تاند- د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان به نن په رسمي ډول ځان د پاکستان صدراعظمۍ ته ونوموي.

ټاکل شوې ده چې نن /دوشنبه/ پارلمان ته د تحریک انصاف بریالي شوي غړي او د دغه ګوند متحدان راغونډ شي او د یوې غونډې په پای کې د صدراعظمۍ لپاره خپل کاندید رسماً اعلان کړي.

د تحریک انصاف ویندوی فواد چودري وايي، په ملي جرګه کې یې د ۱۷۴ غړیو ملاتړ ترلاسه کړی دی او وروسته له دې چې د بلوچستان نشنل ګوند هم ورسره ملاتړ وکړي، په ملي جرګه کې به د عمران خان د ملاتړو شمېر ۱۷۷ چوکیو ته ورسېږي.

د ملي جرګې په لومړۍ غونډه کې به د اکثریت لرونکي ګوند له لوري د پارلمان رييس او مرستیال ونومول شي.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ویلي چې ممکن شاه محمود قریشي یا عارف علوي د ملي جرګې د رييس په توګه او یو پښتون (شهریار اپرېدی یا زرتاج ګل) د مرستیال رييس په توګه ونومول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *