تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۹مه: د تخار چارواکي وایي، د دغه تالقانو د ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې یې د حزب اسلامي د یو تن قومندان آمر بشیر قانت په موټر کې شپږ میله وسله نیولې ده.

چارواکي وایي، له هغه څخه نیول شوې وسله په مکمله توګه نوې ده او داسې ښکاري چې تر دې وړاندې نده استعمال شوې، خو دا نده معلومه چې هغه د څه لپاره او چیرته وړله؟

یوې امنیتي سرچینې بیا په هغه تور لګولی چې دغه وسلې یې طالبانو ته وړلې، خو بشیر قانت ته نږدې کس ایوب فرامرزي بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې د هغه د مخالفینو له لوري ورته توطیه جوړه شوې ده.

فرامرزي وایي چې قانت له کابل څخه د تخار په لور روان و چې خپل موټر او د هغه د ساتنې لپاره یې څو میله وسله غوښتې وه خو د تخار مرکز تالقان کې د پولیسو له لوري د هغه موټر ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده چې د حکمتیار په ډله وروستیو کې د ترورونو او هدفي وژنو تورونه زیات شوي دي.

One thought on “تخار: د حزب اسلامي د قومندان په موټر کې ګریسبند وسله نیول شوې”
  1. دوا بدله راته راځي، غذا بدله یا ارجله راځي، جامه بوینه مستععمله راځي… یوازې د وژلو وسله ده چې اصله و بې بیه راځي. خود به داسې وي، د وسلو خیرات کوونکي ډاډه دي چې دغه داړونکي دوپای خډ ه لان یوبل پرې وژني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *