ټول تخییل دی، تغزل دی فطرتي ښکلا یې

د بېټ بچیو موږ شپېلۍ او آبشار څه پېژنو(هاشمي)

د تخیلي ادبیاتو د لومړي څرک او پیدایښت وړاندې غوره بولم په پیل کې د تخیل په اړه څه ناڅه معلومات وړاندې کړم.

تخیل څه دی؟

تخیل، یو له هغو فلسفي مفاهیمو، چې لاهم کره او ټول منلی تعریف نه لري. څوک یې د فطرت تخلیق بولي، څوک یې د ذهن حسي فعالیت او څوک یې هغه ذهني قوه بولي، چې د ذهن تجربي ترتیبوي او په ښکلې انداز یې وړاندې کوي.

فرانسوي فیلسوف او تیوریست، ګاستون باشلار وايي: « تخیل د طبیعت د ژوندیو ځواکونو کشفوونکی، د ټولنیزو تړونونو له بنده د انسان د ژغورنې او د څیزونو تل ته د ښکته کېدو وسیله ده. تخیل د ذهن هغه باخبره فعالیت دی، چې په لړ کې یې انسان خپله تېره، حال او راتلونکې یوځای ویني.»

حبیب میرخېل
حبیب میرخېل

د روان پوهنې له انده تخییل(Imagination) د انساني ذهن دهغه فعالیت نوم دی، چې له موجودو واقعیتونو داسې څه ترسیم او تصویر کړي، چې له همدې ذهني چاپیریال پرته په حسي او عیني چاپېریال وجود ونه لري. خو له دې امله، چې د تخییل عناصر حقیقي او حسي دي، هر تخییل حقیقي ریښه لري. د خیال اوخوب لیدو تر منځ توپیر دا دی، چې تخییل ارادي دی او د عقل له خوا یې لارښوونه کیږي خو خوبونه غیر عقلي، غیر ارادي او دلاشعور په ساحه کې پېښېږي.

کریستوفر نیو وايي: « تخیل د ذهني شتون تر ټولو نافذه او هر اړخیزه ځانګړنه ده.»

خواجه نصیر طوسي په (معیار دانش) کې وايي: تخیل یو داسې قوت دی، چې د انسان په ذهن کې د هغه شته معلوماتو زېرمه، چې د تجربو، مشاهدو او د مطالعې په لامل جمع شوی وي، دغه قوت داسې ښکلی ترتیب ورکوي، چې نوې بڼه خپلوي او د الفاظو په داسې ښکلې پیرایه کې بیان کړي، چې له معمولي پیرايي نه بشپړ یا لږ ډېر توپیر ولري.

جرمني فیلسوف ایمانویل کانت وايي: “تخيل د فطرت له خوا د چمتو شویو موادو څخه د دويم فطرت قوي تخليق کوونکى عامل دى”.

پوهاند محمد رحيم الهام وايي:”تخيل د ماهيت له مخې د تفکير يو ډول دى او تفکير په شعور کې د مطالعه کېدونکي شي د ځانګړنو او صفاتو تجريدل او د لازياتې پېژندنې له امله يې په مشخصو ډلو کې وېشل دي.”

شاعر د تخیل پر بنسټ له فیلسوف سره ورته والی لري.  فیلسوف د تخیل په زور د کائناتو پردې شلوي او حقایق په ډاګه کوي. شاعر هم د تخیل په قوت د تحت الشعور پردې څیروي او د انسان روحي حقایق ښکاره کوي.  همدا لامل دی، چې اکثر فلاسفه شاعران هم وو.

کله، چې ښاماران وزیږېدل!

ځوانانو ننګ راباندې وکړئ

پلار مي مغل دى ما ښامار ته استوينه

د پښتو په فولکلوریک ادب کې به مو د مومین او شرینو نکل لوستی وي. د نکل اتل مومین خان هغه ښار په خپله توره ټوټې ټوټې کوي، چې خوراک یې پېغلې او ښایسته نجونې وې. ښامار یو له هغو تخیلي او اسطوره يي موجوداتو دی، چې کله هم عیني شتون نه لري او تر ډېره په کیسو، نکلونو او فلمونو کې د یوه تخیلي موجود په توګه ظهور کوي. د نړۍ د مختلفو اقوامو په ادبي ځّولۍ کې د ښامار، دېب، ښاپېریانو، فضايي موجوداتو، ډایناسور، الوتونکو او دېته ورته ډېرو نورو ځمکنيو او فضايي موجوداتو انځورونه شوې، چې تر ډېره یوازې په ذهن او خیالاتو کې ځای لري.

که څه هم د هغه تخیلي ژانر د پیدایښت مخینه، چې ځوانان ورسره ډېره مینه لري، د شلمې میلادي پېړۍ دویمې او درېیمې لسیزې ته رسیږي، خو ګڼ ادب پوهان ژول ورن هغه لومړنۍ لیکوال ګڼي، چې د نولسمې پېړۍ له اتیایمې لسیزې یې د داسې تخیلي آثارو په لیکولو د دې ژانر بنسټ کېښود، چې د انسان ذهن یې د سمندر تل، د آسمانونو هسک او د ځمکې ژورو ته رساوه. باید په پام کې ولرو، چې په ۱۸۸۰ کال لاهم بشر نه الوتکه اختراع کړې وه، چې په وسیله یې الوتنه وکړي او نه یې هم د اوبتل جوړولو وړتیا درلوده. له همدې امله کاپیټان نمو د خپل « ناتیلوس» اوبتل له امله مهم او علمي شخصیت ګڼل کیږي.

په هر حال، علمي تخیلي ژانر، چې د پښو خاپونه یې آن د منځنیو پېړیو په ادبیاتو کې هم لیدل کیږي، له ډېرو هغو پخوانیو وختونو راهیسې، چې بشر غوښتل له ځمکني محصور ژوند وړاندې او د باندې لاس وغځوي، د ګڼو لیکوالو د مغز له خړو حجرو یې د سپین کاغذ مخې ته لاره کړې وه، څو د خپلو لوستونکو ذهن و تخنوي او له شته چوکاټ یې را وباسي.

دغه ژانر له صنعتي انقلاب او ټکنالوژۍ په پیدایښت سره چټکه وده وکړه او په لومړۍ نړیواله جګړه کې د لومړنیو الوتکو په الوتنو سره، نوښتګرو ذهنونو دغه تخیل د ناپېژاندو(Ufo) تر الوتنې او له کهکشانونو د نورو موجوداتو تر یرغل پورې وغځوله.

د سینما په راتګ او هغې ته د دې ژانر په ورتګ سره یې د مخاطبانو کړۍ نوره هم پراخه شوه او د دې ژانر لیکوالو د خپلو تخیلي او حیرانوونکو تصوراتو د انځورولو له پاره نوره هم پراخه ساحه بیامونده، چې له امله یې د ژانر په اصلي بدنه کې نورې څانګې هم شنې شوې.

که څه هم کله کله په څانګو د دې ژانر وېشنه پېچلې شي، مګر یوه له هغوی ډېر بنسټیز ده، چې عبارت ده د علمي تخیلي ژانر او فانتیزي ادبیاتو له یوبل جلا کولو څخه. په حقیقت کې د یوه داسې تعریف له مخې، چې د ګڼو له خوا منل شوی هم دی، علمي تخیلي هغه ژانر دی، چې علم په کې بنسټیز رول لري؛ که څه هم دغه علم خیالي دی او ممکن په واقعي نړۍ کې لا نه وي پېښ شوی، خو داسې کوم دلیل هم نه شته، چې سبا دې پېښ نه شي. د همدې له پاره د ژول ورن آثار په دې کته ګورۍ کې راځي او د آرتور.سي. کلارک آثار د دې سبک له مهمو آثارو ګڼل کیږي. هغه داسې مهال د ځمکې په مدار کې د سپوږمکیو ځایېدلو وړاندوېینه وکړه، چې هېچا په خوب کې هم د دې ډول حالت تصور نه کاوه.

رباتیک(Robotics) یا ماشیني سړي اصطلاح او د ربات امنیت مفهوم هم د آیزاک آسیموف له نوښتګر ذهن راوتلي او په څو لسیزو کې په منل شويو نړیوالو مفاهیمو بدل شول. همدا لامل شو، چې ځینې ووایي علمي تخیلي ژانر له داسې دريځ برخمن دی، چې کولای شي د علم خلاقیت ډېر کړي او پوهانو ته نوي لیدلوري چمتو کړي. له بلې خوا، که څه هم تخیلي ادبیات د خیال پر بنسټ رامنځ ته کیږي او په کې هر ډول ناممکنې پېښې شونې کېدای شي، خو هر څه د وهم، کوډو او فانتزي په نړۍ کې جوړیږي. له همدې امله، تالکین د دې ژانر تر ټولو لوی لیکوال دی او د «هابېت»(The Hobbit) او «د کړۍ پادشاه»(Lord of the Rings) ستر داستانونه، چې په کې ګڼ عجیبه او ناپېژاند ژوي شتون لري او حیرانوونکې پېښې په کې پېښيږي، که څه بشپړ فانتزي دی؛ مګر علمي تخیلي نه دي.


عجیب سفرونه

په علمي تخیلی اثر کې لوستونکی له لیکوال سره مل عجیب غریب سفرونه کوي او داسې تجربې شاته پرېږدي، چې ښايي د علمي پرمختګ له امله یوه روځ ممکنې شي. له دې سربېره، دغه ژانر نن ورځ له ګڼو بشري احساساتو سره مل شوی او همدې ظاهرا ً خیالي ژانر په چوکاټ کې د نړۍ په اډانه کې د انساني اوسنی دریځ تر پوښتنې لاندې کیږي او یا هم په اوسني ژوند کې د هغه رول څېړل کیږي او د ده د فلسفي شتون اهمیت مطرح کیږي؛ دا هماغه بنسټیزې پوښتنې دي، چې د ماتریکس یا فضايي اودیسه په څېر علمي تخیلي آثارو په چوکاټ کې مطرح کیږي او هر یو ځانله دومره اهمیت لري، چې ټوله حیرانوونکي خلق شوې فضا د دغو پوښتنو د طرح په چوپړ کې ځای نیسي.

خو بیا هم، کولای شو دغو پوښتونو ته نور ځوابونه هم پیدا کړو او دا هماغه ځوابونه دي، چې امریکايي لیکوال «ري. برد بري»، چې د شلمې پېړۍ له نامتو علمي تخیلي لیکوالو ګڼل کیږي، مطرح کړې دي. هغه وايي: « د هر څه، چې تصور کوو، تخیل دی او هر هغه څه علم دی، چې سرته یې رسوو؛ ټول بشري تاریخ له یوه علمي تخیلي داستان پرته بل څه نه دی.»


د سپوږمۍ سفر

له پورته څرګندونو سربېره، دوو سترو نړیوالو لیکوالو یانې فرانسوي ژول ورن او انګلیسي واچ.جي.ولز د علمي تخیلي آثارو په پنځونه کې هم رول درلود او په ۱۹۰۲ کال د ژرژ ملېز لخوا « د سپوږمۍ سفر» په شان لومړني علمي تخیلي فیلمونه د ژول ورن له اثر څخه په الهام جوړ شول. ژول ورن « د ځمکې تل ته سفر» (۱۸۶۴)نومي خپل اثر کې د ځمکې د ژورو لټون وکړ او یو کال وروسته د ده په بل اثر« له ځمکې تر سپوږمۍ» کې خلکو وکولای شول په یوه بالون کې کېني او سپوږمۍ ته لاړ شي. په « د هوا پادشاه» نومي کتاب کې هم د روبور په نوم یوه انجینر د «آلباتروس» نومي هوايي سفینې په مرسته، چې ۷۴ وزرې یې درلودې، د نړۍ په سیل ووت. د ده په یوه بل رمان کې، چې « د بیرغ له پاره» نومیږي او د نولسمې پېړۍ په پای کې خپور شو، یو لېونۍ عالم په نړیوال ګواښ بدلیږي او داسې نوې جګړه پیلوي، چې په کې کنټرولېدونکي توغوندي او د اټومي بمونو په څېر چاودېدنکي بمونه کاریږي.

اچ.جي. ولز په خپل « هوايي جګړه»(۱۹۰۷) رومان کې د عصري او ماډرن جګړې وحشتناک جزئیات وڅېړل او د ناوړه پایلو د وړاندوېینې په اړه یې خپله وړتیا ۷۰ کاله وروسته هغه مهال ثابته کړه، چې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه. ده په یوه بل اثر کې د ټانک کارونې وړاندوېینه هم کړې وه.

خو دغه آثار په تدریج سره له نورو ژانرونو سره ګډ شول او یوازې د فني تخنیکي اصولو له مطرح کولو، چې سخت علمي تخیلي بلل کیږي، د دغو آثارو له بلې څانګې سره یې تمایل پیدا کړ، چې نرم آثار تشکیلوي، چې د خیالي واقعیت په منلو سره د هغه آثارو او لیکنو ته پاملرنه کوي. د مثال په توګه، په ۱۸۸۰ کال د ریډلي سکاټ پردی یا بېګانه نومي فلم د علمي تخیلي ژانر او وحشت سینما په تلفیق سره فضايي موجودات د هغوی د وحشتناک او خطرناک ماهیت پر تمرکز مطرح کوي او په ۱۹۸۲ کال سپېلبرګ په «آی ټي» فلم کې د یوه مهربانه فضايي موجود تصویر کاږي. په ۱۹۶۰ کال د جورج پال له خوا جوړ شوی ماشین هم د اچ. جي. ولز له داستان څخه الهام اخلي، چې د درېیم اینشټین له خوا د څلورم اړخ یا بعد مطرح کولو ته په پام سره یې په زمان کې د حرکت مساله د خپل اصلي محور په توګه غوره کړې ده.


مهمې علمي تخیلي څېرې

سره له دې، چې اروپایان د علمي تخیلي ادبیاتو بنسټ اېښودونکي دي، خو امریکایانو د شلمې میلادي پېړۍ په پیل کې دغه ژانر تر پوښښ لاندې کړ او په ۱۹۳۹ کال یې لومړنی علمي تخیلي نړیوال کنفرانس یې په نیویارک کې جوړ کړ؛ خو هېڅ اروپايي لیکوال دغه کنفرانس ته نه وو بلل شوی. ښايي د دې مسلې یو لامل په اروپا کې د دې ژانر له لیکوالو سره د ادبي ټولنې سخت چلند وي؛ ځکه انګریزانو کله هم نه شو کولای داسې آثار ومني او د خپلې واکمنۍ پر وړاندې یې وویني، چې د انسان ټول ژوند بې ثباته او د بدلون په حال کې ګڼي. له همدې امله د اچ.جي. ولز آثار په انګلستان کې له هرکلي سره مخ نه شول او له بلې خوا امریکایان، چې تل یې غوښتل د ویلو له پاره نوې خبرې ولري، دغه ژانر ته یې وزرې ورکړې او تر هسک یې پورته کړ. په هر حال، دا مهال د علمي تخیلي لیکوالو ټولنه له ځانګړې مقام برخمنه ده او هر کال د دې ژانر لیکوال د نړۍ معتبرې جایزې اخلي.

که د نولسمې پېړۍ د پای او شلمې پېړۍ د پیل دوې سترې څېرې یانې ژول ورن او اچ.جي.ولز د دې ژانر د بنسټګرو په توګه ومنل شي، له شک پرته آیزاک آسیموف او آرتور.سي.کلارک د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د دې ژانر بډایوونکي لیکوال ګڼل کېدای شي.


علمي تخیلي ژانر په پښتو ادب کې

که څه هم د پښتو ادب په پخوانیو کتابونو، چاپي او ناچاپو آثارو کې د دې ژانر ښکاره بېلګه نه لیدل کیږي، مګر د پښتو فولکلور کې بیا د دې ژانر څه ناڅه بېلګې لیدلای شو. مثلا ً که په ملي هنداره کې د بدرۍ جمالې، زبزبانې ښاپېرۍ، مومین خان او شرینو او … نورو نکلونو ته وګورو، د تخیل ښکاره بېلګې په کې لیدل کیږي. همدارنګه د ملانعمت الله منظوم داستانونه او د عبدالکریم پتنګ منظومې کیسې او د مولوي عبدالرحیم( کان مولوي) شعري ټولګه« د سترګو قدمونه» کې د عنقا کیسې هم د تخیلي ژانر له بېلګو ګڼلای شو.

که څه هم د پښتو په معاصر ادب کې د تخیلي ژانر تله سپکه ده، خو په دې وروستیو کې د تکړه ناول لیکوال نصیر احمد احمدي جوجو نومي ناول د علمي تخیلي اثر نامتو بېلګه ګڼلای شو.

په (جوجو) ناول کې له بل ستوري د جو جو په نوم موجود ځمکې ته د څېړنو په موخه راځي، چې پر افغاني بدو دودونو او په ډېرو شریکو انساني ځورونکو ارزښتونو يې نیوکې کړې دي. د نړۍ په نورو ژبو کې د داوړ ناولونو او کېسو مخینه ډیره اوږده ده ، خو د پښتو ژبې د معاصر ادب په کېسه ایز ډګر کې دا لمړنی ګام دی، چې زه فکر کوم ډیر په غور او پام پورته شوی دی. هېله لرم په راتلونکې کې پښتو ادب له دې اړخه نور ګامونه هم اوچت کړي او غوره لاسته راوړنې ولري.

سرچینې:

  1. گاستون باشلار، پدیدار شناسی شعر، ترجمه علی موحدیان، فصلنامه ارغنون، زمستان 77، شماره 14، ص 131.
  2. احمدي نصیر احمد، جوجو ناول، بېلابېل مخونه.
  3. ویل دورانت، د فلسفې تاریخ، ایمانویل کانت، تهران چاپ
  4. هاشمي، سید اصغر، د غني په شعر کې اساسي توکي، مقاله. تاند. ټکی کام.
  5. سالک، مصطفی، منشور، تخیل او شاعري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *