تاند- په داسي حال کې چې پرون /دوشنبه/ د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر رسماً پیل شو، د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون ویندوی وايي چې د ولسمشرۍ لپاره هیچا ځان نه دی نومولی.
د افغانستان د انتخاباتو له نوي قانون سره سم هغه کسان د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نومولی شي چې د یو لک تنو پلویانو د رای ورکولو کارتونه د ټولټاکنو کمیسون ته ښکاره کړي او یو ملیون افغانۍ د ضمانت په توګه دې کمیسون ته وسپاري.
که د ولسمشرۍ کوم کاندید د ټولو رایو په سلو کې ۱۰ ترلاسه نه کړای شوې، ضمانت یې ضبط کېږي.
د ولایتي شوراګانو لپاره هر کاندید باید د ټولټاکنو خپلواک کمیسون ته ۲۰ زره افغانۍ ضمانت ورکړي.
د انتخاباتو د خيپلواک کمیسون د ویندی نور محمد نور په وینا د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر، چې د دوشنبې په ورځ پیل شو، د راتلونکې میزان(تلې) تر ۱۴ مې پوري دوام کوي.
د ښاغلي نور په وینا تراوسه پوري د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ۲۹ تنو پکیجونه یا د نوم ثبتونې فورمې اخیستي دي. ده همداراز ویلي چې ۱۱۲۴ تنو نورو ولایتي شوراکانو ته د ځانونو د کاندیدولو لپاره فورمې ترلاسه کړي دي.
که څه هم د ولسمشرۍ لپاره تردې دمه هیچا رسماً ځان نه دی کاندید کړی خو د ولسمشرۍ د تېرې دورې کاندید عبدالله عبدالله، اشرف غني احمدزی، زلمی رسول، د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود، د حق او عدالت ګوند حنیف اتمر، د بلخ والي عطا نور، عبدالرب رسول سیاف، د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د پوهنې وزیر فاروق وردک او د دفاع پخوانی وزیر عبدالرحیم وردک هغه کسان دي چې ګومان کېږي ځانونه کاندیدوي.
د دغو کسانو په منځ کې زلمی رسول هغه کس دی چې د کاندیدېدا خبر یې ولسمشر کرزي د بشکیک په سفر کې په غیرمستقیم ډول اعلان کړ. کرزي وویل چې یو له څلورو کاندیدانو څخه له ده سره په دې سفر کې ملګری دی او په تالار کې ناست دی.
دا لیوان چی نوم لیکلو ته نن ندی ورغلی ګمان کوم چی شرمیږی به او که کوم بله خبره ده؟ تاند پدی هکله څه نظر لری؟
زنده باد وردګ چې له یو ولایته دوه ښاغلي ځانونه ولسمشرۍ ته نوموي. پښتانه به څنګه یو موټی او مخکښ شي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
اشرف غني، جلالي، اتمر، زلمی رسول، زلمی خلیل زاد، میرویس یاسیني، ظاهر قدری دا ټول پښتانه د ارګ خوبونه ویني
لمړی خپل سلامونه اونیکی هیلی دتاند ویب پاڼی ټولو همکارا نو او لیدونکوته وړاندی کوم، بله داچی په احتمالی کاندیدانوکی می د دفاع پخواني وزیر صاحب سترجنرال عبدالرحیم وردګ او د پوهنی اوسنۍ وزیر ډاکټرصاحب فارق وردګ نمونه ولیدل ترکومه حده چی معلومات لرم اول خو دوی تراوسه کاندید ندی خو خبری او چاپی رسنی دومره دروغ لیکی چی هیڅ امکان نلری چی له یوه ولایت څخه دی دوه نفره ځان کاندید کړی او داخبره هیڅ منطق نه منی نه پوهیږم چی پدی کی د دوی څه هدف دی چی ولی داسی بی ځایه او بی اعتباره خبرونه خپروی
په درنښت
رامین وردګ
رامین خان صاحب په دې خبر کې نه دي ویل شوي چې دا دوه ښاغلي ځانونه کاندیدوي بلکې د احتمالي کاندیدانو په توګه یاد شوي دي. د فاروق وردک د کاندیدو پر اوازو حامد کرزي هم خبرې کړي دي.
تاند
زه هم عوارم چه دوه می ورونه دی یو می پلار دی اوزه په خپله هم عوارم ریاست جهوری ته خان کاندید کرم
زه د نورالرحمن صاحب خبرو سره موفیق یمم چې څنګه به پښتانه سره یو موټی شي، دوي باید ټول سره راټول او خپلو کې یو کاندید ته تېر شي او ټول د هغه ملاټړ وکړي.
او باید خپل معاوینن دا ځل په یوه نوې بڼه وټاکي زما په اند باید په لاندې ډول دا ترکيب وي.
ولسمشر پښتون
اول معاون پښتون
دویم معاون ازبک
سلامونه اونيکي هيلي :
راشئ افغانانانو :- دډاسي يونوماندافغان وولسمشرڅخه ملاتړوکړئ چي ملي ،پاک احساس ولري جنايت، فساداوقتل يي نه وي کړئ .خپلي شخصي ،قومي اوتنظيمي ګټي دهيواډله ملي ګټوقربان کړي .پوه ،تعليم يافته ،کاري اوکادري ګروپ ولري .ټول وولس پرځان راټول کړي ،دټولوحقوق يوشان وپيژني.په رښتياسره کاراهل کارته وسپاري.دهيوادملي خپلواکۍ،ځمکني تماميت اوملي حاکميت ته وفاداروي خپله رايه وکاره وئ .دايوشميرازمايښت شوي دي نتيجي مووليدي.
دره ناوئ
نيک هدايت