تاند، جمعه، د جدي ۱۳مه: د تخار چاراکي وايي، په دې ولایت کې یوې ۲۸ کلنې ښځې په یو وار ۴ غبرګ ماشومان زېږولي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي، دغې مېرمنې دوه هلکان او دوه نجونې په یو وار نړۍ ته راوړې دي چې د ماشومانو تر څنګ یې د مور روغتیايي وضعیت هم ښه دی.

نوموړی وايي، دغې مېرمنې په ینګي کلا ولسوالۍ کې ماشومان زېږولي دي خو د ښې روغتیايي پالنې لباره اوس له خپلو زېږولیو ماشومانو سره د تخار مرکزي روغتون ته رالېږدول شوې ده.

One thought on “تخار کې یوې مېرمنې ۴ غبرګ ماشومان زېږولي دي”
  1. څلور غبرگ څہ معنی؟؟؟؟؟
    دا لا کومہ پښتو دہ؟؟؟
    کہ څلور غبرگ وھم منو، نو بیا خو آتہ (٨) ماشومان شول.

ځواب دلته پرېږدئ