تخليق ( پنځيدنه ) چې په ادبياتو کې د يوې مقدسې فريضې په توګه ځاى لري او پنځونکي يې خلق کوي نو د يو شمير داسې کيفياتو سره د دې شيبې هغه اندروني حالت مخ وي چې د بيلابيلو کره کتونکيو لخوا په مختلفو نومونو ياد شوي دي، دا کيفيات چې د تخليقي شيبې له عملي فلټر څخه تيريږي نو په ادبياتو کې د تحرير په بڼه په موضوعي حواله د يومرموز کيفيت وجود مومي،که څه هم همدا کيفيات دي چې تخليقي شيبې زيږوي خو په عين حال کې شيبه هم له کيفيت سره ځان عياره وي،
د تخليق د خودى پربنسټ او د فطري سپڅلتيا لامله همدې تخليقي شيبو ته ورسته بيا الهام وويل شو خو اصل حثيت يې په الهام کې نه بلکې د تخليق د شيبې په کيفيت کې خوندى دى، مرحوم ايوب صابر د دې کيفيت شرحه کړې،
د امد کيفيت داسې وي صابره،
لکه خيژي په شاعر د يو نبي رنګ،
د تخليقې شيبې همدې کيفيت ته يو ډول طبعي تمايل ويلى شو ځکه دا شيبې چې له کيفيت سره ژور تړاو لري نو د بنيادم د دې کيفيت هيڅ مهال نه وي مالوم چې کله او څنګه دا کيفيت رامنځته کيدلى شي،
د تخليق دا شيبې د زور شيبې هم ندي چې ګواکې ته يې رامنځته کولاى شې حتى پنځونکي همدې شيبو ته له مياشتو تر کلونو انتظار باسي،
داسې ډير څوک شته چې د تخليقي شيبو پر ټول اهميت او افاديت خو خبر وي، فنى او موضوعي خواوې به يې پيژندلى شي مګر عملا به له دا ډول شيبو سره نه وي مخ، چې يو څه پکې تخليق کړي خو کله_ کله بيا دا شيبې د پنځونکي لپاره دومره جالبې وي چې نه غواړي يو څه تخليق کړي مګر همدا تخليقي شيبې دومره طبعي او زورورې وي چې پنځونکى پرځان خبريږي نو له خبريدنې سره يې تخليقي پنځونه هم سرته رسيدلي وي،
د تخليقي شيبې دا کيفيت په هره حواله خپل عمل تر سره کوي او پنځونکي ته د دې عمل انرژي هم همدا کيفيت ورکوي،
سمه ده چې د تخليقي شيبې تر شا د کيفيت لاس دى،خو مهم سوال دا دى چې د دې کيفيت سرچينه څه کيدلى شى ؟
داسې يو مسلسل اضطرابي حالت چې ضرور بايد يو څوک د يو څه محسوساتو سره پکې مخامخ وي، په نا اګاهانه ډول مختلفې خبرې، بيلابيلې زاويې، تصورات، خواهشات، تصويرونه،درد، ويره، خوښي، غم او له همدې څخه داسې اغيز اخستل چې په مجموع کې له نورو سره مشترک محرکات لري، داسې څه دي چې مونږ يې بايد پدې بحث کې د کيفيت د جوړولو لپاره د فرايډ هغه د لا شعور څه وبولو کوم چې په تخليقي عمل کې د داخليت رول لوبوي، او مونږ ته د شعوراو لا شعور پر هغه شته کيفياتو کې محسوسيږي کومو سره چې د تخليقي شيبې پرمهال پنځونکى مخامخ وي، يعني ويلى شو چې همدا لاشعور دى چې د کيفياتو په زمينه سازى کې لاس لري او همدا لامل دى چې تخليقي شيبې مونږ له کيفياتو جلا نه ګڼو،
بله دا چې سبک پوهان اصرار کوي چې د تخليق سبک له شخصيت څخه بيل ندى او همدا د شخصيت د فکر او کيفيت محصول څه دي چې د تخليقي شيبې په اغيز رامنځته کيږي او پنځونکي په تخليقي عمل کې واقع وي نو ځکه په تخليقي شيبو کې د پنځونکي انفرادي تجربې هم مهمې ګڼلاى شي او پر شخصيت يې تاکيد کيږي،
په تخليقي شيبې کې لکه څومره چې دلاشعور عمل دخيل وي، په همدومره کچه شعور بيا د تخليقي ترتيب سره موجود وي، يعني شعور د فکر او فن، او لاشعور د احساساتو او جذباتو سره سروکار لري، يا په بله معنا لاشعور د کيفيت په موزونولو سره خام مواد جوړه وي او شعور يې په هنري رياضت پخوي هغسې لکه اروښاد ناظر شينوارى چې وايې،
په لاشعور کې رنګ په رنګه زرې ورشي سره ،
جوړ په وجدن کې شي تصوير د تخييل ژبه شي ،
تر کومه حده چې د تخليقى شيبې د عمل خبره وه، هغه مو د کيفيت يو حالت ، او د کيفيت پيداور مو بيا د پنځونکي لاشعور وباله،
راځو دې ته چې د تخليق دا رسالت چې د بشر ټول فرهنګي قدرت يې د اصليت منصب ته په درناوي قايل دى، څنګه ويلى شو چې د تخليق دا شيبې فوق العاده دى ؟ او که فني تکنيک ؟
ځکه که فني پيرايې نه وې نو تخليق به څه وو ؟ ايا له کيفيت نه به يو انسان چاودلى نه وى ؟
ظاهره خبره ده چې د دې دواړو عناصرو خپل خپل اهميت او ارزښت دى ، همدا تخليقي شيبې دي چې د پنځونکي شعور هم بيداروي او د تخليقي شيبې دې عمل ته په هيتي حواله جامې هم وراغوندي، خو که تخليقي شيبې ته يو څه فوقيت ورکوو نو هغه د همدې شيبو د لومړيتوب په اساس کيدلى شي، مثلا اذاد نظم په هيتى حواله څوک مني يا نه خو په اندرون کې يې هغه شته څه ځکه هم نه شو نظرانداز کولاى چې ممکن د تخلقيت پيدار وي او تخليق بيا د هر چا د خپل ذوق او محسوساتو محصول دى، نو بهتره ده چې ووايم د فن او د تخليقي کيفيت امتزاج دى چې پاى مونږ ته د پنځونې وجود راښکاره شي،
د نثر په باب شايد دا پورته خبرې بيا يو څه توپير ولري، هنري نثرونه چې پر خاص کيفيت ليکل کيږي، سمه ده چې تخليقي يې وبولو خو له هغو علمي او څيړنيزو ليکنو او اثارو لپاره بيا د خپل ذهني طبعيت زمينه مهمه ده چې څرنګه مطالعه او مواد راټول کړي او بيا يې وليکي خو په هنري او تخليقي اثرو کې د کيفيت موزنيدل مهم بللى شي، يعني که تخليقي شيبې د کوم دباوو تر اثر لاندې راغلې نو کيفيات يې مجروح بويه، په تخليقى شيبو کې فنى رياضت ضرورى دى خو په کيفيتي لحظ په تخليقي شيبې کې عادي اوسيدل پکار دي،
په هر صورت دا موضوع تر دې ډيره پر بيلا بيلو خوا وو ويشلى شو ځکه چې تخليق د ژوند د ذوق او موضوعاتو نوم دى تخليق د شته نوم دى تخليق د انساني هجاناتو او عاوطفو نوم دى تخليق د زمان او مکان د لبريزيت او تناسب نوم دى او حتى د ښکلا او د کيفياتو نوم او وجود دى ، نو ځکه وس همدومره د تخليق پر شيبو بسنه کوو،
سرچينه ، نننى افغانستان ، اونيزه