راپورونه وايي، د اسلامي خلافت لپاره پټه سرګرمه تروریستي ډله هرات کې د کسانو په ازادانه جلب و جذب بوخته ده.
دغې ډلې وروستیو کې ان د هرات د حج او اوقافو مسوولین هم دې ډلې سره یو ځای کېدو ته دعوت کړي او له خلکو یې غوښتي چې راروانو ټاکنو کې برخه وانخلي.
ځینې فعالانوځوانانو بیا هرات کې دا هم ویلي دي چې یو دوه وار د حزب التحریر د مبلغینو لخوا ان په نښه شوي او څارل شوي هم دي.
هرات کې د خالد اروند په نوم یو کتاب پلورونکی وايي، ځو ورځې وړاندې یې د محصلینو په جامه کې دوکان ته څو کسان راغلل او دی یې حزب التحریر سره یوځای کېدو ته ور وباله: (( ماته يې د اسلامي خلافت د احیا کیسې کولې، او راته یې وویل، فحشا، زنا، فقر او تنګدستي ځکه راغلې چې خلک خلافت نه لرې شوي دي.))
بصیر ارین بیا د هرات پوهنتون محصل دی، دی هم وايي چې حزب التحریر پرې خواري وکړه چې ورسره یو ځای شي، مګر ده ځان وساته.
دا به داسې حال کې ده چې د هرات د حج اوقافو د عامه پوهاوي مسوول وايي، دوه ځوانانو ورته حزب التحریر سره د یو ځای کېدو دعوت ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې حزب التحریر افغانستان کې قانوني جواز نه لري، دا ډله د خلافت لپاره سرګرمه ده او افغانستان ته ولایه افغانستان خطاب کوي.