په نړۍ کې هر څه په تغیر کې دي. انسانان، حیوانات، نباتات او نور …. مې په یوه حال ونه لیدل او د هر شي په تغیر اوتبدیل کې د الله تعالی لوی حکمت پروت دی.
یو ماشوم له موره پیدا، لوی، سپین ږیری او بلاخره مړ شي. دغه حالت د دنیا په ټولو انسانانو راځي او هېڅوک له دې حقیقته سترګې نه شي پټولی.
یو کوچني ته دا دنیا ډېره لویه ښکاري، خو چې کله لوی شي، دا دنیا ورته کوچنۍ ښکاري.
د کوچني ماشوم ذهن، عقل او فکر وړوکی وي، نو ځکه ورته هر څه لوی ښکاري، همدا ماشوم چې د پوهې، عقل او ذکاوت څښتن شي، له نړۍ خبر او د فکر کولو توان پیدا کوي، نو ځکه ورته دا دنیا وړه ښکاري.
په فکر، عقل او ذکاوت کې هم تحول راځي، خو نه د ټولو انسانانو! ډېر انسانان مې ولیدل، چې د زیات عمر څښتنان دي، خو فکر او عقل یې لام هماغسې کوچنی دی.
د نړۍ ډېر اسلامي او ټول غیر اسلامي ملکونه د پرمختګ په حال کې دي، چې لامل یې د علم او پوهې د کچې لوړوالی دی.
دلته ترقي او پیشرفت نه شته، د ولس ډېره برخه موپه خوب ویده دي. ډېر سپین ږیري، ځوانان او نور …. مو لا هماغسې کوچني دي.
د علم او پوهې په واسطه له کوچنیانو مشران جوړیدای شي، نه د عمر په تېريدو، دا عمر خو په حیواناتو، نباتاتو او جماداتو هم تېریږي، خوپه انسان د وخت او زمان تېریدل بایدله هرشي سره تويیر ولري.
ونې وکرل شي، لویې شي او د وخت په تېریدلو یې د ثمر وخت راورسېږي، لکه څنګه چې د انسان ښکلا په علم او تقوا کې ده، دغسې دونې ښکلا یې میوه ده.
لمر د ورځې پیدا او د شپې پناه شي، سپوږمۍ د شپې پیدا او د ورځې ورکه شي.
وګورۍ د دنیا هر څه په تحول کې دي او د دغې تحولاتو برکت دی، چې دنیا د ژوند لپاره برابره ده، که په ژوند کې تغیرات او تحولات نه وي، هغه ژوند بې معنا دی او دغه تحولات د علم او پوهې پر بنسټ راتلای شي، دغه تغیرات او تحولات باید راوړل.