د کروسنسکي سفرنامه:

کپکاس (قفقاز) له تاريخ نه د مخه پېر کې د کيسو او روايتونو له مخې د ښاپېريو او دېوانو د هېواد په نوم يادېده. د سيف الملوک او بدرۍ جمالې، د بهرام او ګل اندامې کيسې د بېلګې په توګه يادولی شو ،چې د قفقاز په خاوره کې د اساطيرو په بڼه تر موږه را رسېدلې دي. ولې له دې سربېره د قفقاز جغرافيوي جوړښت هم د پام وړ دی.

د قفقاز اسمانڅکي غرونه چې په شنو ځنګلو پټ دي او واورينې پرښې يې چې د قفقاز ښکلا يې لا ښکلې او پرتمينه کړې ده ،د هر ځواکمن هېواد لپاره په سر کې روسانو ته دغه سيمې ډېرې مهمې برېښېدې. نوهمدا لامل وه چې روسانو کوښښ کاوه چې قفقاز او د قفقاز شاوخوا سيمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

که څه هم بهرنيو هېوادونو د افغانانو له واک نه لا تقريباً۱۵۹ يوسلونه پنځوس کاله د مخه ايران ته سترګې نيولې وې.

انګلستان په ۱۶۰۰ ز کال د هند په نيمه وچه کې د ختيځې کمپنۍ بنسټ کېښود. ولې دېنه د مخه په ۱۵۶۳ ز کال انګرېزانو کوښښ کاوه چې د ايران له هېواد سره هم اړيکې ټينګې کړي.

انتوني جنکينسن Anthony Jen kin son په دې بريالی شو چې له ايران سره سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي خو ډېر ژر له ماتې سره مخ شو.

ولې کله چې شاه عباس (۱۵۷۸ – ۱۶۲۹ ز کال) واک ته ورسېد. (۹۹۶ – ۱۰۳۸ هـ ق کال) نوموړي د ملي يووالي په رڼا کې خپل واک دومره ځواکمن او پياوړی کړ، چې ازبکان يې له خراسانه او عثماني ترکان يې له ا‌زربايجان او بغداد نه وشړل.

شاه عباس يو ځل بيا له انګلستان سره رسمي اړيکې پيل کړې او په ۱۵۹۸ کال سرآنتوني شرلي Sir Anthony Shirley د شاه عباس دربار ته راغی. د ايران او انګلستان د سياسي او اقتصادي اړيکو په تړاو سايکس Sykes کښلي دي:

«د دغو اړيکو په وړاندې مسکو ډېر سخت غبرګون وښود.»([1])

«د انګلستان ملکې اليزابت چې د مخه يې د هند نيمه وچه کې د ختيځې کمپنۍ بنسټ اېښی وه ،يو پلاوی يې ايران ته هم واستوه.»([2])

په ۱۶۱۴ کال يانې د هند له ختيځې کمپنۍ نه «۱۴» کاله وروسته کونوک «Connock» په دې بريالی شو چې د ايران له چارواکو سره يو سوداګريز تړون لاسليک کړي.

له انګرېزانو سره نه يوازې روسانو اختلاف درلود بلکې پرتګاليانو، هنديانو او فرانسويانو هم له انګلستان سره له هندوستان نه را واخله ان تر ايران، پارس ختيځ، مديترانې او هرمز تېنګي پورې د ګټو په سر ډېر اختلافونه لرل.

فرانسويانو هم يو پلاوی د «کلبر Colbert» په سپارښتنه په ۱۶۶۵ ز کال د دوهم عباس دربار ته ولېږه. ولې لومړنی پلاوی بري ته و نه رسېده ،خو دويم پلاوی چې په ۱۶۷۳ کال لاړ خپلې موخې ته ورسېد.

دغو ټولو هڅو په سر کې سوداګريزې موخې لرلې ،ولې بنسټيزې موخې يې سياسي وې.

کله چې له لومړي عباس نه وروسته ورورو ايران مخ په ځوړه روان شو دلته دي چې:

«د افاغنه ځواکونو په مټ د صفوي کورنۍ واک را نسکور شو او په ځای د افغانانو سلطنت ټينګ شو.»([3])

روسيه چې له پخوانه دې ته سترګې په لاره وه ،چې بايد د سايبيريا له لارې ځان لټ سمندر ته ورسوي. همدا راز د روسيې چارواکي په دې لټه کې هم ول ،چې د مينځنۍ اسيا له لارې (ترکستان = ترکمستان)، چين، افغانستان او هندوستان ،په ځانګړي ډول تودو اوبو (هند سمندر) ته ورسېږي.

د روسانو درېمه (۳) موخه دا وه چې د ګورجستان او داغستان له لارې ايران ته ځان ورسوي. سايکس Sykes د پترکبير له خولې چې د هند او قسطنطنې په اړه يې څه سپارښتنه کړېده کاږلي دي:

«که چېرې څوک هند او قسطنطنه ونيسي لکه ټوله نړۍ چې لاندې کړي. دې موخې ته د رسېدو لپاره نه يوازې په ترکيه کې بلکه په ايران کې هم پرلپسې جنګونو ته بايد لمن ووهل شي.

لکه څنګه چې د بالتيک سمندرګی د کيښتيو لپاره مهم دی دا رنګه تور سمندرګی هم موږ ته ډېر ارزښت لري.

که چېرې د هند نيمې وچې ته ورسېږو نو داسې خزانې به ترلاسه کړو چې بيا به د انګرېزانو سروزرو ته اړتيا نه وي.»([4])

هغه مهال چې افغانانو د ۱۷۲۳ ز کال په شاوخوا کې ايران لاندې کړ روسيه هم سيمې ته په ځانګړي ډول قفقاز ته را نږدې شوې وه.

شاه طهماسب هم يوشمېر سيمې لکه شيروان،  داغستان، ګيلان، مازندران، استراباد، د ايران شمال ته پرتې د خزر سمندرګي ته څېرمه کرهڼيزې ځمکې روسانو ته پرېښودې، شاه اشرف هوتک غوښتل چې قفقاز بېرته له روسانو نه ونيسي. خو شاه اشرف هوتک دومره پياوړی ځواک نه درلود ،چې خپلې موخې ته ورسېږي. ولې بيا هم د سيدال خان ناصر تر مشرۍ لاندې له روسانو سره څو پرلپسې جګړې را مينځته شوې چې په يوه جګړه کې زخمي هم شو.

په پای کې د دواړو لورو تر مينځ يانې د سيدال خان ناصر او د جنرال «لواشف» تر مينځ په «رشت» کې په ۱۷۲۹ کال د فبروری په ۲۴ نېټه يو تړون لاسليک شو او د شاه اشرف حکومت له هغو سيمو تېرشو، چې طهماسب او د ده استازي اسمعيل بېګ روسانو ته ورکړې وې.

له دې سربېره په دغه تړون کې داسې هم راغلي ول چې د شاه اشرف او د روسانو د چارواکو تر مينځ به سوداګريزې اړيکې پراختيا مومي او روسان کولی شي چې تر هنده پورې خپلې سوداګريزې چارې پر مخ بوځي.

شاه اشرف تر دغه دمه په اصفهان، کرمان، سيستان، تهران، شيراز، قزوين او د ايران په يو شمېر نورو سيمو واکمن وه.

ولې د ايران په نورو سيمو يانې لوېديځ پلو ته عثماني ترکان واکمن ول، شمال ته روسان او د غربي خراسان شاوخوا سيمې طهماسب ته پاتې وې، چې د پلار له مرګ نه وروسته يې د پاچاهۍ اعلان کړی وه.

د ترکانو او روسانو له بريدونو پرته شاه اشرف زيات کورني دښمنان هم لرل ،چې موږ طهماسب، سيد احمد کرماني ،چې نيکه يې ميرزا داود د امام رضا د کورنۍ غړی وه، سلطان محمد خر سوار، ميرزا معصوم، فتح علي خان قجار او نور يادولی شو. خو له دغو ټولو مهم دښمن د صفوي طهماسب قومندان نادر قلي (نادر افشار) وه ،چې نوموړی په لومړي سره کې د ملک محمود سستاني په چوپړ کې وه، وروسته په نادر افشار ياد شو.

نوموړی په يوه غريبه کورنۍ کې چې په خراسان کې اوسېده په ۱۶۸۸ ز کال زېږېدلی وه او پلار يې امام قلي ترکمن وه چې پوستينونه يې ګنډل.

کله چې طهماسب د ده له زړورتيا نه خبر شو نو له مازندران نه خراسان ته ورغی او په «قوچان» کې سره وليدل.

که څه هم طهماسب د محمود سيستاني له وېرې خپل استازی حسين علي بېګ نادر ته استولی وه چې له ده سره ملګری شي.

دا ځکه چې محمود سيستاني دغه مهال نادر د خپلو ناوړه کړو وړو له بابته رټلی وه.

حسين علي نه يوازې ده ته د طهماسب د دوستۍ او ملګرتيا وړانديز وکړ ،بلکې د«ايبورد» د ولايت فرمان يې هم ور وسپاره.

دغه جګړه سيمه ييزوواکمنوته ځکه دپام وړ وه چې دټولودښمن يووو،په سرکې نادرقلي اوطهما سب ته نوبيا ځکه دواړوپه خبوشان کې سره وليدل .

نادر افشار له پنځه زره ځواکونو سره د طهماسب ملکری شو. صفوي شهزاده غوښته چې نوموړی بايد لومړی په اشرف خان هوتک بريد وکړي. نادرد هغې نظامي پوهې له مخې چې د محمود سيستاني په نظامي مدرسه کې ترلاسه کړې وه، لومړی په خراسان بريد وکړ. د ده له ځواکونو سره د فتح علي خان قاجار دوه زره جنګيالي هم يو ځای شول او د خراسان په پاچا محمود سيستاني يې بريد وکړ.

لومړی يې مشهد ونيو او بيا يې د خراسان لوېديځې سيمې يو د بل پسې له محمود سيستاني نه لاندې کړې او بيا د هرات په لور وخوځېد.

د افغانانو لويه بدمرغي دا وه چې دوی په دغه مهال کې درې پلازمېنې لرلې ،په کندهار کې شاه حسين هوتک وه په هرات کې ابداليان واکمن ول ،دوی هرات ونيو ولې سلطنتي چارې يې سمبال نکړې بلکې پرته له کومو حکومتي تشکيلاتو يې په سيمه ييزه بڼه واک چلوه. چې له ۱۷۱۶ کال نه را واخله تر اولس سوه دېرشم کال پورې عبدالله خان، محمد خان او الله يار خان يو د بل پسې چارې پر مخ وړلې. خو کله چې نادر افشار په هرات بريد وکړ (۱۷۲۹ کال) د هرات چارې د الله يار خان په لاس کې وې.

لکه څنګه چې د هرات ابداليان يوازې پاتې ول دا رنګه شاه اشرف هم د ټولو دښمنانو په وړاندې يوازې وه.

نادر افشار د خپلې اوښيارۍ له مخې د هرات يو شمېر ابداليان پخپل پوځ کې ونيول او بيا د شاه اشرف هوتک په لور روان شو.

د دواړو لورو تر مينځ لومړۍ جګړه تهران ته په لاره د «دامغان» ختيځ ته «مهماندوست» سيمه کې په ۱۷۲۹ کال د سپټامبر په ۲۹ نېټه پېښه شوه ،په دغې نښته کې سيالو ډلو ته ډېر زيان ورسېد خو د افغانانو مرګ ژوبله ځکه ډېره وه چې نادر خپل توپچي ځواکونه داسې ځای په ځای کړي ول چې له هر لوري به افغان جنګياليو بريد کاوه نو د توپونو له ګواښ سره به مخ شول.

«نو له دې بابته ۱۲۰۰۰ دولس زره افغانان او څلور زره تنه د نادر پوځونه په دغه جګړه کې مړه شول.»([5])

بله خونړۍ جګړه په «مورچه خورت» سيمه کې پېښه شوه چې په دې جګړه کې هم نادر برلاسی شو اونهيلي شوي شاه اشرف ،وې پتېيله چې له اصفهان نه شيراز خوا ته تر شا شي.

نادرچې کله خبر شو اصفهان ته ننوت او ټول افغانان يې په ډله ييزه توګه ووژل او د شاه محمود هوتک هديرې ته يې هم سپکاوی وکړ. نو بيا يې طهماسب ته بلنه ورکړه چې د پلار په تخت کېني.

نادر افشار د ايران په پاچاهۍ کې ځان شريک ګاڼه. ده نه يوازې افغانان له تېغه تېر کړل بلکې هغو  ايرانيانو چې ده ته باج نه ورکوه هم په ډېرې بې رحمۍ ووژل. نو ځکه طهماسب ده ته وړانديز وکړ چې خراسان، کرمان او مازنداران دې ،د ده وي څه يې چې خوښه وي هماغسې دې وکړي.

شاه اشرف هوتک که څه هم په شيراز کې د شل زره جنګياليو په شاوخوا کې ځوانان جنګ ته تيار کړي ول. ولې د بخت ستوری يې غورځېدلی وه. د ډسامبر په ۲۴ نېټه يې د «زرقان» په سيمه کې پرېکنده او وروستۍ ماته وخوړه.

شاه اشرف هوتک په شيراز کې او کورنۍ يې په «قزوين» کې د دښمنانو لخوا کلابند شول ولې د ملا زعفران او سيدال خان ناصر په هلو ځلو سيال لوری دې ته اړ کړ چې د افغانستان د سلطنتي کورنۍ مېرمنې ور پرېږدي.

کله چې شاه اشرف هوتک ته له قزوين نه پنځلس تنه ښځينه افغانې مېرمنې ور ورسېدې نو بيا د هلمند په لور وخوځېد. په لاره کې ،د شاه حسين هوتک د يوه نوکر لخوا چې ابراهيم بلوڅ نومېده (۱۷۳۰ کال د مارچ په مياشت کې) ووژل شو.

نادر افشار د شيراز ټول افغانان اصفهان ته ولېږل او هلته يې د اصفهان د خلکو په مينځ کې په دار وځړول ،خو يوازې څو تنه افغانانو له سيند نه د تېرېدو په مهال ځان په سيند کې لاهو کړ ولې له دښمن نه يې ځان وژغوره.

انګرېز ختيځپوه هنري جورج راورټي د افغانانو د دې ماتې په اړه کاږلي دي:

«که چېرې افغان ټبرونو په سر کې ابداليانو او غلجيانو خپل يووالی ټينګ کړی وی نو پرته له شکه به د غو جګړو لوری بدل شوی وی او پايله به يې دا سې نه وه.»([6])

د ګوتو په شمېر تاريخپوهان او ختيځ پېژندونکي پېژنو چې د افغانانو د واک دغه مهال يې پخپلو ليکنو کې انځور کړی دی. په دغه لړ کې د هغه چا ليکنې ډېرې په زړه پورې دي چې دغه تاريخپوه له شاه محمود هوتک او شاه اشرف سره په وار وار ليدلي وو،«کروسينسکي» يادوم چې يو پولېندي کشيش وه.

دی  د شاه اشرف په اړه کاږي چې نوموړی يو اوښيار، په خپلو جنګياليو ګران، زړه سوی، سوله غوښتونکی او زړور انسان وه چې د اصفهان په کلابندۍ کې زر منه خواړه هلته واستول.

«اشرف د خپلې واکمنۍ په مهال له هر چا سره ښه چلند درلود، د عدل او انصاف څښتن وه. هره خوا يې ليکونه ولېږل چې د ايران وګړي بايد اباد شي نه دا چې برباد شي.»([7])

د شاه اشرف د واکمنۍ په وخت کې يو مهم کار چې نوموړي په ايران کې وکړ هغه په ۱۷۲۶ کال د يوه مهم کتاب «تذکرة الملوک» ليکل وه چې د ده د واک په دويم کال ترسره شو.

دا کتاب چې يوځل بيا تاريخپوه «مينورسکي» په يوې سريزې او لمنليک خپور کړ، نو وويل چې کومو لوېديځوالو لکه شارډن، ډوبرين، کمپغر، سانسون او نورو چې څه ليکلي دي يوازې د کتاب ستاينه کړېده. ولې له دې ستاينې پرته د دغه کتاب لويه ښېګڼه داده چې د صفوي ادارې رښتنې څېره يې انځور کړېده.

کومه سکه چې د شاه اشرف د حکومت په وخت کې وهل شوې وه په ايران او افغانستان کې د پام وړ ځکه وه چې له سرو زرو او سپينو زرو جوړه وه.

د شاه اشرف هوتک له ماتې سره ورورو د هوتکيانو ټولواکمني چې بنسټ يې د ميرويس نيکه په هلوځلو اېښودل شوی وه له دېرشو کالو واکمنۍ وروسته پايته ورسېده.

[1] – Sir Percy Sykes history of Iran. (2).P. 177

[2]– company of Merchants (Businessman) of Ladon trading in to The East Idies.

[3]– ډاکتر کارلو ترنزيو – پيو – د ډاکتر عباس آ‌ذرين ژباړه رقابت روس و انګليس در ايران و افغانستان ۱۳۵۹ کال ۱۳ مخ.

[4]-Sykes History of Iran (2).P.244

[5]– لاکهارت ۳۷۸ مخ د انقراض سلسله صفويه له کتاب څخه.

[6]– Raverty Travel to Afghanistan.P.610

[7] – د کروسنسکي سفرنامه انګليسي ژباړه لندن ۱۸۴۰ کال ۶۳ مخ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *