تاند، شنبه، د قوس ۲مه: د کرنې وزارت وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په تخار کې د شاتو تولید ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

د یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې د تخار د کرنې د رئیس سراج الدین مهربان له قوله راغلي چې سږ کال په تخار کې ۱۰۰ ټنه شات شوي دي، په داسې حال کې چې تېر کال دا اندازه ۷۰ ټنه وه.

د ښاغلي مهربان له قوله د تخار شات د ښه کیفیت له کبله په کور دننه او بهر ښه بازار لري چې پاکستان او متحده عربي اماراتو ته ښه صادرات لري.

سراج الدین مهربان زیاتوي دا مهال د تخار په دشت قلعه، رستاق، فرخار، ورسج، کلفګان او تالقان کې ۴۰۰ تنه د شاتو د مچیو په روزنه بوخت دي چې ۳۰۰ تنه یې د شاتو د مچیو د ساتونکو له ټولنې سره ثبت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *