تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو تراوسه پوري  شاوخوا یو ملیون رایې په غیررسمي ډول شمېرل شوي چې له وروستي راپور سره سم تقریباً نیمايي یې ډاکتر اشرف غني احمدزي ترلاسه کړي او پاتې ۶ نورو کاندیدانو ته په برخه شوي دي.

د رایو شمېرنه دوام لري او هره شېبه د کاندیدانو د رایو په فیصدي کې بدلون راتلای شي.

عبدالله عبدالله، چې له اشرف غني احمدزي یې شاوخوا یو نیم لک رایې لږې دي، تر نورو کاندیدانو وړاندې دی.

د نهو ولایتونو د رایو راپور نه دی ترلاسه شوی. په دې لاندې لیست کې د هغو ولایتونو مخته، چې د اچول شویو رایو په اړه یې معلومات نه دي ترلاسه شوي، ټکي اېښودل شوي. او د نورو ولایتونو هم ټولې رایې لا نه دي شمېرل شوي.

باور کېږي چې په دغو ۹ ولایتونو کې پنجشېر او پروان هغه ولایتونه دي چې عبدالله عبدالله به پکې ډېرې رایې ترلاسه کړي وي خو کندوز، ننګرهار، غزني، اروزګان او فاریاب هغه ولایتونه دي چې غالباً به اشرف غني احمدزی پکې زیاتې رایې ترلاسه کړي.

د نیمروز، فراه او کاپیسا رایې به ښايي برابرې وېشل شوي وي.

له لیسته داسي ښکاري چې هزاره ګانو د خلیلي په پرتله محقق خپل بللی ځکه چې د هزاره مېشتو سیمو ډېرو اوسېدونکو تر دې دمه عبدالله عبدالله ته زیاتې رایې ورکړي دي.

په هرات کې د توقع خلاف اسماعیل خان د عبدالرب رسول سیاف لپاره چندان رایې نه دي ګټلي.

تر دې دمه اشرف غني احمدزي ۴۶۵۲۳۱، عبدالله عبدالله ۳۰۳۶۶۷، زلمي رسول۵۸۸۶۳، قطب الدین هلال ۸۹۹۲، عبدالرب رسول سیاف ۳۳۸۸۶، ګل اغا شېرزي ۲۹۶۳و داوود سلطانزوی۴۰۵ او هدایت امین ارسلا ۲۸۵ رایې ترلاسه کړي دي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رای شمېرنې لومړنۍ یا ابتدايي پایلې د ثور په ۴ مه اعلانېږي او له دې نېټې ۲۰ ورځې وروسته د شکایتونو کمیسیون د انتخاباتو نهايي پایلې په ګوته کوي.

په لاندې لیست کې دوو مخکښو کاندیدانو ته د هر ولایت  شمېرل شوي رایې وینئ.

اشرف غني احمدزی                         عبدالله عبدالله

بدخشان۱۰۴۰                                ۷۶۶۵

تخار ۳۳۵۷                                  ۲۲۲۸

کندوز …..

سمنګان ۲۱۱۱۴                        ۲۴۳۴۳

بلخ ۸۸۰۲                               ۵۶۸۰

جوزجان ۵۲۸۷۶                       ۹۳۳۹

فاریاب ……

سرپل ۴۴۹۴۶                         ۱۹۴۹۷

بادغس ۱۸۱۷                         ۱۱۸۰۹

هرات  ۱۶۸۳۶                      ۸۴۹۶۰

غور ۸۲۷۹                           ۲۳۰۷۶

فراه …….

نیمروز…..

هلمند   ۵۳۸                            ۵۷

کندهار   ۱۰۱۸۱                      ۵۸۱۹

دایکنډي   ۱۰۷۸                     ۱۴۳۸۶

اروزګان (…..)

غزني (……)

بامیان   ۳۴۶                          ۱۵۷۴

پروان  (……)

بغلان  ۱۵۶۳۲                       ۱۵۴۱۱

پنجشېر (….)

پکتیکا ۷۷۴۰۵                      ۶۵۳۹

وردک    ۳۷۳۲                     ۴۳۶۲

خوست  ۱۹۶۰                         ۸۵

زابل    ۲۹۴۰                       ۱۰۸۲

پکتیا  ۳۳۴۱                          ۸۸

لوګر ۸۵۵۹                          ۳۸۴۱

لغمان  ۲۲۳۴۳                       ۲۳۸۱

کاپیسا …..

ننګرهار  ……
کونړ ۷۵۹۲                           ۵۰۰

نورستان ۱۸۳۵                       ۴۹۳۸

کابل  ۵۸۴۹۸                       ۳۵۶۶۶

One thought on “تراوسه پوري کوم کاندید څومره رایې ګټلي دي؟”
  1. Waror jana
    Za chi kom malomat laram ter wasa pore pa kunar ki dee ashrif baba 77580 rei aheste dee aw de abdullah tqreban 9000 pore dee
    Manana

  2. ژوندی دې وي زمونږ راتلونکی ولسمشر، محترم ډاکټر اشرف غني احمدزی، اوس نو د افغان ولس نور نه شرميږي، مونږ هم افتخار کوو چې زمونږ هيواد به نور انشاالله د جنګسالارانو په لاسونو نه اداره کيږ، بلکي د يو پوه عالم او روشنفکر رهبر په لاسونو به اداره کيږي. اوس به په خير د پاکستان او ايران لاسونه زمونږ له هيواده لنډ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *