تاند- واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، د افغان کاندیدانو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب د موافقې لا څو ورځې نه دي وتلي چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ اختلاف نژدې دی چې د دې تاریخي موافقې د ناکامېدو سبب شي.
د واشنګټن پوسټ ورخپاڼې د راپور له مخې دا مسله لا څرګنده نه ده چې د ۸ ملیونه او یو لک رایو، چې د جوزا په څلرویشتمه نېټه په دوهم ځلي انتخاباتو کې رایبکسونو ته اچول شوي، د تفتیش د چارو مشري افغانان او که بهرنیان وکړي. دې موضوع د جان کیري په منځګړتوب د شوې موافقې عملي کېدل له خنډ سره مخامخ کړي او د دواړو کاندیدانو ترمنځ یې بې اعتمادي رامنځته کړې ده.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې د دوشنبې په ورځ د ټولو رایو تفتیش، چې د کیري په منځګړتوب د موافقې پر اساس باید په ۲۴ ساعتونو کې پیل شوی وای، پر تخنیکي چارو د اختلاف له کبله وځنډېده.
پرون په دې اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس یوسف نورستاني خبرې وکړې.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له مخې، د عبدالله عبدالله انتخاباتي کمپاین وايي چې دوی ته وعده ورکړای شوې وه چې نړیوال به د تفتیش مسوولیت په غاړه اخلي. د اشرف غني احمدزي ټیم بیا وايي چې په موافقه کې داسي شرط نه و اېښودل شوی. د افغانستان د قوانینو له مخې باید د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون تفتیش وکړي او یوازې یې ملګري ملتونه څارنه کولی شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زیاتوي:«د عبدالله دوهم مرستیال او پخوانی جګړه مار محمد محقق وايي، په خبرو کې په دې سلا شوې وه چې نړیوال به تفتیش کوي، نه دا چې د تفتیش مشري به د افغانانو په غاړه وي. که د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته د تفتیش مشري وسپارل شي، ټول تفتیش او هلې ځلې به په صفر ضرب شي.»
په همدې حال کې د امریکا د حکومت یوه مامور د دوشنبې په ورځ وویل، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له تخنیکي پلوه تفتیش کوي خو دا کار د ملګروملتو د څارونکو تر نظر لاندې کوي.
دغه مامور، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل:«څرګنده ده چې لا هم پر ستونزو کار روان دی.»
ورځپاڼه وايي چې دا تازه اختلاف د موافقې یو اساسي هدف له خطر سره مخامخوي چې هغه د ملي یووالي د حکومت جوړېدا ده چې په نهایت کې به د افغانستان نظام له ریاستي څخه پر صدارتي بدلوي.
په دواړو حالتونو کې نړیواله ټولنه د رایو تفتیش څاري خو عبدالله عبدالله د دې لپاره ټینګار کوي چې افغانان دې په دې بهیر کې برخه نه لري چې د افغانستان انتخاباتي کمیسیونونه بې اعتباره او مسترد کړي.
په همدې حال کې نن عبدالله عبدالله د اشرف غني احمدزي کور ته لاړ او شاوخوا یو ساعت یې پر ستونزو خبرې وکړې.
لمر به دوه كوتو نه بتيزي
خه جه مونز تعقيب كري ،اوريدلي ،او لوستي مو دي جان كري وويل جه شمار نه دي د ملل متحد تخنيكي دلي له خارني لأندي دي انتخابي مستقل كميسون او شكايتي كميسون به قانوني شكل دمطروحه قوانينو به جو كات كي إنجام شي
داجه ويل شوي به قانوني شكل دقانون به جوكات كي إنجام شي أساسي قانون او نور مطروحه قوانين دي وكتل شي جه قوانين خه امر كوي حاجت دجنجالو نه شته كه محقق يا بل خوك قوانينو ته احترام نه لري داعليحده خبره ده