Experimental aircraft
تجربوي الوتکه هغې الوتکې ته وېل کیږي چې تر اوسه یې الوتنه په بشپړ ډول ثابته شوې یا ازموېل شوې نه وي. دا نوم ډېر وخت هغې نوې هوایي ټکنالوجۍ ته کاریږي چې په الوتکه کې د ازموینې یا تجربې لپاره اضافه شوې وي. تجربوي الوتکه اصطلاح هغې الوتکې ته کاریږي چې د الوتنې تجربوي تصدیق یا سند لري. په متحده ایالتونو کې هغو الوتکو ته دا اصطلاح کاریږي چې په کور کې جوړې شوې الوتک�� وي.
پام مو وي چې د څېړنې الوتکه (research aircraft) له پورته یادې شوې الوتکې سره توپیر لري. د څېړنې الوتکې د ساینسي مطالعو لپاره کاریږي لکه د هوا په اړه څېړنې, جیو فزیکي سروې یا نقشه جوړونه