(تحصیلي مهارتونه او ستونزې یې) د هغه لکچر نوم و، چې نن د زمري پر دېرشمه په کابل کې د روشنګرۍ په پروګرام کې د ډاکټر منصور مجاب له خوا وړاندې شو.

 استاد مجاب وویل: چې زموږ تحصیلي سیسټم بلا ډېري نمیګړتیاوي لري، چې د پړې ګوته یې دولت او هم ملت ته نیول کېږي.

استاد وویل: هر څوک چې هدف په ژوند کې ونلري،  د هغو کسانو د لاس آله ګرځي چې هدف ولري، ښاغلی مجاب پر دې ټېنګار وکړ، چې د ښې زده کړې لپاره تحصیلي هدف ټاکل ډېر ضروري دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د پوهي، تجربې او مهارت انتقالولو ته تحصیل ویل کېږي.

 پر هغو لارو چارو هم خبري وکړې، چې د مطالعې پر وخت باید  په نظر کې ونیول شي، چې په ښه ډول سره مالومات جذب شي.

د لکچر په وروستیو کې د موضوع په هکله ګډونوالو تبصرې وکړې او له استاد څخه یې پوښتني  وکړې.

باید وویل شي، چې د روشنګرۍ لکچرونه هر پنجشنبه په کابل کې په ویدا خصوصي ښوونځۍ کې وړاندې کېږي، چې د لکچرونو دا لړۍ په هلمند او کندهار کې هم ترسره کېږي.

راپور: عصمت بهیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *