مور و پلار پرې احمد نوم ايښى و خو د كور كلي خلكو به امد باله. امد نو داسې هلك و چې خداى پرې يوازې د غټو سترګو مهرباني كړې وه، رنګ يې يو څه سپين و خو هر ماښام په نېمه ګېډه خوراك يې رنګ ژيړ تښتولى و.
كه خپلوانو به ترې پوښتنه وكړه چې سبق وايې نو دى به ورته وازه خوله پاتې و او چې د كار و بار پوښتنه به يې ترې وكړه نو په زغرده به يې ځواب وركړ، د ترافيكۍ والا يم.
د ترافيكۍ والا نوم امد او نورو همزولو يې په خپله ځانته ايښى و، دوى به سهار په توره خړه غټو موټرو پسې نښتل او بيا به يې د ماهيپر غاښي سهي كړيو موړونو كې يو په يو ګامونه ترې اچول.
تر ماښامه به د امد نور ملګري كورونو ته ستانه شوي وو، خو دى به كله كله لا هم د يخ له زوره په كنګل شوي سړك د پيپسي له چيت كړي بوتل سره غځېدلى لاس ولاړ و، لويو موټرو ته به يې په واړه ځان د موړ په سر لارښوونه كوله او ډېر د سم سړي ځوى به ورته ايله لس يا پنځه افغانۍ په مخ راوويشتې.
امد د خپلې كوچنۍ نړۍ راتلونكى په همدې ترافيكۍ كې ليده، ترافيكي هغه ته د ژوند د تېرولو وروستۍ ذريعه وه، تر ماښامه به يې چې په سور ژمي كې اويا، اتيا افغانۍ پيدا كړې نو له خوښۍ به يې په خپلو شلېدلو كاليو او د پلار خيرنه كورتۍ كې ځان تنګ احساس كړ.
زړه به يې غوښتل چې همدا اوس يې وزرې وشي… په يو درنګ د مور په اوږو ور سپور شي او ورته ووايي چې وګوره كنه، نن مې بيا اتيا افغانۍ پيدا كړې دي…
+++
امد د معمول خلاف نن بيا د سهار په توره خړه يو كانټينر موټر پسې راونښت، ملا لا بانګ نه و ويلى او ملګري يې هم ورسره نه و. بېړه يې ځكه كوله چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې كور ته پنځوس افغانۍ هم نه وې رسولې. ګوډ پلار به يې ماښام د دسترخوان پر سر د پيازو غوټه له لاسه په قهر واخسته او په غوسه به يې ورته ويل، زه درباندې پوهېږم چې ته اوس ډېر هوايي شوى يې… ټوله ورځ د ماهيپر په موړونو كې خوشې تشې اوړې او د ترافيكۍ پر ځاى خپله لوفري كوې… ده به په خپلو غټو غټو سترګو كې را ډنډ شوې اوښكې ټينګې نه كړاى شوې او له خپل بې تڼيو ګرېوانه به يې وپوښتل چې لوفري يانې څه؟ او ما كله لوفري كړې ده؟
خو خير دا ځل هغه نيت كړى و چې كه هر څنګه وي له سهاره تر ماسخوتنه په ترافيكۍ كې پيسې راټولوي او له دې وروسته به كور ته سل افغانۍ پوره كوي، سل افغانۍ هدف يې ځكه ځانته ټاكه چې امد ��ه دې په زيات حساب هم نه پوهېده او نه يې تر اوسه له سل افغانيو زياتې پيسې په لاس كې اړولې وې…
نن يې هم ښه د زړه په زور ترافيكي وكړه، واوره ورېده خو ده به له هر لوى موټر سره د موړ تر اخره بدرګه كوله، تر ماښامه يې بيا ايله اويا افغانۍ جوړې كړې، زړه يې ويل كه ماسخوتن هم دلته پاتې شي شايد لوى موټر ډېر او پيسې يې دوه ځله سلو ته زياتې شي.
همداسې يې وكړل او له هر درانه موټر سره به ان د ماهيپر تر بېخه پورې ښكته شو، خو بيا به هم كلينر يوازې پنځه افغانۍ له يوې وحشي كنځلې سره پسې راګوزار كړې. ده به لكه د پيسو وږى چې وي، ايسته په جيب ومنډلې، په زړه كې به يې نرۍ دعا ورپسې تېره كړه او په دې كې خبره له ماسخوتنه هم واوښته.
اخر د ماهيپر په سر د پوليسو د پوستې قومندان په زور يو كانټينر ته ورپورته كړ او پرې سپارښتنه يې وكړه چې تر كوره يې ورسوي، هغه هيڅكله هم د كنټينر په مخكې سيټ كې نه و تللى، د موټر ډرېور او كلينرا سم خلك نه وو، خداى زده د كومې خاورې چرسيان او بنګيان به وو خو واړه امد د يوه په سترګو كې هم د حيوانيت نښې ونه لوستى شوې، ايسته يې د كلينر د ناستې په ځاى كې سترګې پټې كړې او د خواږه خوب غېږ ته چې ولويد نو سمدواره يې يوه تېره كړيكه له خولې ووته، داسې يې احساس كړه چې چا يې په بدن كې كلك په اور سور كړى سيخ وګرځاوه، چې سترګې يې وغړولې نو دومره پوى شو چې يو ډېر وحشي سړى يې تر شا پروت دى او په خوله يې لاس ور ايښى دى…
+++
خداى زده څه وخت به و چې سترګې يې وغړېدې، سر ته يې مور ناسته وه، ډاكټر يې مور ته ويل، دا ښه دى چې خپل زوى يوازې تا د سړك له غاړې راپورته كړى، كه ستا مېړه رښتيا هم سخت مزاجه وي نو دا خبره هېڅكله مه ورته كوه ګني زوى به دې درته ووژني.
امد ژر ژر په جيب لاس ومنډه، فكر يې وكړ، كېداى شي پېسې يې وركې كړې وي، خو نه پيسې يې هماغسې په جيب كې پرتې وې، يو نيلي ډوله بل كاغذ يې هم له مخامخ جيبه راووت، مور يې په ژړا ورته وويل، خداى يې كور بې مړو مه كه چې ته يې داسې كولې نو د پنځه سوه افغانيو رحم درباندې ولې كاوه؟
له روغتونه چې وتل نو امد سم ګامونه نه شول پورته كولى، ډېر ناوخته كور ته ورسېدل، امد د پنځو سوو افغانيو نوټ د پلار په ګوتو كې وركېښود، هغه له ډېرې خوشالۍ پرې غږ كړ، امده زويه شاباس سبا بيا په همغه موړ كې ودرېږه چې دومره پيسې دې په كې ګټلي…