(Creative Teaching)
دوېمه برخه
دا یو حقیقت دی، چې ښوونکی په هر زده کوونکي کې د ښه تخلیقي صلاحیتونو په پېدا کولو کې کوښښ کوي، خو داهڅې یې باید د تدریس په بڼه په درسي وختونو کې په تخلیقي انداز سره وي څو هغوی د فکر کولو په برخه کې روزي. د زده کوونکي تخلیقي وړتیا پېژندل او د هغې مطابق درس عیارول تخلیقي فکر ته لاره حواروي. په زده کوونکو کې د تخلیقي فکر د ودې لپاره لاندې اساسي توکي په نظر کې ساتل ضروري دي.
۱. د افکارو متنوع والی، د تخیل جدت او په تخلیقي قوت کې خوځښت او بېدارۍ شتون او پدې عناصرو تجربه سازي د تخلیقي تدریس لازمي عناصر بلل کېږي.
۲. د زده کوونکو د ذوق او اشتیاق د اظهارولو په باره کې ښوونکی باید ډېر محتاط او حساس وي، د ښوونکي په باریک بینۍ سره د زده کوونکو په ذوق او علاقه کې لا دلچسپي راځي.
۳. په ښوونکي کې د متخیله قوت پیاوړي کول ډېر ضروري ده او اعلی درجې رسولو لپاره یې هردم کوښښ کول پکار دی، ځکه چې تخلیقي صلاحیت د متخیله قوت په مټ برابرېدلی شي.
۴. په زده کوونکو کې د تخلیقي مزاج په پېداکولو او هغه ته رشد ورکولو کې د ښوونکي خپل مزاج او روابط کلیدي رول لوبوي. د زده کوونکو له ټولنیز حالاتو او کواېفو سره د ښوونکي بلدتیا په زده کوونکو کې د تخلیقي فکر په پېدا کولو کې خورا مرستندویه ثابتېدای شي.
۵. د خپل متخیله قوت د تقویي لپاره د تخلیقي چاپېریال د مضمراتو او د هغې د حلولو لپاره د ښوونکي ذهني تیاری او چمتوالی ضروري دی.
۶. په ټولګي کې د ښوونکي لخوا د تدریسي سرګرمیو په جریان کې خپل تجزیاتي او تخیلاتي مرستو په مټ په زده کوونکو کې تخلیقي تصورات او نظریه سازي یقیني کوي او په پرمختګ کې یې پوره مرسته کوي.
د تخلیقي تدریس لپاره مرستندویه توکي
د ښوونکي لخوا د تخلیقي صلاحیت د پلي کولو طریقو سره په زده کوونکو کې فطري ډول سره تخلیقي مزاج پېداکېږي. په زده کوونکو کې تخلیقي فکر پېدا کولو او هغې ته پرمختګ ورکولو لپاره لاندې څو نقطې عملي کول زده کوونکو سره د هغوی په فکري صلاحیت او رشد کې خورا مرستندویه دي.
۱. په زده کوونکو کې د ښوونکي لخوا تنقیدي، تجزیاتي او تخلیقي ډول سره د مطالعې عادت اچول، زده کوونکي دغه تخلیقي افکار، خیالات او ټول هغه شیان، چې د هغوی ذهن متاثره کوي ور وښایي او پرې د فکر کولو تلقین کوي.
۲. د تدریس په وخت کې له ټولو رمزونو او نقطو د واضح کولو څخه ښوونکی اجتناب کوي، ترڅو پر زده کوونکو کې د غور او فکر کولو عادت پېدا شي. زده کوونکو ته د دې عادت مکمله ازادي ورکړئ او تدریس په داسې دوستانه فضا کې وکړئ، چې زده کوونکو ته د مضمون مربوط د پوښتنې کولو هېڅ نوعه تشویش موجود نه وي او د یوې ښې نتیجې په تر لاسه کولو سره بریالیتوب ته ورسېږي.
۳. زده کوونکو ته د شوق او ذوق او دلچسپي روحیه ورکولو سره هغوی په مختلفو ګروپونو کې تقسیم کړئ او په مختلفو فعالیتونو کې یې مصروف کړئ ترڅو یې په اړه فکر وکړي او خپل تصورات او نظریات وړاندې کړي. لارښوونه ورته وکړئ تر څو خپل نظریات او افکار په بلکل اختراعي ډول سره وړاندې کولو کوښښ وکړي.
۴. له زده کوونکو څخه دې ښوونکی داسې پوښتنې مطرح کړي، چې د هغوی قابلیتونه پکې منعکس او وریاد کړي، زده کوونکو ته د غېر معمولي پوښتنو ارزښت وښایاست، خو د بېکاره پوښتنو په کولو سره هغوی له تحقیر او تهدید نه کړي. داسې پوښتنې دې ترې وشي چې د ځواب توقع ترې ولرئ، پدې سره د زده کوونکو حقیقي قابلیت په معلومولو کې له تاسې سره مرسته کوي چې راتلونکی ګام له کوم ځایه واخلئ.
۵. د زده کوونکو قابلیت ته د دندو او پروژو د ورکړې په شکل پرمختګ ورکړل شي او داسې دندې ور وسپارل شي، چې په هغه کې دوی تحقیق، تنقید، تجزیه او تخلیقي صلاحیتونو ته پکې پرمختګ ورکړی شي.
۶. زده کوونکي زیات نه زیات په تعلیمي سرګرمیو کې بوخت وساتل شي ترڅو په دوی کې د فکر او پوهې صلاحیت په درست شکل نمو وکړي. د زده کوونکي د ښه فکر او تصوراتو نظریات په کار واچوئ او په دې ارثه کې د هغه رهبري او لارښوونو کې ښوونکی پوره ونډه واخلي.
۷. داسې تعلیمي پروګرامونه ترتیب کړئ، ترڅو محدود اکتساب نفی کړي. زده کړییزې بوختیاوې ټول هدفمند او له تنوع څخه ډک وي، ترڅو په آسانۍ سره په زده کوونکو کې تحرک او ترغیب پېدا کړي او ددوی نظر او فکر ته بشپړ وسعت ورکړي. د ښوونکو له ټولو نه لویه وجیبه همدا ده، چې هغوی د محدود اکتساب او تنګ نظرۍ څخه بچ کړي.
۸. د زده کوونکو تخلیقي کړنه، فکر او نظر د نورو په وړاندې تعریف او تقدیر کړئ، ترڅو لا تشویق او همت افزایي یې وشي، چې پدې سره به هغه په خپلو صلاحیتونو کې لا بهتروالی راولي. زده کوونکو ته د انعاماتو په ذریعه هم د هغوی په اختراعي او تخلیقي کړنو کې ښه والی راتلای شي او دا کار د هغوی په فکر او استعداد نیغ په نیغه اغېزه کوي.
۹. زده کوونکو ته په ښوونځي کې د جوړېدونکو پروګرامونو لکه هنر، ساینس، ادب، مشاعره او نورو زده کړییزو برنامو کې د ګډون په ورکولو سره د هغوی په تخلیقي افعالو او کردار کې مطلوب بدلون راځي.
۱۰. د تخلیقي انداز فکر پېداکوونکو مرستندویه عناصر، چې تخیل، تجسس او تحقیق پسندۍ ته پکې وده ورکول کېږي ترویج شي.
۱۱. زده کوونکو ته په تخلیقي انداز د مشاهدې ښوونه وکړئ، او په فارغه وختونو کې هغوی ته د غېر معمولي او خاصو خصوصیاتو په باره کې د فکر کولو نه تنها عادت وښایي بلکه د هغوی د پرمختګ د عواملو په اړه مناسبه چاره اختیار کړئ.
۱۲. ښوونکي باید زده کوونکي د هر رنګه غېر موافق ذهني حالت څخه بچ وساتي، پدې سره د هغوی د نوي نظریاتو او افکارو په ابراز کې خنډ واقع کېږي.
۱۳. زده کوونکو ته د فکري وسعت او وسیع النظرۍ اهمیت او ارزښت وښایاست، په انفرادي او جمعي انداز سره د معلوماتو او څېړنو د راټولولو او منظمولو هنر ورزده کړئ.
۱۴.زده کوونکو ته د هر مضمون د مهمو نقطو د یادداشت په کتابچه کې د لیکلو تلقین وکړئ، دا کار زده کوونکو سره د هغوی د تخلیقي صلاحیت په پرمختګ کې پوره مرسته کوي. پدې سره هغوی لیکل شوو تصوراتو ته له سره ترتیب ورکوي او نظریات او تصورات حقیقت ته په رسولو کې په تخلیقي انداز سره یې په صلاحیتونو کې اضافوالی راولي.