منتخب ولس مشر اشرف غنی احمدزی خلګو ته دیوجدی تحول او تداوم ژمنه کړی ترسو هیواد کی په مختلفو برخو کی مثبت او د پام وړ بدلون راشی. اما پوښتنه دا ده چی دغه ژمنی به تر کوم حده عملی وی. علم او تجربه دواړه وای چی په یو منظم سیستم کی تحول په مستقیم ډول له تولید سره اړیکی لری او تولید په مستقیم ډول له شته ظرفیت سره اړیکی لری. که سه هم تر اوسه منتخب ولس مشرخپله کابینه نه دی معریفی کړی خو په ټیموکی شته افرادو ته او د وروستی ایتلاف ته په کتو سره ویلی شو چی د اینده حکومت کلیدی غړی ،چه په واقعی ډول د تحول کلمه ورپوری تړی ده، به بیا هم هغه افراد وی چی په تیرو دیارلسو کلونوکی په مختلفو برخو کی رول لوبوولی. ښه نو کله چی کوم بدلون په ظرفیتونوکی رانشی، بیانو سنګه کیدی شی چی تولید کی بدلون راشی. دا سمه دی چی رهبریت د یو بنسټ اساس دی اما هرسه د امکان لمن ته نه شی غورځولی.
که چیری منتخب ولس مشر او د ایتلاف غړی په واقعی ډول سره غواړی چه د خلګو په ژوندی کی یو مثبت بدلون راشی باید نوی څیری د تحصیل، تجربه او تعهد په بنیاد په خپله اداره کی ځای پر ځای کړی که داسی نه شی بیا به هماغه د تیری لسیزی حالت وی چی یوازی زورواک او ټوپک سالار په هرسه خیټه اچولی و اوبی وځلی خلک لا هم بی وځلی شوی و. که سه هم د اوسنی ولس مشر ننګونی به خورا ډیری وی لکه د مالی مرستو کموالی، امنیتی ستونځی، او د ایتلافی حکومت تحمیلیدل خو بیا هم که چیری پخه اراده، کار اهل کارته سپارل او د مافیایی کړیو په وړاندی قوی عزم موجود وی تر ډیره حده به د بدلون شاهدان اوسو، که خدای مکړه منتخب ولس مشر دټوپکسالار څخه متاثره شی نو د شعار نیمه برخه به عملی او نیمه برخه به پاتی وی هغه په دی معنا چی تحول به نوی راغلی خود اوسنی حالت تداوم به متداومه پاتی وی.
د یو مثبت بدلون په هیله
Dear,
Tahawal = (It mean the president Change & Minister change from one ministry to other & same one will be change to advisories like Mr Atmar)
Tadawam =( It mean the old policy will be continue No need for Change)
This the 1st day Ghani complain for It But Pakhtoon,Uzbak gave votes for him & No need to waiting for any change.