تاند، شنبه، د اسد ۲۶مه: په تخار کې نامعلومه کسانو د دولت ساز ټاکنیزې ډلې د مشر اشرف غني ټول کمپایني انځورونه یا څيري کړي، یا یې خټې پر مخ ورشیندلي او یا یې هم ځینې بیلبورډونه سوځولي دي.
په تخار کې د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې مسوول میرویس شریعتمداري وايي، تخار کې یوې مشخصي ډلې د ډاکټر غني هیڅ انځور روغ نه دی پرې ایښي: (( په دې تړاو موږ پولیسو ته ویلي هغوی هم د دغو کسانو په پیژندلو کې تر اوسه ناکام ښکاري.))
نوموړي ویلي، په تالقان ښار کې حتی د پولیسو د حوزو، قومندانۍ او ملي امنیت ریاست سره نږدې هم چا د اشرف غني کمپایني انځور روغ نه دی پرې ایښی.
خو د تخار امنیتي چارواکي وایي، له دې موضوع څخه په ټولنیزو رسنیو خبر شوي او د عاملانو د نیولو هڅه به یې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تخار د جنرال دوستم تر نفوذ لاندې سیمه ده او ځايي فعالان د هغه کسانو ته ګوته نیسي، چې ګواکې له غني سره یې د خپل مشر د مخالفت له کبله غیر سالم ټاکنیز رقابت پیل کړی دی.
د جنرال دوستم له ترکمن قوم څخه دا وار له ډاکټر غني سره د یوسف غضنفر په نوم کس ولاړ دی، دغه راز احمد ایشچي هم د جنرال دوستم مخالف دی چې پراخ سیاسي نفوذ او د رایو بانک ورسره دی چې د شنونکو په وینا نوموړی اوس ډارېږي چې عبدالله سره د رایو ورکولو ژمنه یې خرابه نه شي او دا وار بیا په سیاسي میدان کې یوازې پاتې نه شي.