروسته پاتې کېږو.

غواړم د منشور د هرې برخې چې ښاغلي ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي په استازولۍ مې خلکو ته ژمنې ورکړي، د وخت په پام کې نيولو تم شم. د يوه افغان په حيث هغه ټولې ژمنې چې د تيم په حيث مو توافق کړی او بيا مو له خلکو سره کړي دي، بايد حساب يې ورکړو.
د ټولګې يوه پېښه را ياد شوه. په ټولګي کې زما په ګډون درې افغانان وو، پاتې نور د بېلابېلو هېوادونو وو، تدریس او بحث په هدف Objective و. دا مو زده کړل چې هدف ټاکو هغه بايد سمارت SMART وي. خو چې کله خبره عملي کار ته راغله، نو له موږ څلورو افغانانو د هدف په ټاکلو کې د سمارت د ځانګړنو له مخې وخت راڅخه پاتې و او نورې خبرې مو پاتې وي. سمارت د هدف د ټاکلو لپاره مشخص شوي او وضع شوي اصول دي. که يو له دغو اصولو د هدف په ټاکلو يا د هدف په ترلاسه کولو کې مراعت نه شي نو هدف مو سم نه دی يا مو هدف سم نه دی تر لاسه کړی. په بله وينا د کله چې هدف ټاکو، که مو وخت په پام کې و نه نيو، نو دا هدف نه شو، او يا مو که يوه هدف په ترلاسه کولو کې وخت مراعات نه کړ، په واقعي معنی هدف نه دی ترلاسه شوي.

درې ورځې کم درې مياشتې مخکې نوی حکومت ته واګې وسپارل شول، دغه حکومت ته يې د ملي وحدت حکومت نوم ورکړ. په حکومت کې د جذب خبره وشوه او د نفی څخه انکار وشو. په دې معنی چې په حکومت د کار خلک ګومارل کېږي هغه که د هر فکر و خيال وي، مسلکي اشخاص او کاري خلک به په دې نه څنګ ته کېږي چې فکر يې خيال يې بل وي.

هدف دا نه و چې مشخص ډلې دې د څوکيو په سر ناندرۍ ووهي، ملت دې په تيارو کې پاتې شي، حکومت دې نه جوړوي، نه يوازې حکومت، بلکې د دولت دری واړه ځواکونه، د قانون جوړوونکي او قضا په ګډون له سقوط او ماتې سره مخ دی. مثال يې د يوه داسې ځنځير دی چې درې کړۍ لري، که که يوه کړۍ نه وي، نو ځنځير نه شو ورته ويلی. يا ځنځير د مطلوب کار لپاره په درد نه لګي.

وخت د تحول او دوام د بېلا بېلو يا د هر هدف لپاره مشخص شوی دی. خو له بده شامته د اساسي اهدافو لپاره يو اصل چې وخت دی په پام کې نه نيول کېږي.

تا چې سبا وکه سبا نه راځي
راشي په هرچا خو په ما نه راځي

2 thoughts on “تا چې سبا وکو سبا نه راځي/ حفيظ الله غښتلی”
  1. Qazi-ul quzaat iste`faa warkrrah , hamdasy yawtszo navi moshaverin aw 1-2 valiyan tebdil shwal mager la hitcha sara d pakhwanyo reshwato aw fesaadato HESAB wana sho!
    Taer die kho haer na diy!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *