تاند، یکشنبه، د جدي ۸ مه: د تخار ولایت ځایي چارواکي وایي، طالبانو په دغه ولایت کې د ولسي پاڅونوالو په یوه مهمه قرارګاه برید مې ۱۷ پاڅونوال وژلي او ۴ نور ژوبل دي.
د تخار د والي ویاند جواد هجري تاند ته وویل چې دا برید تیره شپه په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د مشهور پاڅونوال قوماندان ملک احمد تاتار پر کور شوی.
ښاغلي هجري دا هم وویل چې ملک احمد تاتار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې یو مشهور محلي قوماندان دی ، چې د وسله والو مخالفینو په ځپلو کې لوی لاس لري.
د هغه په وینا ، د تیرې شپې برید کې وژل شوي ټول د ملک احمد تاتار خلک او ولسي پاڅونوال وو: (( د پاڅونوالو مرستې ته امنیتي ځواکونه ور رسیدلي او اوس وضعیت د حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.))
بلخوا طالبانو ادعا کړې چې په دې برید کې یې ۲۱ تنه ولسي پاڅونوال وژلي او ګڼ نور ژوبل دي.
د تخار ولایت د هیواد یو له ناامنه ولایتونو څخه دی چې طالبان یې په ځینو برخو کې شتون لري او ترهګریز فعالیتونه کوي.