د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې نن (یکشنبه) د دوه کرولا موټرونو د ټکر له امله د دوو میرمنو او یو ماشوم په ګډون اوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

د میدان وردک د والي ویندوی عطا الله خوګیاڼي د دې پېښې په اړه وویل:«دا مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې د دوو کرولا موټرو د جنګېدو په نتیجه کې یو ټیلر موټر، چې له غزني څخه کابل ته په لاره و، له کرولا موټرو سره ولګېد.»

ده همداراز وویل:«د یادې پېښې شهیدان د سیداباد ولسوالۍ اوسیدونکي دي.»

د یو بل خبر له مخې نن سهار د نرخ ولسوالۍ په دادل سیمه کې د و سله والو طالبانو لخوا د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د حزب اسلامي د یوه قوماندان ښامار ورور ووژل شو.

همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په بدګګ سیمه کې یو وسله وال طالب هغه مهال پر خپل ماین ووژل شو او درې ملګري یې ټپیان شول چې غوښتل یې د سړک په غاړه ماین خښ کړي.

One thought on “ترافیکې پېښې په وردک ولایت کې ۱۱ تنه مړه او ژوبل کړل”
  1. دموتر ترافیکی پیشی قربانیانو ته دالله اجر ورکړی ۰۰۰۰۰ او دنرخ مسله ډیره عمیقه روانه ده چی دحزب اسلامی او طالبانو تر منځ دا جګړه کلونه کلونه کیږی رسنی ورته کومه خاصه توجو نکوی موږ اکثره عوام خلق غواړو داموضوع رسنی را وسفیړی چی ولی طالبان او حزب اسلامی دی منطقه کی فخفلو منځو کی جګړه کوی؟ خو متاسفانه زموږ خبر هیڅوک نه اوری او نه هم دولت ورباندی غوږنه ګروی ! واقعا چی فه دی جګړه کی ډیری ښځی کونډی شوی او ډیری میندی بوری شوی او هیڅ فایده پکی نه لیدل کیږی چی داولی؟ موږ له کرزی سخه غواړو چی نرخ دکابل فه ۴۰ کیلو متری کی یوه نږدی ولسوالی ده چی باید ددی جنګ اصلی عوامل را پیداکړی او له ښاغلی حکمتیار سخه غواړو چی ددی جنګ دبندیدو هڅی فراخی کړی تر څو فه دی جنګ کی نوری ښځی کونډی نه شی او همدا راز دطالبانو له چارواکو هلمند یو چی ددی جنګ مخه ونیسی چی فه داسی منځنی جنګو کی هیڅ فایده نشته ۰۰۰ او دتاند دورځ پاڼی سخه هیله لرو چی دا موضوع را وسفیړی او معلومه یی کړی چی ددی جنګ تر شا څوک ولاړدی او ولی دا جګړه کوی ؟ والسلام دنرخ دوالسوای دقومی مشرتابه له دفتر سخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *