تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: د تخار ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې یوه تازه واده شوې ناوې د خسر او مېړه لخوا په ګډه وژل شوې ده.
د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې دا ناوې ۲۳ کلنه وه د خپل مېړه نماز او خسر محمد شریف لخوا په تخن اباد کلي کې په بېرحمانه ډول وژل شوې ده، خو په وینا یې دواړه قاتلین یې نیولي دي.
د ښاغلي اسیر په خبره دا ناوې د کورني تاوتریخوالي او شخړې په ترڅ کې وژل شوې ده خو پولیسو یې په اړه نورې څېړنې روانې کړې دي.