تاند: د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲ اعشاریه ۳۵ ملیارده افغانیو په ارزښت ۱۸ پروژې منظورې کړي.
د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته د ډوډۍ رسولو، د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د کوکچې کانال د بیا رغونې قرارداد، د کانونو وزارت اړوند د کابل، میدان وردګ، ننګرهار د مرمرو ډبرو قراردادونه، امریکا کې د افغان سفارت د چاردېوالۍ قرارداد، د ملي دفاع وزارت د جنراتورونو او تاسیساتو د ساتنې قرارداد، د صکوکو مطبعې د نوې ودانۍ قرارداد او د هېواد په ۲۶ ګمرکي سایټونو کې د سیکوډا د چارو مخته بیولو لپاره د انټرنیټي خدماتو د تمدید قرارداد هغه پروژې وې چې د ولسمشر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون وروستۍ ناسته کې منظورې شوې.
دغه راز په ناسته کې د برېښنا شرکت ظرفیت لوړونې لپاره قرارداد هم د عمل پلان د ترتیب په شرط د ولسمشر لخوا تایید ش

The picture shows Prof. Sayyaf next to the president, since when he became member of the national procurement commission ?