د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون په قول په نړۍ کې هره ورځ په متوسط ډول درې نیم زره کسان په ترافیکي پیښو کې وژل کیږي او په لسګونو زره نور ټپیان کیږي. ترافیکي پیښې د بې وخته او ناڅاپي مرګونو او معلولیتونو یو لوی علت دی او لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو احصاییې ښیي ، د پنځلس کلنو او نهه ویشت کلنو تر منځ کسانو د مړینې تر ګردو لوی علت ترافیکي پیښې دي. له بلې خوا اټکلونه او محاسبې ښیي چې د نړۍ د موټرو شمېر په سرعت سره زیاتېږي. د دې خبرې معنا دا ده چې ترافیکي پیښې مخ په ډیریدو دي.
ترافیکي پیښې د دنیا په هر هیواد کې شته خو په ځینو هیوادونو کې نسبتا زیاتې دي. افغانستان د نړۍ یو هغه هیواد دی چې د خپل نفوس او خپلو موټرو په تناسب ترافیکي پیښې پکې زیاتې دي. زمونږ په هیواد کې ډیر ځله وړې ترافیکي پیښې په خبرونو کې نه راځي او کله نا کله خو ان لویې پیښې هم تر خبرونو نه رسیږي.
د موټرچلوونکو نېشه، زیات سرعت، په موټر کې د سفر په وخت د کمربند نه تړل، د موټرسایکل د چلولو په وخت له فلزي خولۍ څخه استفاده نه کول او بالاخره د موټر چلولو په وخت په موبایل باندې خبرې او پام په بله کیدل د ترافیکي پېښو ځینې مهم عوامل دي
په افغانستان کې یو ګومان دا دی چې د لویو لارو شاوخوا اتیا فیصده موټر چلوونکي د چرسو او نورو نېشو عملیان دي. که چیرې د ترافیکو ریاست د موټروانانو سمه صحي معاینه کولای او معتادو ډریورانو ته یې لایسنس نه ورکولای، ترافیکي پیښې به تر اوس ډیرې کمې وې.
موږ نن سبا دومره ډیر سیاسي شوي یو چې د ټولنې غیرسیاسي ستونزو ته له پام کولو سره دلچسپي نه لرو. کنه نو پکار خو دا وه چې مدني ټولنې د ترافیکو په ادارو باندې کافي فشار اچولای وی چې معتاد ډریوران موټر چلولو ته پرې نه ږدي. متل دی وایي د سهار ورک که ماښام کور ته راشي، نه دی ورک. دا کار که تر اوسه نه وي شوی، له دې وروسته که هم وشي، هر کلی یې پکار دی خو د دې لپاره چې د افغانستان د ترافیکو ادارې په دې برخه کې د مسولیت احساس وکړي، لازمه ده چې مدني ټولنه، صاحب نظران او پارلمان غلي پاتې نه شي.
په اوسنۍ نړۍ کې موبایل ته د ترافیکي پېښو د یو لوی علت په سترګه کتل کیږي. په افغانستان کې که څه هم موبایل اوس عام دی او کابو هر ډریور موبایل لري، خو زموږ د ترافیکو ادارې د موټر چلولو په وخت له موبایله د استفادې په اړه روښانه تګلاره نه لري. د ترافیکو اداره باید دې موضوع ته متوجه شي او خلک خبر کړي چې دغه کار د ترافیکي پیښو سبب ګرځي او تخلف ګڼل کیږي.
د موټرسایکل د چلولو په وخت له فلزي خولۍ څخه په کابل او ځینو لویو ښارونو کې څه نا څه استفاده کیږي خو په ولسوالیو او لرې پرتو ولایتونو کې اکثره موټرسایکل چلوونکي نه د دې خولیو له ضرورته خبر دي او نه کله د لارې له داسې پولیسو سره مخ شوي دي چې دغسې خولۍ یې ورنه غوښتې وي.
دغه راز په موټر کې د سفر په وخت د کمربند ضرروت په افغانستان کې نه یوازې جدي نه ګڼل کیږي بلکې لازم تبلیغات هم ورته نه کیږي چې د کمربند تړل ورو ورو په یوه کلتور بدل شي.
یو وخت په افغانستان کې د لویو لارو ترافیکو د موټرو سرعت کنټرولاوه ، خو اوس د سرعت کنټرول نشته او د کم عمر ګڼ موټرچلوونکي د بې ځایه سرعت په وجه د خطرناکو ترافیکي پیښو سبب کیږي. د افغانستان د ترافیکو ادارې ته پکار ده چې په لویو لارو کې د سرعت د کنټرول لپاره هم یو بندوبست وکړي چې پیښې راکمې شي.
د موټرونو فني نیمګړتیاوې، د رشوت په بدل کې د موټر چلولو د اجازې ورکول او ناسمې لارې په افغانستان کې د ترافیکي پیښو نور لوی عوامل بللای شو.
په افغانستان كې چې احصاييې نشته ، د ترافيكي پېښو د مرګونو د اندازې په باره كې په دقت سره څه نه شو ويلى خو په دې كې شك نشته چې ترافيكي پېښې خورا زياتې شوې دي.
موږ كه د دغو حادثو په علتونو غور وكړو او د مقابلې لپاره يې پروګرام ولرو، ډېر امېد شته چې د ترافيكي حادثو په نتيجه كې مرګ ژوبله كمه شي.
په ۱۹۸۵ ميلادي كال كې چې په انګلستان او امريكا كې د ترافيكي حوادثو په اړه كومه مطالعه شوې وه، د هغې مطابق ، په سلو كې د اووه پنځوس حادثو يوازنى عامل پخپله ډريور دى . د اووه ويشت فيصده پېښو اصلي عامل د سړك شرايط وو. په سلو كې شپږ حادثې د ډريور او سړك د مشتركې نيمګړتيا په وجه وې. په هرو سلو حادثو كې درې داسې وې چې ډريور، سړك او موټر ، درې واړه عوامل پكې شريك وو. د دوو فيصدو پېښو يوازينى علت د موټر نيمګړتيا وه او موټر و سړك په شريكه د يو فيصد پېښو علتونه وو.
دغه احصاييه له دېرش كاله پخوا سره تعلق لري او له داسې ملكونو سره يې تعلق دى چې شرايط يې بلكل بېل دي. مثلا هلته دېرش كاله پخوا هم د سړكونو كيفيت خورا عالي و، د ترافيكو د كنټرول نظام خورا عالي و، د موټر چلولو پرمختللى كلتور موجود و او … خو سره له دې ، د ترافيكي پېښو د عواملو په اړه يو تصور راكولى شي. دلته وينو چې د پېښو تر ګردو لوى علت ناسمه ډريوري ده. دغه مشكل په افغانستان كې هم د اكثرو پېښو عامل بللى شو.
د افغانستان سړكونه كه څه هم په تېرو لس، دولس كلونو كې په مراتبو بهتره شوي دي خو ډیر مشکلات لا شته. د دغو مشكلاتو يوه برخه د اقليم د شرايطو په اړه د لازمو معلوماتو له نشتوالي سره تعلق لري. دغه راز د ترافیکي علایمو نشتوالی، په خطرناکو ځایونو کې د سړک د لویوالي په امکان یا نورو حفاظتي امکاناتو باندې غور نه کول، زموږ ځینې نورې ستونزې دي. په کابل، جلال اباد لویه لاره کې چې ترافیکي حوادث خورا زیات دي، په ځینو ځایونو کې له غرونو څخه د شګو راتوېدا د دې سبب کېږي چې په زیات سرعت کې روان موټران بې کنټروله شي او وښویېږي. دغه ځایونه چې له غرونو څخه شګې راښویېږي، معلوم دي او پکار ده چې اړوندې ادارې یې مخه ونیسي. دغه راز د سالنګ په لویه لاره ډېر ځله لیدل شوي دي چې په ژمي کې د موټرو د چاین نشتوالي حادثې رامنځ ته کړي دي.
ترافیکي پیښې په افغانستان کې د ځوانیمرګي او معلولیت یو اصلي علت دی چې پکار ده لا زیات غور ورباندې وکړو او د ژوند په ژغورلو کې برخه واخلو.