تاند، جمعه، د حمل ۸مه: په تخار کې د افغان ځواکونو یوې څرخکې د تخنیکي ستونزې له امله بیړنۍ ناسته کړې ده.

 د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه، دغې څرخکې تېره ورځ د مزار شریف له مولانا جلال الدین محمد بلخي له هوايي ډګر څخه د تخار مرکز تالقان ته الوتنه کړې وه.

د ښاغلي امان په خبره دغه څرخکه روسۍ ایم آی ۱۷ ماډل وه او د تخنیکی ستونزې له امله یې د تالقان ښار په یوه خوندي سیمه کې بیړنۍ ناسته کړې ده: (( د څرخکې د بیړنۍ ناستې په پېښه کې هیچاته زیان نه دی رسېدلی.))

فواد امان وايي، دفاع وزارت په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي چې د څرخکې د بیړنۍ ناستې اصلي لامل څه شی و؟

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په افغانستان کې د افغان ځواکونو د څرخکو د سقوط پېښې زیاتې وې، خو په ۱۳۹۹ کال کې دا لومړنۍ پېښه ده چې د افغان ځواکونو یوه څرخکه بیړنۍ ناسته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *