تاند- د پاکستان د تحریک انصاف ګوند اعلان وکړ چې د ملي جرګې د هومره غړیو ملاتړ یې ترلاسه کړی چې د حکومت د جوړولو لپاره پکار دی.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند د تېرې چهارشنبې (د جولای ۲۵) په انتخاباتو کې تر ټولو ګوندونو د ملي جرګې زیاتې چوکۍ وګټلې خو اکثریت یې ترلاسه نه کړای شو چې د نورو له ملاتړه پرته حکومت جوړ کړي.

د تحریک انصاف ویندوی فواد چودري پرون /شنبه/ اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل«خلکو په خپلو رایو قدرت ته ورسولو، که خدای کول موږ به حکومت جوړ کړو.»

چودري حاضر نه شو چې ووايي څومره پارلماني غړیو ورسره د همکارۍ ژمنه کړې، خو ویې ویل چې په دې اړه جزییات به هغه وخت وړاندې شي چې راتلونکې اوونۍ ملي جرګه غونډه وکړي او نوي استازي لوړه په ځای کړي.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون پرون د انتخاباتو نهايي نتیجې اعلان کړې چې پر اساس یې د عمران خان تحریک انصاف ګوند د ملي جرګې له ۲۶۹ چوکیو څخه ۱۱۵ ګټلي دي.

ورپسې د نواز مسلم لیګ غړیو ۶۴ چوکۍ خپلې کړي دي.

د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري پیپلز ګوند د ملي جرګې ۴۳ چوکۍ ګټلي دي.

د پاکستان په انتخاباتو کې د دې ترڅنګ چې تاوتریخوالی وشو، د عمران خان د سیالانو له لوري د نوموړي په ګټه د درغلیو تورونه لګول شوي او د رای شمېرلو په کار کې ځنډ پېښ شو.

یو شمېر پاکستاني ګوندونو د انتخاباتو نتیجې رد کړي او ویلي یې دي چې د عمران خان د ګوند په ګټه درغلي شوې ده.

راپورونه وايي چې د پاکستان پوځ په انتخاباتو کې د درغلۍ له لارې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند ملاتړ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *