لیکنه: خالد ارزښت || 

د لومړۍ نړیوالې جګړې هڅې د دې باعث شوې چې راډیو جوړه شي. د دویمې نړیوالې جګړې تبلیغاتي هڅو کې تلویزیون اختراع شو. بیا انټرنیټ رامنځته شو. پخوانیو زمانو کې کتاب، اخبار، لوډسپیکر… د تبلغاتو د لیږد او اهدافو د لاسته راوړلو وسایل و او دي. تبلیغاتي او ارتباطي وسایلو ته له دومره زیاتې پاملرنې معلومیږي چې تبلیغات په سوداګریزو چارو او د جګړو په ګټلو کې مهم دي او پرته له تبلیغاتي جګړو د وسله والو جګړو ګټل او اهدافو لاسته راوړل ناشوني دي.

د هرې وسله والې جګړې د پیل، دوام او پای لپاره په فکرونو کې بدلون لازمي شرط دی او پرته د فکري تغیر فیزیکي جګړه نه پیل کېږي، نه دوام کوي او نه پای مومي؛ نو د فکري بدلون اغیزمنه لار تبلیغات او تبلیغاتي جګړه ده.

تبیلغاتي جګړه له ارتباطي وسایلو څخه هدف لرونکې استفاده ده، چې د ځانګړې مخالفې ډلې پر افکارو د تاثیر اچولو لپاره تر سره کېږي.

د تبلیغاتي جګړو وسایل خورا زیات دي او خپله دا ځانګړنه یې هم ساتلې ده چې وروسته له مودو او د نورو وسایلو د اختراع سره بیا هم پخواني هغه یې کارنده دي. په نازي المان کې له لوډسپیکر، راډیو…د جګړې د ګټلو لپاره استفاده کېده او اوس هم د نړۍ په مختلفو برخو کې کېږي.

د تبلیغاتي جګړې وسایل د حکومتونو په واک کې دي او هم په اسانه او ارزانه توګه د جنګي ډلو په لاس پریوځي. لکه موبایل، راډیو، انټرنیت…

د بشری تاریخ په اوږدو کې د جګړې د ګټلو او اهدافو تر لاسه کولو لپاره له هر ډول وسایلو او لارو چارو استفاده معمول وه او ده. د جګړې اصول تقربیاً یوازې د کاغذ پرمخ لیکل پاتې شوي دي.

د هټلر د تبلیغاتو وزارت چې ګوبلز یې وزیر و، ماشومان په دې روحیه روزل چې المانی ملت له نورو بهتر ملت دی او پدې ډول یې د نورو پر وړاندې د هغوی نفرت زیاتوه. په جګړه کې له ماشومانو استفاده اوس هم کېږي او دا چاره لا خطرناکه شوې ده.

د ملت پالنې، هیواد پالنې، مذهب پالنې… په نومونو او د مختلفو وسایلو پر مټ خلک فیزیکي جګړو ته هڅول شوي، وژل شي او اهداف ترې په لاس راغلي دي او دا لړۍ لا اوس هم روانه ده.

د تبلغاتي و سایلو ډېروالي، پیچیده والي، په تبلیغاتي وسایلو او لارو چارو د هیوادونو او ډلو سرمایه ګذاري او د جنګ د ګټلو په برخه کې د دې وسایلو مثبت اغیز د دې باعث شوی، چې تبلیغاتي جګړه پیچلې شي. د تبلیغاتي اغیز له کبله په عراق کې جنګي ډولو ته د لندني، جرمني … ځوانانو ورتګ د تبلیغاتي جګړې او تبلیغاتي وسایلو اهمیت په ګوته کوي.

په افغانستان کې هم د وسله والې جګړې د پیل، دوام او پیل کې تبلیغاتو ډېر اغیز لرلی دی، که تیرو څو لسیزو جګړو ته نظر وکړو تر ډېره یې تبلیغاتي بڼې درلودې او پکې ښکېلو لوریو وسله والې جګړې د تبلیغاتي جګړو پر مټ ګرمې ساتلې اوس هم د جګړې ډګر د تبلیغاتو په وسیله تود ساتل ګېږي. افغانستان کې د تبلیغاتي جګړو د اغیز او د دې جګړو د ګرموالي علتونه به ډېر وي، تر ټولو مهم علت یې بیسوادي ده؛ په بیسوادو ټولنو کې تبیلغات ډیر موثر وي، دا ډول ټولنو کې مبلغین له هرې ممکنه لارې کار اخلي، چې تر ټولو خطرناکه او اغیرناکه کې د اوازو خپرول دي، چې دلته یې حتا حکومتونه سقوط کړي دي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې جنګي ډلې په تبلیغاتي جګړو کې تر حکومتونو پیاوړې وې او دي!؟ سره له دې چې حکومتونه د جنګي ډلو په نسبت پراخ تبلیغاتي وسایل او امکانات لرل او لري یې.

تبلیغات او له تبلیغاتي وسایلو استفاده هنر او پوهه غواړي؛ په تبلیغاتو کې مهمه خبره دا ده چې تبلیغات باید وپوښل شي.

د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره باید تبلیغات د مذهب، فرهنګ، ملت پالنې، نژاد پالنې، ادب … په رنګ کې رنګ شي؛ نو بیا په تبلیغاتي جګړه کې بریا ممکنه ده.

د وچو او سپوره تبلیغاتو اغیز کمه او یا هیڅ نه وي:

مثال: د افغان حکومت د تبلیغاتي جګړې زیاتره برخه چې خورا زیات مصرف ورباندې کوي، د راډیو، ورځپاڼو، مجلو، تلویزیونونو… له لارې وچ او سپوره تبلیغات دي چې د تجارتي اعلاناتو په بڼه خپریږي.

خو مقابل کې بیا جنګي ډلې د مذهب، فرهنګ … په نوم ترانو دیني مسایلو، اوازې … خپروي چې خورا اغیزمن دي.

حکومت هم کولای شي د سپورو او وچو تبلیغاتو پر ځای، تبلیغات د مذهب، فرهنګ، ملت پالنې، هیوادپالنې… په خوږو ولړي ترڅو په خلکو اغیز وکړي او اهدف په لاس راوړي.

مثال: د تیاتر، موسیقۍ، هنر، فرهنګ، مسجد، ښوونځیو… له لارې کولای شي تبلیغات په داسې بڼه  تر خلکو ورسوي، چې په خلکو اغیز وکړي او خلک ورته د تجارتي اعلاناتو په سترګه ونه ګوري. په دې برخه کې حکومت په ځانګړې توګه اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هیڅ کار نه دی کړی؛ بلکې د دې وزارت د بیغورۍ له وجې برعکس د جنګي ډلو تبلیغاتو ته زمینه مساعده شوې ده: لکه تلویزیونونو، راډیوګانو … کې د بې کلتوره، بې دینه او عیاشو سیریالونو، کانسرتونو… خپرولو د جنګي ډلو تبلیغاتو ته زمینه مساعده کړې ده.

باید دا یادونه هم وشي چې د دین، مذهب، فرهنګ، ملت پالنې… په نوم تبلیغاتو کې افراط ډیر وخت زیان اړونکي وي.  محمد ایمل حقمل په خپل کتاب (جګړه ییز تبلیغات د عمومي نړیوالو حقوقو له نظره) کې همدې موضوع ته اشاره کړې ده (د خلکو له دیني، فرهنګي او تاریخي باورونو سره لوبې د جګړه ییزو تبلیغاتو مهمي ځانګړنې دي. همدارنګه کتاب کې دې موضوع ته اشاره شوې ده چې د تبیلغاتو په وجه د ازادۍ او انارشۍ ترمنځ پولې ړنګې شوې، بې بندوباري او قانون ماتونه د دیموکراسۍ په نوم عامه شوه)

همدارنګه معلومه خبره ده چې جنګي ډلوهم د خلکو دینې، فرهنګي او تاریخي باورونو ته زیان اړولی دی، چې د سولې، جنګ… په اړه په یوه خوله نه دي او له دې ارزښتونو په استفادې یې اهدافو ته ځان رسولی دی او دا هڅې لا روانې دي. دا حالت دومره خطرناک شوی دی چې د جکړې تعریف ورک دی. علماء، سیاسیون … د جکړې د تعریف په تړا په یوه خوله نه دي.    

په تبلیغاتو کې بل مهم اصل د محدودو سخت دریځه مخالفینو او اشخاصو پر وړاندې له تهدید کار اخیستل دي:

زیاتره جنګي ډلې په تبلیغاتو کې له دې اصل څخه کار اخلي، هغه اشخاص چې سخت دریځه دي او د دوی پر وړاندې مقاومت کوي او د مقابل لوري په ګټه تبلیغات کوي، هغوی تر تهدید او یا وسله وال برید لاندې نیسي او وژني یې. په دې توګه په خلکو کې وېره خپروي، چې بیا نور خلګ یې هم پر وړاندې د له منفي تبلیغ ډډه کوي.

تیرو څو کلونو کې جنګي ډلو داسې اشخاص چې د دوی د دتبیلغ پروړاندې خنډ و یا تهدید کړي او یا ترور کړي، چې د جنګي ډلو د تبلیغ پر وړاندې خنډ و. لکه کندهار کې بهروز، ننګرهار کې مولوي ظاهر حقاني، په لغمان کې مولوي یونس … يې ښکاره بیلګې دي.

مګر حکومت له دې ویرې چې د بیان ازادي ده، حقوق بشر ده، د بخښې نړیوال سازمان… ورته اقدام نه کوي. متل دی وایي په جنګ کې حلوا او ډوډۍ نه ویشل کېږي، که حکومت  دا ډول اشخاص چې مخالفانو ته تبلیغ کوي او د نظام له بطنه نظام تخریبوي نه وژني، حد اقل زندانیان او یا تهدید کړي، ترڅو نور خلک د بیان ازادۍ، د تبلیغاتي وسایلو او لارو چارو ناوړه ګټه پورته نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *