زموږ د ټولنې د انسانانو غټه ستونزه دا ده چې د زغم کولتور پکې عام نه دی او هر هغې مسلې سره غبرګون ښيي، چې دده د خوښې پر خلاف وي. موږ  چې د وروسته پاتې ملتونو په کتار کې راځو د دې ستونزې لامل مو، له پیله ناسمه ښوونه او روزنه ده.

ځینې کورنۍ اوس هم د تعلیم سره مخالف دي او پر خپلو اولادنو په ځانګړې توګه په نجونو تعلیم نه کوي او د لورګانو لپاره تعلیم د شرم او د خپل رواج خلاف عمل بولي.

دا د تعلیم نه کولو ستونزه ده چې انسان تر پایه جاهل پاتې کوي او په عامه اصطلاح يې په ټولنه  کې خلک بېسواده بولي، خو بله ستونزه چې هغه د ناسمې ښوونې او روزنې ده د زده کوونکو راتلونکی زیانمنوي او دوی تل د دوی د ذوق پر خلاف پېښو سره له زغمه کار نه بلکې له غبرګون او حساسیته کار اخلي.

وايي چې په جاپان کې له زده کوونکو له لومړي تر درېیم ټولګې هېڅ ازموینه نه اخېستل کېږي او په دغه موده کې یوازې د دوی د ذهنې او روحي جوړونې په موخه تر روزنې لاندې نیول کېږي.

په پرمختللو ټولنو کې زده کړه د تشدد له لارې نه بلکې له عاطفي لارې ورکول کېږي، زموږ په ټولنه کې که څه هم په وروستیو څو کلونو کې د وهلو او ټکولو له لارې د زده کړې فرهنګ له منځه تللی دی، مګر بیا هم په ځینو سیمو کې لاهم یو شمېر ښوونکي له تشدده کار اخلي او زده کوونکي د وهلو او ټکولو له لارې زده کړې ته مجبوروي.

 د دا ډولو ښوونکو ستونزه جوته ده، دوی هم په همدغه ډول روزنه تر لاسه کړې ده او په ذهني او روحي لحاظ دوی ته دغه ډول زده کړو یا د زده کړې دغه روش د دوی په فکر سم ښکاري او د خپل استدلال لپاره به درته د پښتو دا متل چې (چېرته ډب نه وي هلته ادب نه وي) وړاندې کوي.

خو ښايي دا متل دلته د دې موضوع لپاره مناسب او د صدق وړ نه وي او د کارونې نور موارد ولري.

زموږ په ټولنه کې د ځوان نسل د روزنې لپاره د یوه داسې ماحول او محیط جوړول پکار دي، چې له ذهني او روحي اړخه وروزل شي او د پېښو پر وړاندې يې د زغم ځواک پیاوړی او د ژوند هر اړخ ژور درک کړي او په اړه يې احساساتي نه بلکي منطقي غبرګون وښيي.

زموږ یوه غټه ستونزه دا ده، چې له خپلو احساساتو سره منطقي چلند نه کوو، وروستۍ څېړنۍ وايي، چې د ځوانانو ډېره برخه د روحي ځورونې ښکار شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو ناسم او نا متوازین کارول په ځوانانو کې ډېرې ستونزې زېږولې دي، که له موږ سره د ځان جوړونې فکر په ځوانۍ کې پیدا نه شي، نو د عمر په پخوالي او زړبوډۍ کې بیا د ځان جوړونې په اړه فکر کول له ورخه د تېرو شوو اوبو پسې د بېل وړل دي.

په ټولنیزه میډیا کې ډېری ځوانان د نورو د پرمختګ چټکه وده نه شي درک کولای، دوی د محرومیت پر احساس اخته شوي، او منفي فکر پرې دومره غالب شوی، چې ټول تمرکز يې د کامیابو ځوانانو د تخریب لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخېستو ته ور ټول دی.

ځینې د نورو موقفونه، د دوی د فکري محصول پر وړاندې په فېسبوک کې د خلکو مثبت غبرګون او هڅونه، د دوی د پوسټونو لایکونو او کمینټونو اندېښمن کړي دي او ځانونه ورته محروم ښکاري.

افغاني ټولنه له بېلا بېلو کولتورونو، مذهبونو، قومونو او اقلیتونو جوړه شوې ده. په دې ټولنه  کې د زغم کولتور ته وده ورکول د سولې او ثبات ضامن دی او د چټک اقتصادي پرمختګ لپاره ښه اغېز لري.

خو توکمیز، مذهبي، کولتوري او ژبنی تبعیض هغه څه دي، چې دلته يې ځوانان له خپلو حقوقو محروم ساتلې او دغه راز يې د بېلابېلو قومونو د ځوانانو تر منځ همغږي هم اغېزمنه کړې ده.

  له تعصب څخه کار اخېستل روحي ګوزار دی، څو ورځې مخکې په فېسبوک یوه ویډیوه خپره شوه، چې یو ځوان ته له لوړو زده کړو سره سره هېڅ دنده نه وه پیدا شوې او د برګر خرڅولو ته يې مخ کړې وه.

دا ځوان په روحي لحاظ ځورېدلی و، د ده په خبرو کې خلکو ته هم همدا پېغام و چې له تعلیم کولو تېر شئ او سر له اوسه د چپسو خرڅولو ته مخه کړئ او پيسې وګټئ.

دا موضوع سطحي (سرسري) نیول نه دي پکار او د تبعیض د له منځه وړلو لپاره مبارزه پکار ده.

که ځوانان د تبعیض ښکار شي، نو عقده من کېږي او په داسې لار مزل پیلوي، چې بېرته را ګرځېدل به يې د هېچا د وسې کار نه وي.

“تبعیض فکر نه بلکې د یوه قالبي فکر، تعصب او وارمخکې قضاوت عملي کولو ته وایي. مانا دا چې تبعیض د عمل جامه اغوندي. دغه عمل کله کله د فزیکي اقدام په بڼه وي او کله روحي ګوزار وي. د یو بل قام، بلې ژبې، بل مذهب، بل جنس یا بل توکم په کسانو پورې ریشخند وهل او ټوکې کول، فزیکي نه بلکې روحي ګوزارونه دي. په اوسني افغانستان کې کله کله هغه کسان چې ځانونو ته مهذب او با کلتوره وایي، په خاصو قومونو پورې ټوکې جوړوي. دغه ټوکې کله نا کله په اجتماعي رسنیو کې هم وینو چې د بشري حقونو او د انسانانو تر منځ د برابري د اصل خلاف خبره ده او پکار ده چې وغندل شي او مخنیوی یې وشي.”

د انسانانو د عمل او نظر تر منځ پراخ واټن موجود دی، وايي چې انسان هغومره انسانیت ته ژمن نه دی، لکه څومره چې يې دعوه کوي.

 که انسان په واقعي مانا انسانیت ته ژمن پاتې شي او د خپل نظر او عمل تر منځ شته واټن له منځه یوسي، نو د ټولنې وګړي به له حقوقو برخمن او تبعیض به په بشپړ ډول له منځه تللی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *