د تبعیض (discrimination ) د تعریف لپاره درې ټکو ته پام پکار دی: تبعیض له بل چا سره نابرابر او ناوړه چلند دی. له بل چا سره دغه ناوړه چلند د هغه د طبیعي ځانګړنو په وجه او یا د هغه د هویت د ځانګړنو په وجه کېږي. د دغه ناوړه او نابرابر چلند د تر سره کولو لپاره چې کوم دلیل وړاندې کېږي ، هغه نامعقول وي.
که یو څوک له خپل یوه ګاونډي سره په احترام چلېږي خو د بل ګاونډي سلام ته هم علیک نه وايي، دی ناوړه او نابرابره چلند کوي. اوس که د دې دوه ګوني چلند علت دا وي چې دا یو ګاونډی یې کله ناکله مېلمستیاوې ورته کوي او دا بل یې نه ورته کوي، نو د ده نابرابر او ناوړه چلند که څه هم نامعقول دلیل لري مګر هغه تبعیض نه دی چې دلته ورباندې بحث کوو.د بشري حقونو په بحثونو کې له تبعیض (discrimination) څخه منظور داسې نابرابر او ناوړه چلند دی چې له یو چا سره د هغه د طبیعي ځانګړنو یا هویت په خاطر کېږي. که دغه کس د خپل یوه ګاونډي سره په دې وجه توپیري چلند کوي چې هغه په بله ژبه غږېږي، یا یې مذهب بېل دی، یا معلول دی، یا مهاجر دی، یا یې توکم بېل دی، دلته بیا د تبعیض خبره مطرح کېږي، ځکه ده له بل چا سره یا د هغه د طبیعي ځانګړنو( مثلا معلولیت یا جنسیت) یا کلتوري ځانګړنو( مثلا ژبې یا مذهب) په خاطر تبعیض کړی دی. طبیعي ځانګړنې هغه وي چې یو څوک یې نه پخپله رامنځ ته کوي او نه یې بدلولای شي. مثلا یو څوک تورپوستکی دی. دغه رنګ نه ده انتخاب کړی دی او نه یې بدلول د ده په اختیار کې دي. د هویت په برخه کې باید ووایو چې که یو څوک غل وي، دغه عادت د ده د هویت برخه ده، مګر زموږ مطلب دلته دغه ډول هویت نه دی بلکې د یو چا د شخصیت هغه ځانګړنې دي چې دومره مهمې دي چې دغه کس باید دې ته مجبور نه شي چې لاس ورڅخه واخلي. مثلا د یو چا مذهبي عقیده د هغه د هویت داسې مهمه ځانګړنه ده چې دی باید دې مجبور نه شي چې د بل چا د خوشحالولو لپاره لاس ورنه واخلي.
تبعیض څه ته وایي؟ علتونه یې څه دي؟ او تاوانونه یې کوم دي؟ دغه بحثونه به د ټولنې د اخلاقي شعور له پیاوړتیا سره مرسته وکړي او سولې او سړیتوب ته به یې ګټه ورسېږي.