تاند، یکشنبه، د سنبلې ۳۱مه: وروسته له هغې چې د امریکا سفیر د کابل د برقونو د قطع کېدو په تړاو تره خېل حرارتي برېښنا د سون توکو به نشتوالي نیوکې وکړې، اوس د ملي تدارکاتو ادارې نن شنبه د برښنا شرکت په وړاندیز د کابل د حرارتي برېښنا دستګاه لپاره د سون توکو د اخیستلو منظوري اعلان کړه.
د امریکا سفیرجان بس څو ورځې وړاندې په یو ټویټ کې ویلي وو، سره له دې چې واشنګټن د بریښنا د رسولو په چاره کې ډېره مرسته کړې ده خو بیا هم د کابل د حرارتي برښنا د دستګاه لپاره د تېل د اخیستلو منظوري نه ورکول کېږي.
خو اوس د ملي تدارکاتو ادارې ویاند احمد رامین ایاز وایي، د برښنا شرکت لخوا ورته طرحه ورکول شوې وه چې څرنګه او په کومه اندازه د کابل د حرارتي بریښنا د دستګاه لپاره تېل واخیستل شي: (( دا طرحه منظوره شوه او اړوندو ادارو ته به واستول شي چې دغه شرکت ته تېل واخیستل شي.))
د کابل او ۱۱نورو ولایتونو برښنا له تېرو ۹ ورځو راهیسې په بغلان کې دوه ځایه او په کندوز کې یو ځای طالبانو پرې کړې ده چې اوس د برښناشرکت وايي، لاینونه یې په اضطراري ډول تړلي مګر د پایو بیا کینولو باندې به ۱۵ ورځې وخت ولګېږي.